د پاکستان چلولونه
د پاکستان د پخواني ولسمشر پرویزمشرف لخوا له قانون او هیواد سره د خیانت د دوسیې د څیړنې لپاره د ځانګړې محکمې شپږدیرشمه غونډه پرون جوړه شوه او په دغه غونډه کښې مشرف له قانون سره د خیانت کونکي په توګه وپیژندل شو.
د تهران راډیو د رپورټ له مخې پرویز مشرف چې په محکمه کښې موجود و، په چپه خوله یې د محکمې حکم واورید. د محکمې په وروستي او فاینل حکم کښې وویل شول چې مشرف پنځه جرمونه ترسره کړي چې د هغه وخت د سترې محکمې د قاضي په نیولو او د دغې محکمې د نورو قاضیانو په څنګته کولو سره د اساسي قانون د ځنډولو او د لنډمهاله قانون د اجرا کولو په شان په قانون ماتونې پورې اړوند جرمونه پکښې شامل دي. پرویز مشرف هم د محکمې د حکم په ردولو سره وویل چې د هغه له نظره له قانون سره خیانت، د هیواد د پټو او محرمانه رازونو ایشوا کول، د هیواد له دفاع سره لوبې کول، د هیواد د خزانې لوټل او د خلکو شاته پاتې کول او نابودول دي. مشرف وویل چې هغه کس چې هیواد یې د پرمختګ، ترقۍ او خوشحالۍ په لور لارښوونه کړ او د خلکو د ژوند معیار یې لوړ کړ، څنګه د قانون خاین کیدې شي؟
د پاکستان په تاریخ کښې دا وړومبی ځل دی چې په خیانت باندې تورن یو پخوانی پوځي واکمن یا ډیکټاټور محاکمه کیږي. د پاکستان په ۶۷کلن تاریخ کښې د دغه هیواد په سیاست کښې د پوځ خبره تل بااهمیته پاتې شوې ده او د پرویز مشرف له محاکمه کیدو مخکښې هیڅ کوم پوځي واکمن د خپل طاقت د ناوړه استعمال په وجه نه دی محاکمه شوی او که داکار جدي وي او جوړجاړی پکښې ونه شي نو ممکنه ده مشرف ته د پانسۍ یا عمر قید سزا واوروله شي. داشان د پاکستان قضائیه قوې ظاهراً په وړومبي ځل خپله خپلواکي وښودله. که د ځانګړې محکمې په حکم عمل وشي او مشرف په اعدام یا عمرقید محکوم شي نو د پاکستان د محکمې دا حکم په کار دي په تاریخ کښې په زرینو ټکو ولیکلی شي خو له دې امله چې د پرویزمشرف د جرم د ثابتیدو په لړ کښې د ځانګړې محکمې د حکم له اعلانه لږ مخکښې له یوې خوا د متحده عرب اماراتو د شارجې په روغتون کښې د مشرف د مور د حالت د خرابیدو خبر او له بلې خوا په پوځي روغتون کښې د ځانګړې خیال ساتنې برخې یعنې ICU ته د د مشرف د منتقلیدو خبر خپور شو او د خپلې مرګي حال مور د لیدو او همداشان خپله د مشرف د علاج لپاره د هغه د وکیلانو لخوا حکومت ته درخواستونه وړاندې شول، خبره شکمنه ښکاري. په تیره بیا له اسلام آباده تازه رارسیدلي خبرونه وايي چې د یو عرب هیواد الوتکه پاکستان ته تللې او د اسلام آباد په نورخان نومې هوايي اډه کښې دبئ ته د پرویز مشرف د منتقلولو لپاره ولاړه ده.
د پرویزمشرف مدافع وکیلانو هم له مرکزي حکومته غوښتي چې د مشرف نوم د هغو کسانو له لسټه وباسي چې له هیواده په بهر تګ یې بندیز دی. ځانګړې محکمې پخپل حکم کښې مشرف تش مجرم وپیژنده او تراوسه یې د هغه لپاره کومه سزا نه ده ټاکلې. محکمې ویلي دي چې پس له دې چې مشرف مجرم وپیژندل شو، د حکومت په حکم او اجازې سره هغه د علاج او درملنې لپاره له هیواده بهر تلی شي. نو په دې وجه ویلې شو چې کار اوس د وزیراعظم نوازشریف په لاس کښې دی او ویل کیږي چې نوازشریف به په راتلونکو ۲۴ساعتونو کښې فیصله وکړي.
له بلې خوا د پاکستاني شناندو او منتقدانو په وینا، آیا یوازې پرویزمشرف جرم کړی دی؟ آیا په حکومت کښې یوازې یو کس، جرم کولی شي؟ که د ۲۰۰۷ د نومبر په دریمه نیټه د مشرف اقدامات جرمونه وو نو د وزیراعظم او د پوځ د قومندانانو په شمول حکومتي مسئولانو ورسره ولې مخالفت ونکړ. نه یوازې مخالفت یې ونکړ بلکې له مشرف سره ملګري شول. که له قانون سره د مشرف د خیانت په وجه هغه محاکمه کیږي نو ولې د ۱۹۹۹کال د اکتوبر د ۱۲نیټې د پیښې په وجه نه محاکمه کیږي چې د یو منتخب حکومت په خلاف یې کودتا کړې وه او منتخب وزیراعظم نوازشریف یې وړومبی په جیل کښې واچوه او بیا یې له هیواده بهر ته جلاوطن کړ. آیا دا واقعاً انصاف دی؟
په همدې وجه د مشرف محاکمه له شکونو ډکه ښکاري، لرې نه ده چې په پاکستان کښې د پردې ترشا بهرني او کورني قدرتونه یعنې د پاکستان پوځ او سعودي عربستان، په حقیقت کښې دا لوبه وګټي. د هغو یونیم میلیارډ ډالرو په بدل کښې د سعودي عربستان یوه غوښتنه چې د پاکستان د حکومت په وینا یوه ډالۍ ده، د پرویز مشرف د ژوند ساتنه کیدې شي، او په نظر راځي چې د سعودي عربستان او پاکستان ترمینځ په دې وروستیو میاشتو کښې ځینې وړې او غټې معاملې شوې دي. عربستان ته د پاکستان د پوځ د قومندان جنرال راحیل شریف او ولسمشر ممنون حسین سفرونه او همداشان پاکستان ته د عربستان د ولي عهد او د دفاع وزیر د مرستیال او د خارجه وزیر سعودالفیصل تګ، په همدې لړ کښې و. ځکه چې عربستان په سوریه کښې له ماتې خوړو وروسته د پاکستان مرستې ته اړ شو او د پاکستان د موثقو سرچینو په حواله، یونیم میلیارډ ډالر یې هم د دې لپاره ورکړي دي چې د سوریې ترهګرو ته هم وسلې ولیږي او هم د هغوي د مرستې لپاره انساني ځواک واستوي او هم په سوریه کښې جنګیدونکو ترهګرو ته ټریننګ او روزنه ورکړي.
که څه پاکستان دغه ټول رپورټونه ردوي خو د عربستان لخوا پاکستان ته بلاعوضه یونیم میلیارډ ډالر ورکول، دا ټولې خبرې تاییدوي.
Add new comment