د تښتول شویو پوله ساتوونکو په اړه بان کي مون ته د ظریف لیک
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو عمومي منشي ته په یوه لیک کې، د ایراني پوله ساتوونکو د آزادېدو لپاره د نړیوالو ارګانونو په ځانګړې توګه ملګرو ملتونو د سازمان د هڅو غوښتنه وکړه.
د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر، محمد جواد ظریف د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون ته په خپل لیک کې، د پنځو تښتول شویو ایراني پوله ساتوونکو څخه د یوه احتمالي وژل کېدو او د ایراني ډیپلوماټانو او ښاریزو پروړاندې د ترهګرو ډلو جنایتونو ته په اشارې سره، ددې جنایتکارانه اقدماتو پروړاندې د غوڅ نړیوال اقدام غوښتنه وکړه.
د بان کي مون ته د ظریف د لیک په یوه برخه کې د ایران په سویل ختیځ، سرحدي سیمه کې د ترهګرو ډلو د جنایتونو په ځانګړې توګه په دې وروستیو کې د ایران او پاکستان په سرحدي سیمه کې پنځه ایراني پوله ساتوونکو تښتول کېدو په تشریح کولو سره، راغلي دي چې د ایران خلک په داډول شرایطو کې له نړیوالو ارګانونو په ځانګړې توګه له ملګرو ملتونو تمه لري چې پر ایراني پوله ساتوونکو، چارواکو او ښاریزو د تېریو د بندولو لپاره هڅه وکړي.
Add new comment