دولس تنه بحریني ځوانان په عمر قید محکوم شول

په بحرین کښې یوې محکمې پرون ۱۲کسانو ته د عمر قید او دوو تنو ته د لس کاله قید سزا واوروله.
د وفاق سایټ د رپورټ له مخې دغه څوارلس کسان چې د البلاد القدیم او الزنج سیمو اوسیدونکي دي، له سیاسي او امنیتي تورونو سره مخامخ دي.
د بحرین د معترضو خلکو په هکله ناعادلانه احکام چې کله کله تر ۵۱کاله بند پورې هم زیات شوي دي، د حقوقي او نړیوالو ارګانونو د اعتراض سبب شوي دي.
له بلې خوا د بحرین د ملي وفاق جمعیت د عمومي منشي د سیاسي مرستیال خلیل المرزوق د محاکمې په غونډه کښې چې د حکومت خلاف اقداماتو ته د خلکو د لمسولو په تور محاکمه شو، پنځو تنو شاهدانو ټول لګیدلي تورونه نفي کړل او داشان د محکمې راتلونکې غونډه ۲۲ورځې ته وځنډیدله.

Add new comment