په کونړ کې بیا د امریکا بي پيلوټه الوتکو بریدونه کړي
د پرس ټي وي خبري چینل د خبر له مخې، د افغانستان په ختیځ، کونړ ولایت د امریکا د بي پیلوټه الوتکو له خوا برید شوی او دوه کسان یې وژلي دي.
خبر زیاتوي چې په دغه برید کې لس کسان ټپيان شوي هم دي
په دې اړه تر اوسه پورې کره خبرونه نه دي ورکړل شوي چې په برید کې ولسي خلک وژل شوي که وسله وال.
د امریکا له خوا پر کونړ ولایت دغه برید په داسې حال کې ترسره کېږي چې د بښنې نړیوال سازمان وايي د امریکا بې د بې پيلوټه الوتکو بریدونه غیر انساني عمل او جنګي جنایت دی او باید ددې بریدونو مسوولین محاکمه شي.
د بښنې نړیوال سازمان او د بشري حقوقو د څار ډلې، امریکا په پاکستان او یمن کې د بې پيلوټه الوتکو د بریدونو له لارې د نړیوالو قوانینو سرغړونکې او د ولسي خلکو پر پراخه وژنه تورنه کړه.
د روسيې غږ راډيو د خبر له مخې، د بښنې د نړیوال سازمان وروستی رپوټ په پاکستان کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکو بریدونو ته بیل شوی او د بشري حقوقو د څار د نړیوال سازمان وروستی رپوټ هم په یمن کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو بریدونو په اړه دی.
د بښنې د نړیوال سازمان په دې رپوټ کې ټینګار شوی چې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو بریدونه په یوډول جنګي جنایت او یا له محاکمې پرته اعدام دی او هغه کسان چې ددې غیرې انساني جنایتونو مسوولین دي، باید محاکمه شي
Add new comment