داسرائیلو دجنګی جنایتونو په هکله

دفلسطین  په  باره کی  مختلف خبرونه، داسرائیلو د جنګی  جنایتونو په هکله؛ د نویو رپوټونو او شمیرنو  د مطرح کیدو بیانونکی  دی  .  په دی زمینه کی، په انسانی چاروکی، دملګرو ملتو غږملونکی، دغزی  تړانګی  دکړکیچنو حالاتو په  اړه، خبردارئ  ورکړ .
په انسانی چاروکی، دملګروملتو غږملونکی، جیمز راولی، ویلی دی چی، داسرائیلی  او فلسطینی  لورو ترمنځ، دجوړ جاړۍ   دمذاکرو  وروسته؛ دغزی تړانګی  انسانی  حالات، ورځ  په  ورځ  لا خراب شوی دی .  جیمز راولی،خبردارئ  ورکړ  چی،د غزی تړانګی انسانی  حالات؛ له  ۲۰۱۳  م کال  راهیسی، په ډیر بد او کړکیچن  وضعیت کی  دی .
له بلې  خوا؛ د ملګرو ملتو د انسانی  خواړه  د دفتر مدیر، بابلو ریکالدی  هم، د خوړو دامنیت د نشتوالی؛ او د صهیونیسټی  رژیم  دکلابندۍ په  دلیل، په  فلسطینی  سیموکی، د مسکینۍ  دمتوسطی   اندازی   دلوړ یدو  په  باب ،خبردارئ  ورکړ  .
همداراز، دفلسطینی کډوالو لپاره، دملګرو ملتو د مرستی  رسونی، اوکار پیداکولو آژانس، دیوی  بیانئیی  په خپرولوسره، اعلان وکړ چی؛ په تیر کال کی، دغزی په تړانګه کی، دبی کارۍ  متوسطه اندازه، نږدی  ۴۰  فیصدو ته   ورسید، او دهغو فلسطینی کډوالوشمیر چی، په  غزه کی؛ دچټکو مرستو  رسیدو ته اړتیا لری؛ ۸۰۰  زرو تنو ته ، زیاتوالئ موندلئ دئ  .  په همدی حال کی  د فلسطین  داطلاع  رسونی مرکز  اعلان  وکړ چی، صهیونیسټی  رژیم، د ۲۰۱۴  م کال  دپیل  راهیسی،  ۲۰  تنه  فلسطنیان په  شهادت  رسولی ، او په  سل  هاو فلسطینیان یی هم، ژوبل کړی دی .
داپه داسی حال کی ده چی، د فلسطین  دکورواګوتشکیلاتو، دټولنیزو چارو  وزیر، کمال اشرافی  هم، اعلان  وکړ چی، دفلسطنیانو  د دویمی انتفاضی له  پیله، یعنی؛ د  ۲۰۰۰  میلادی کال راهیسی، لږ تر لږه  ۱۵۰۰  فلسطینی ماشومان، داسرائیلیانو د پوځی  حملو په  وسیله  قربانیان شوی،او  لږترلږه   ۶۰۰۰  فلسطینی ماشومان هم، دصهیونیسټانو په  وسیله، ټپیان شوی  دی  .
دصیونیسټی  رژیم  دجنایتونو په  هکله  رپوټونه، په  وروستیو میاشتو؛ په تیره بیا، دسازش  اوروغی  جوړی  دچلندله پیلیدو وروسته، د دغه  نیواکګر  ر ژیم  دجنایتونو  د زیاتیدو، بیانونکی دی  . دفلسطین  دمختلفو سیمو  دبی  دفاعو اوسیدونکو؛ په تیره بیا، دماشومانو په  خلاف، داسرائیلو اقدامونه، ددی  بیانونکی دی چی، دغه  نیواکګر  رژیم؛ دفلسطین  دخلګو په  ضد، له  هیڅ  ډول  جنایت  څخه، ډډه نه  ده کړې، او دفلسطنیانو په   خلاف، دتاوتریخوالو لپاره هم،هیڅ  حد او پوله  نه  پیژنی  .
دنږدی  تیرو  ۶۵  کالو په  ترځ کی،یعنی؛ په  ۱۹۴۸ م کال کی، دصهیونیسټی رژیم له جوړیدو  وروسته، دمنځنی ختیځ  بدلونونو ته، په یوه کتنه کی، پوهیدلای شو چی، دسیمی خلګ   هیڅکله، د دغه  رژیم  د قهرجنو اقدامونو او جنایتونو څخه، په امن کی نه  ؤو، او دسیمی  دهیوادونو په  خلاف،  د یوشمیر جنګونو پیلولو، له  پخوا  څخه  په  زیاته  اندازه، دا واقعیت  په  ډاګه  کړئ دئ چی، دغه  رژیم  په  سیمه کی، دناامنۍ  او جګړی    درامنځته کولو عامل  دئ  .
صهیونیسټی  رژیم، دتاوتریخوالی  او جګړی  په  زیاتولوسره، دفلسطنیانو،او په کلی توګه دسیمی د خلګو  په  منځ کی، د ویری   او  وارخطایۍ  درامنځته کولو په  لټه  کی دئ؛ ترڅو، په  یو ډول  هغوی  دخپلو سلطه غواړو او  پراختیا طلبو سیاستونو  قبلولو ته  مجبور کړی  .
دا په  داسی  شرایطوکی ده چی، صهیونیسټی  جنایتکار  رژیم، دلویدیځ له   پراخ  ملاتړ څخه  برخمن  دئ، او دغو ملاتړونو، داسرائیلو  دجنایتونو په   دوام کی، ستر  رول  لوبولئ  دئ  .
داسرائیلو دجنایتونو په  وړاندی، د بین المللی  ټولنو کمزورئ دریځ، او یواځی  په  لوظی توګه  د دغو جنایتونو په  غنډلوباندی  بسنه، او ددغه  نیواکګر  رژیم   په  ضد، دجدی  اقدامونو د غوره کولو څخه پرته، د اسرائیلو د جنایتونو د ځینو برخو په  هکله، درپوټونو وړاندی کول، ددی  سبب شوی دی چی،نړیوال هماغه شان،  دفلسطنیانو په ضد، ددی   رژیم  د جنایتونو کتونکی  وی  . 

Add new comment