ایران د عربو اتحادېې د بیانېې په وړاندې غبرګون وښود

د اسلامي ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاندې میرمن مرضېې افخم پرون مازدیګر په خبري کنفرانس کې یو ځل بیا په ډاګه کړه د واړه تنب ،ستر تنب او ابو موسی ټاپو ګان د ایران خاوره وه او وي به .
نوموړې دا څرګندونې په کویټ کې د عربو اتحادېې د مشرانو له غونډې وروسته د بیانېې په غبرګون کې وکړې .
نوموړې زیاته کړه له اسلامي ګاونډیو او عربي هیوادونو سره د ملګرتیاؤؤ پراختیا د اسلامي ایران له اصولي او ثابتو سیاستونو دي او د سیمې او نړی بیلابیلو مسایلو او ستونځو د دې ملګرتیاؤؤ د پراختیا اړتیا لا هم ډيره کړې ده .
میرمن افخم په سوریه کې د داعش ترهګرې ډلې له خوا د حضرت رسول اکرم ص د دوو اصحابو کرامو عمار یاسر او اویس قرني د زیارتونو ړنګول هم په کلکو ټکو وغندل او هغه ېې یو غیر اسلامي او غیر انساني عمل وباله .

Add new comment