دنیا باید له اټومي ترهګرۍ سره دمبارزې لپاره یو سیسټم رامینځته کړي
دهالینډ په هیګ کښې داټومي امنیت غونډې دپاییزې بیانیې په مسودې کښې ټينګار شوی دی چې دنیا باید له اټومي ترهګرۍ سره دمبارزې لپاره یو سیسټم رامینځته کړي او داټومي انرژۍ نړیوال اژانس په دې زمینه کښې چورلیزي رول لوبولی شي .
زمونږ خبریال وايي داټومي امنیت دوه (۲)ورځنې غونډه بیګا په داسې حال کښې پاې ته ورسیدله چې کارپیژاندو هیله لرله د ګډو تفاهمونو د سویې دټيټوالي په دلیل د پایییز ې بیانیې متن د انتظار له حده زیاته نرم وي .
داټومي امنیت په غونډې کښې چې په تیرې دوشنبې و رځ دملګروملتونو سرمنشي بان کي مون په خپلې وینا سره پرانیستله د دنیا دڅه دپاسه پنځوسو (۵۰) هیوادونو مشرانو پکښې ګډون درلود .
ددغه بیانیې مسوده چې ګډون کونکو هیوادونو تاید کړي ده ددنیا له هیوادونو غواړي چې داټومي امنیت یو قوي کلتور رامینځته کړي او هغه وساتي او په اغیز شیندونکي ډول له اټومي ترهګرۍ او نورو جنایتکاره ګواښونو سره مبارزه و کړي .
Add new comment