د حضرت فاطمة الزهرا (س) د شهادت په تلین تسلیت وړاندې کوو
نن د رسول ا...بزرګوار د قدرمنې لور حضرت فاطمة الزهراء سلام الله علیها د شهادت د تلین دکلیزې په مناسبت درست ایران په ویر او ماتم ډوب دی ، او ددغې قدرمنې بی بي د شهادت د تلین په مناسبت د مشهد او قم په سپیڅلو ښارونو او د حضرت امام خمیني په حرم کې د ماتم او ویر لویې دستورې جوړې شوې
بي بي فاطمة الزهرا د رسول الله مبارک قدرمنه لور او دامیر المومنین حضرت علی علیه السلام قدرمنه بي بي او د حسنینو مور ده چې په خپل لنډ اتلس کلن عمر کې یې د تقوا او فضیلت بیلګې نندارې ته وړاندې کړې او د یوې مور ، لور او میرمنې په توګه یې د نړۍ میرمنو ته نمونه پریښودلې ده
وروستی راپورونه ښئ چې دحضر فاطمةالزهرا سلام ا.. علیها دشهادت دکلیزې په مناسبت دپاکستان، هندوستان ،ترکیې ،لبنان او افغانستا ن پشمول دنړۍ په ګوټ ګوټ کې داهل بیت علیهم السلام مینه والو په دویر اوغم دستورې جوړې کړي او دغه ورځ ئې په پرتم سره لمانځلې ده
تهران ریډیو د هغه قدرمنې بي بي د شهادت د ورځې په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو او د اهل بیتو مینه والو په تیره بیا تاسو قدرمنو اوریدونکو ته تسلیت وړاندې کوي.
Add new comment