د طالبانو له ډلې سره د پاکستان د حکومت خبرې اترې له يو لوبې زيات څه نۀ دي

د پاکسان د حکومت او د طالبانو د ډلې کمېټۍ نن بيا يوه غونډه کوي. په دغه غونډه کښې د طالبانو د شورا له غړيو سره د حکومتي کمېټۍ په شويو خبرو اترو چې د تېرې اونۍ د چارشنبې په ورځ وشوې بحث او څېړنه کيږي. او همدارنګ د حکومتي کمېټۍ او د طالبانو د ډلې د شورا د راتلونکې غونډې په اړه هم بحث کيږي. د طالبانو د ډلې د کمېټۍ د غړي پروفېسر ابراهيم په قول په دغه کتنه کښې  د حکومتي کمېټۍ او د طالبانو د شورا د راتلونکې کتنې په حقله هم بحث او د نظر تبادله کيږي. پروفېسر ابراهيم هيله څرګنده کړه چې د اسيرانو ازادي به هم زر شروع شي. دا په داسې حال کښې دي چې د حکومت او طالبانو د ډلې د کمېټيو د تېرې هفتې کتنه زياتره يو معارفي او تشريفاتي کتنه وه چې څه خاص پرمختګ يې نۀ ؤ لرلے.
د طالبانو ډله د خپلو غېر وسله والو کسانو  يعنې ماشومانو،ښځو او بوډاګانو د ازادولوغوښتونکې شوې ده خو د پاکستان حکومت واضحه اعلان کړے دے چې د دا ډول کسان په قېد کښې نۀ لري. د طالبانو ډلې همدارنګ په جنوبي وزيرستان کښې د امن سيمې د جوړولو غوښتنه کړې ده چې د دغه هېواد فوځ دې دغه سيمه خالي کړي چې دې خبرې ته  هم حکومت تر اوسه غاړه نۀ ده اېښودې.
د خبرو اترو ملاتړي اميد لري چې دغه خبرې اترې به نتيجې ته ورسي او په ټول هېواد کښې به امنيت ټينګ شي، خو د دغو خبرو اترو مخالفين چې برېلوي اهل سنت، شيعه او نور سېکولر سياسي ګوندونه پکښې شامل دي په دې باوري دي چې حکومت د طالبانو د ډلې په دباو کښې راغلےدے بلکې حتی ورته تسليم شوے دے. د خبرو اترو په وړومبۍ مرحله کښې هم د طالبانو د ډلې شورا د حکومتي کمېټۍ په مقابل کښې  يو خپلواکه قدرت په توګه خپله موجودګي څرګنده کړه چې د حکومت لپاره يې دنده ټاکله. د پاکستان حکومت د طالبانو د ډلې د ټولو جنايتونو باوجود د دغې ډلې قدرونه وکړه او هغې ته يې له يوې ترهه ګرې ډلګۍ نه زيات حېثيت ورکړ.
د خبرو اترو د مخالفينو د دريځونو له مخې د طالبانو ډله د وخت تېرولو او فرصت پېدا کولو په لټه کښې ده او په عېن حال کښې چې ډز بندي يې اعلان کړې ده تر دباو لاندې د حکومت راوستلو لپاره خپلو جنايتونو ته هم دوام ورکوي خو د جنايتونو له ترسره کولو وروسته ادعا کوي چې دا د دوي کار نۀ دے.
يو شمېر نور بې طرفه کسان هم چې د خبرو اترو مخالفينو ته يې دريځونه نزدې دي دا نظر لري چې د خبرو اترو په دغه پروسه باندې هيڅ اعتماد نشته. د هغوي په قول د طالبانو ډله د خپلو قېديانو د ازادولو په لټه کښې ده او که قېديان يې ازاد نۀ شي نو ډز بندي به هم ختمه شي او يو ځل به بيا دهشتګردانه حملې، چاودنې او ځان وژونکي عمليات پېل کړي.
په دې مېنځومان کښې يو شمېر شناندي او جرنلسټان په تېره بيا د عوامي نيشنل پارټۍ  سياسي مشران په ډاګه وائي چې د پاکستان د طالبانو له ډلې سره د خبرو اترو او  ډز بندۍ موضوع په کلي توګه د افغانستان له انتخاباتو او د دغه هېواد له راتلونکي سره ارتباط لري چې د افغانستان انتخاباتي پروسه تر دباو لاندې راولي. لکه که وکتې شي نو په عملي توګه هم په افغانستان کښې په دې وروستيو ورځو کښې دهشتګردانه حملې څو برابره زياتې شوي دي.
د افغانستان د سټراټيجکو مطالعاتو د مرکز د مشر  غلام جېلاني ځواک په قول د پاکستان لخوا د ناامنيو د زياتوالي هدف د انتخاباتو ګډوډول او يا لږ تر لږه په دغو انتخاباتوکښې د خلقو د ګډون ډېر کمول دي چې يو داسې کمزورے حکومت رامنځته شي چې مناسب مشروعيت ونلري. د ښاغلي ځواک په قول امريکه هم په دې پروسه کښې له پاکستان سره ملګرې ده. نو ځکه د خبرو اترو موضوع چې دوام به پېدا کړي هيڅ نتيجې ته به ونۀ رسي چې دا وکتې شي چې له ۲۰۱۴ کال نه وروسته او د ۲۰۱۵ کال په شروع کېدو سره چې اکثر بهرني ځواکونه به له افغانستانه وځي په دغه هېواد کښې څه راپېښيږي. خو پکار دي ووايو چې پاکستان تر هغه وخته چې په افغانستان کښې خپلو هدفونو ته ونۀ رسي خپل طالبان به هم دغه شان مشغول وساتي چې دا د افغانستان د طالبانو له ډلې سره د مرستې لپاره يوه توجيه ده.

Add new comment