دسعودي عربستان باچا له قدرت څخه څنګ ته کیږي
دمصر یوې رسنۍ په نږدې راتلونکي کښې له قدرت څخه دسعودي عربستان د باچا دڅنګ ته کیدا او په کابینې او شاهنشاهي ګارډ کښې د بدلونونو دراتلو خبر و رکړ .
د مصر النهار چینل وویل دسعودي عربستان باچا عبدالله بن عبدالعزیز په یوه بې ساري اقدام او په دغه هیواد کښې دقدرت په طبیعي ډول د انتقال په لړ کښې له خپل مقام څخه استعفا ورکوي او قدرت خپل ولي عهد سلمان بن عبدالعزیز ته سپاري .
دغه راپور زیاتوي چې محمد بن سلمان به دفاع وزیر شي .
د جنوبي سیمې د قوماندان عبدالله صلاح العمري ، د ختیځې سیمې د قوماندان عیسی عسیري، له ځمکنیو ځواکونو سره د مرستې دپلاوي دمشر عبدالرحمان عسیري ، دلویدیځې سیمې د قوماندان محمد صالح الحزاب او شادي المطیري په شمول یو شمیر پوځي قوماندان له کارونو لیرې کړی شوي دي .
په سعودي عربستان کښې په سلګونو کلونه کیږي چې دیکتاتور حکومت ټینګ دی او هلته واک په کامل ډول د ال سعودر وهابي رژیم په لاس کښې دی کوم چې انګلستان او امریکا قدرت ته رسولی او ددغه رژیم ملاتړ کوي .
Add new comment