د انسان اساسي اړتیاوې، د امام صادق(ع) له نظره

انسان یو خلاق او لوړ موجود دی چې په طبیعي توګه تل په خپل ژوند کښې د بریالیتوب او لوړاوي په لټه کښې وي، په دې وجه د وړتیاو د غوړولو او خپلو ارمانونو ته د رسیدو لپاره وړومبی پکار دي خپلې اساسي او وړومبنی اړتیاوې برابرې کړي څو په سمه توګه خپل مقصد ته ورسیدی شي. انساني اړتیاوې ډیرې زیاتې او ډول ډول دي ځکه چې انسان د مادې او روح یو مرکب دی چې داسې یو ترکیب د انسان لپاره مادي او روحي دوه ډوله اړتیاوې رامینځته کوي. د انسان اړتیاوې د کیفیت له نظره هم یولړ مرتبې او سطحې لري چې په هغو کښې د ځینو پوره کول حتی د انسان په ټول عمر کښې هم شوني نه وي. په دې حال سره د انسان ځینې اړتیاوې ډیرې ضروري او بنیادي دي چې په سمه توګه د هغو پوره کول د انسان د پرمختګ زمینه برابروي.
                انسان او کایناتو ته د انسان لید او کتنه ثابتې او اساسي اړتیاوې ټاکي. خدای تعالی جل جلاله د قرآن پاک په آیتونو کښې د لید او نظر چارې ته ډیر زیات اهمیت ورکوي ځکه چې د خلقت له فلسفې نه د هر انسان مطلب اخیستنه د هغه د ژوند ډول او طریقه ټاکي. هغه کس چې دنیا يې اصلي هدف او مقصد وي، ټوله نیکمرغي او ښه والی په مادي او دنیاوي چارو کښې خلاصه ګڼي او هڅه کوي چې په هره طریقه دغه اړتیاوې پوره کړي او خوشبختي ترلاسه کړي. په دغه کتنه کښې پرمختګ د ابدیت، آخرت او قیامت نه د انکار په بنیاد ولاړ دی. په اوسنی زمانه کښې داسې ډیر کسان وینو چې د مادي سوکالتیا په لټه کښې وي او البته په مادیاتو کښې هیڅ څیز هم کم نه لري، په دې حال سره هم لازمي آرامښت نه لري ځکه چې د هغوي روحي اړتیاوې په سمه توګه نه پوره کیږي.
                له بلې خوا یوه ډله داسې انسانان شته چې دنیا له آخرته ځاروي او اصولاً دنیاته هیڅ اهمیت نه ورکوي. په دې بڼه کښې یوازې خپلو روحي، معنوي او اخروي اړتیاوو ته پاملرنه کوي. دا ډول انسانانو هم د رهبانیت لاره خپله کړې ده او په مناسبه توګه د مادي او دنیاوي اړتیاو د نه پوره کولو په وجه د هغوي وړتیاوې په ښه ډول نه غوړیږي. د اسلام مبین دین له دې طریقې سره هم موافق نه دی. داشان چې حضرت امام جعفرصادق علیه السلام د اسلام په هکله د خپلو ویناو په یوه برخه کښې فرمايي: په ګوټ کښې کښیناستل او په بیدیاو کښې ګرځیدل چې له خلکو لیرې کیدل دي، د اسلام په دین کښې نشته.
                خو یوه بله ډله خلک شته چې که څه هم آخرت اصیل او معنویت غوره ګڼي خو دنیا، اخروي نیکمرغۍ ته د رسیدو لپاره یوازې یوه وسیله او اوزار ګڼي او مادیاتو ته د لازمو اوزارونو په توګه ګوري. هغوي باوري دي چې دنیا د آخرت پټی او کرونده ده.
لکه څنګه چې متعال خدای جل جلاله د بقرې د مبارکې سورې په ۲۰۱آیت کښې فرمايي: او ځیني خلک وايي، پروردګاره! مونږ ته په دنیا کښې نیکي راوبخښې او په آخرت کښې مو هم نیکي په برخه کړې او مونږ د اور له عذابه وساتې.
                د حضرت محمدمصطفی(ص) په اهل بیتو او لمسیانو کښې حضرت امام جعفرصادق علیه السلام  خپل وحیاني او الهي لید او نظر ته په پام سره د ژوند فلسفه داسې انځوروي چې د هغه اساسي اړتیاوې هم په همدغه چوکاټ کښې معنا پیدا کوي او د خپل ژوند روده د هغو په اساس ټاکي.
د امام صادق  علیه السلام له نظره انسان ځینې ثابتې اړتیاوې لري چې په دنیا یا آخرت پورې اړه نه لري بلکې په دنیا او آخرت کښې په هرډول حالاتو او شرایطو کښې د انسان د اساسي اړتیاو په توګه مطرح دي او ضروري ده چې هغه  په سمه طریقه پوره شي. دغو اړتیاو ته ځواب چې هرڅومره ښه او مناسب وي، هومره په دنیا او آخرت کښې د انسان خوشبختي او نیکمرغي زیاته تضمینیږي.
                د انسان د ترکیبي ماهیت په وجه چې له جسم او روح څخه جوړ شوی دی، ډیر کم کوی شو د هغه لپاره دوه اړتیاوې یعنې یوه د بدن او بله د روح لپاره معرفي کړو. په زیاترو آیتونو او روایتونو کښې دغه دوه ډوله اړتیاوې د روح لپاره د (آرامښت) او د جسم یا بدن لپاره د (آسایش او سوکالیتا) په توګه تعبیر شوې دي چې همهغه د خوشبختۍ د عناصرو اجزا دي. خو پکار دي پاملرنه وشي چې هغه څه چې د آرامښت او سوکالتیا په توګه ویل کیږي، په شخصي محدوده کښې نه دي یعنې هر کس، آرامښت او سوکالتیا ته اړتیا لري.
په دې سربیره یوه بله اړتیا او ضرورت شته چې د انسان په ټولنیزو اړتیاو پورې اړه لري. حضرت امام جعفرصادق علیه السلام په دې هکله فرمايي: درې څیزونه دي چې ټول خلک ورته ضرورت لري، او هغه امنیت او آرامښت، عدالت او سوکالتیا دي.
                امنیت چې د روح د آرامښت سبب ګرځي، په فردي او اجتماعي دوو کچو د یوې طبیعي او اساسي اړتیا په توګه مطرح دی. د قرآن کریم په فرهنګ کښې د امنیت د دواړو برخو په هکله خبره شوې ده. په قرآني فرهنګ کښې آرامښت د سکون، اطمینان، ثبات او ټکاو په معنا استعمال شوی دی. همداشان په ټولنیزه کچه هم آرامښت د امن او سِلم په شان کلماتو سره استعمال شوی دی. په دې وجه انسانان هغه وړومبنی اړتیا چې په ځان کښې یې احساسوي، په فردي او ټولنیزو دوو سطحو کښې آرامښت ته اړتیا ده او که دا دواړه شیان نه وي نو ژوند ورباندې تریخیږي او د خوشبختۍ احساس به ونه کړي.
                د خوشبختۍ دویمه برخه اسایش او سوکالتیا ده. سوکالتیا له تن او مادې سره تړاو لري. په دې معنا چې د انسان جسم او بدن داسې اړتیاوې لري چې ورڅخه د خوړو، کور، جامې او داسې نورو شیانو ته اشاره کوې شو. په بشپړه توګه د انسان د مادي اړتیاو پوره کیدل همهغه د اسایش او سوکالتیا په معنا دي چې په روایتونو کښې ورته سرسبزي، آبادونه، نعمت او هوساینه ویل شوي دي.
له دې امله چې انسان په ټولنه کښې اوسیږي او له نورو انسانانو سره اړیکه لري نو یو داسې څیز ته ضرورت لري چې دغه اړیکې په سمه توګه برابرې کړي. دلته دي چې عدالت او انصاف، د تنظیمونې او نظم ورکونې د میزان او تلې په توګه ټولنیزو اړیکو کښې کارول کیږي. انسان د ټولنیزو اړیکو په ډګر کښې دې ته اړتیا لري چې عدالت واکمن وي څو د خوشبختۍ، سوکالتیا او آرامښت احساس وکړي.
حضرت امام صادق علیه السلام د عدالت چارې ته په ټولو شرایطو کښې د انسان د اساسي او بنیادي اړتیا په توګه اشاره کړې او فرمايي چې: که یو انسان وغواړي خپل حقیقي ضرورتونه وپیژني نو پکار دي آرامښت، سوکالتیا او عدالت خپلې اساسي اړتیاوې وګڼي او د هغو د پوره کولو کوشش وکړي او خپل ضرورتونه په سمه توګه پوره کړي.
                له هغو چارو څخه چې په اوسنی زمانه کښې د ټولنیزو لانجو د رامینځته کیدو زمینه یې برابره کړې او ټولنیزه سوله او امنیت خرابوي، د نورو انسانانو په حقوقو تیری دی. اسلام په خپل ټول تاریخ کښې د نورو په حقوقو باندې د تیري په ناجایز بللو سره د خپلو منونکو او د نورو امتونو لپاره د آرامه او جایز ژوند زمینه برابره کړې ده. اسلام د نورو په حقوقو تیری او ظلم کونکی بې انصافه ګڼي او په دې باور دی چې هرکله چې د انساني ورورولی احساس زیات شي او د نورو حقوقو ته پاملرنه وشي نو بې شکه چې د ټول بشریت لپاره به یو سوله ایز ژوند رامینځته شي. دغې سیاسي او ټولنیز فکري لاسته راوړنې په اوسنی زمانه کښې له مخکښې نه زیات ضرورت پیدا کړی دی.
د اسلام له نظره ظلم که هغه په هره زمانه او هر ځاې کښې وي، ناخوښ او بد کار دی او په مقابل کښې د ټولو انسانانو په نسبت عدالت مطلوب او لازم دی او پروردګار، انسان ذاتاً د عدالت پلوي پيدا کړی او خپل رسولان او پيغمبران یې د دغې ارزښتناکې چارې د ژوندي کولو لپاره رالیږلي دي.
قرآن کریم په دې هکله د سوره حدید په ۲۵آیت کښې فرمايي: مونږ خپل پيغمبران په روښانه دلیلونو سره ولیږل او له هغوي سره مو (اسماني) کتاب او (د حق او باطل او عادلانه قوانینو د پیژندلو) تله نازله کړه څو خلک، د عدالت لپاره پاڅون وکړي.
له دې امله امام جعفرصادق علیه السلام فرمايي: که له خلکو سره په عدالت او انصاف سره سلوک وشي نو ټول به بې نیازه شي.
                په ژوند کښې د هر کس د کامیابیو یو راز د صالحو او نیکو اولادونو او د ژوند د ملګري یا همسر لرل دي. د امام صادق علیه السلام له نظره صالح همسر او اولاد هم د انسان یو بنیادي ضرورت دی. په دې وجه امام باوری دی چې انسان په ژوند کښې پنځو اساسي شیانو ته ضرورت لري او هغه داسې بیانوي: پنځه څیزونه دي چې که هرڅوک له هغو نه یو هم و نه لري، په ژوند کښې تل کمی لری او کم عقل او اندیښمن وي. وړومبی تندرستي او سلامتي، دویم امنیت، دریم پریمانه رزق او روزي، څلورم غږمله او هم نظره ملګری، د دې روایت راوي له امام نه پوښتنه وکړه، هم نظره ملګری څوک دی؟ امام وفرمایل: همسر، اولاد او ښه ملګری، او پنځم چې دغه ټول پکښې شامیلږي هوساینه او سوکالتیا ده.
په حقیقت کښې آرامښت او سوکالتیا د خوشبختۍ کِلي او هغه اصلي څیز دی چې د عدالت، د صالحو همسرانو او اولادونو او ښو ملګرو او همداشان د بدن او روح او روان او د داسې نورو شیانو د سلامتیا په شمول په یوشمیر څیزونو سره برابریږي.

Add new comment