انګلستان کښې د اخوان المسلمین د فعالیتونو په هکله د تحقیق حکم
د انګلستان وزیراعظم ډیویډ کیمرون په انګلستان کښې د اخوان المسلمین د فعالیتونو په هکله د تحقیق حکم ورکړ د فرانسې خبري آژانس د رپورټ له مخې د ډیویډ کیمرون دا ننی حکم پس له دې صادر شوی چې په لندن کښې له یو مرکز څخه د اخوان المسلمین د فعالیت په هکله ځینې ادعاوې مطرح شوې چې د انګلستان د چارواکو د اندیښنې سبب وګرځیدې.
د انګلستان د وزیراعظم په حکم د دغه هیواد استخباراتي ادارو MI-6 او MI-5ته دنده سپارله شوې چې د اخوان المسلمین د فلسفې او فعالیتونو په هکله ضروري معلومات راغونډ کړي.
د ویلو ده چې د مصر له ولسمشرۍ څخه د محمدمرسي له څنګته کیدو وروسته د دغه هیواد د اخوان المسلمین ځیني مشران تیر کال له قاهرې نه لندن ته تللي دي.
Add new comment