خپل بچیان څرنګه له لمانځه سره مینې ته هڅولی شو؟

 دمسلمانۍ ترټولو پیاوړي ستنه  او یو تل پاتې رکن  دخداي په درګاه کې  بندګي او  عبودیّت دی ، چې هغه دنړۍ یو مهربان او حکیم خالق دی . هغه خداي چې  انسان ئې راوپنځوه څو  هغه  دعبادت  په وسیله  دکرامت او کمال  هغه مقام ته ورسوي  چې  بل یو مخلوق  هم  هغه ځاي ته نه رسیږي .  داسلام په پاک دین کې : لمونځ :  دبندګۍ خورا لوړه بیلګه ده چې خداي پاک  ئې په قرآن کریم کې  له پستیو او ګناهانو  ساتونکی معرفي کوي ځکه خو  دعنکبوت سورې  په ۴۵آیت کې فرمائي :
:  لمونځ ادا کړئ چې لمونځ (انسان) له ګناه او سپيرو کارونو غړوي ، او دخداي یا د   ډیر لوړ دی  اوخداي پوهیږي  تاسوڅه کارونه ترسره کوئ  :
                 دوستانوحضرت امام علی علیه السلام  هم په یوه ځاي کې فرمائي:.  ترڅو چې  دآدم بچی خپل لمونځ په آدابو اوشرائطو سره  اداکوي ،نو شیطان  په دوامدار ډول ورځيني  په وحشت او ویرې کې دی ، نو که لمونځ ضائع  شي او پخپل وخت ادا نشي ، نو شیطان ورباندې غلبه کوي او  هغه په کبیره ګناه کې ښکیلیږي :.
 څومره  ښه خبره ده چې مسلمان موراوپلار  چې پخپله   له پنځه وخته لمانځه اداکولو ئې  خپل روح اوباطن پاک کړی دی ،  خپلو ماشومانوسره هم     دنیکمرغۍ اوکمال  په لاره کې  مرسته وکړي  او په سم دیني تربیّت سره  په هغو کې دیوه واحد پرودګار په وړاندې  دبندګۍ اداب  ورزده کړي څو  له دې لارې هغوي دګناه او تورزړئ په ګرداؤ کې ګیر نشي .
  په مسلمه توګه  داسلامی تربیّت په بحث کې  دلمونځ ګوزار اوله دیني عبادتونوسره د دلچسپۍ لرونکي  بچي   تربیّت  او روزل  چورلیزتوب لري  ځکه  چې دا لمونځ دی چې  له خالق سره دهغه همیشنۍ رابطه ساتلی   او دالهي رحمت دروازې   دځان لپاره پرانیستلی شي  .  دلمونځ ګوزار بچي  د درلودلو لپاره  یو لړ سریزې پکار دي چې حتی دماشوم له زیږیدا له مخکې وخت سره اړوندیږي .  هغه ماشوم چې په لمونځ ګوزاره  او په عملونو کې  حلال او حرام ته   په پابند کورنۍ کې  زیږیږي ، له زیږیدا مخکې دخپل مورپلار  له معنویت   اوپاکۍڅخه استفاده ئې کړې ده  او ددیني تربیّت او روزنې  دورپسې ګامونو لپاره  لازیات چمتووالی  لري ،خو دماشوموالی او کوچنوالي په پړاؤ کې   دمورپلار چلند   لمانځه ته دماشوم  په دلچسپۍ ښودلو کې  ډير ې اغیز لري  . په دغه پروګرام کې  غواړو  ّځیني هغه رودې چې  دیوه لمونځ اداکونکي  بچي دروزلو لپاره  اغیزمنې دي  سره  په ګډه وسپړو
  دوستانو  دایران  په اسلامی جمهوریت کې دحوزې اوپوهنتون یو نامتو استاذ حجةالاسلام  علی رضا پناهیان  باوري دی  چې ماشوم ته  د :ادب درلودل :  ورزده کول دهغه دلمونځ  اداکولو لپاره  لومړنی ګام دی . هغه څه چې ماشوم   دلمانځه په مصلایاجای نماز  دروي ،په لومړی درجې کې  دخالق په نسبت دهغه ادب دی  او څوک چې  ادب نه لري ،نود هغه لپاره عبادت سخت دی . دوي سپارښتنه کوي  له اوه کلنۍ  ماشوم ته د ادب پرتم اوښکلا وروښئۍ او لمونځ اداکول   دخداي په درګاه کې دادب څرګندول   معرفي کړي ، هغه خداي چې  هغه ته ئې هرڅه ورکړي دي
دانسان یوه ځانګړنه  چې  په ماشومتوب کې لازیاته رابرسیره  کیږي  بیلګه ګرځول او تقلید دی . ماشومان  دخپل ژوند  په ټولو اړخونو  کې  ډير زیات  هغه کسان چې  ورسره مینه کوي  بیلګه  ګرځوي او دهغوي  چلندونه اوکړنې تکراروي .  معمولا ماشوم لازیات له  خپلې مور او پلار  سره  اړوندوالی اومینه احساس کوي . پر دې اساس لمانځه ته دماشوم  د دلچسپۍ دښودلو لپاره یو اغیزمن آوزار  دادی چې  مورپلار  لمونځ ارزښتمن وګڼي   او د دغې فریضې  په اداکولو کې  په خورا ښه روده اوخشوع اوخضوع  سره هڅه وکړي . په اسلامی تعلیماتو  کې  ډيرې داسې سپارښتنې شته چې  ښئ انسان دلمانځه په وخت  ښې او پاکې جامې واچوي ، عطر ولګوي  او په آرامښت  او په زړه سره لمانځه ته کیني . کله چې ماشوم  وګوري چې مورپلار ئې  دآذان دغږ  په آوریدو سره نورکارونه پریږدي او  په ولولې اوشوق سره  او دآدابو په رعایتوسره  پرلمانځه دریږي    دا فریضه  پخپل نظر کې  مهمه  او ارزښتمنه بریښوي ، خو که  والدین  دلمانځه په نسبت لټ او بې پروا وي  او په خورا وروستي وخت کې  او یا په بې حوصلې سره  لمونځ اداکوي  ، دماشوم په ذهن کې به هم  لمونځ  یو بې ارزښتنه او  تپل شوی  شی  حساب شي  او ماشوم به ورته د دلچسپۍ ښودلو په ځاي  له هماغه پیله ترې بدزړی شي . یوه  بزرګ ویلی دي ،دمونږ ماشومان هماغه شان  چې  مونږ یو ، کیږي  او هغه شان نه   چې مونږئې   غواړو ووسي
دوستانو یوه بله لاره چې  مونږ  سره دلمونځ ګوزاربچي په روزلو کې  ملګرتیا کوي ،دماشوم  له عمر اوشرائطو سره  په تناسب کې دتبلیغ روده ده . دتبلیغ خورا ساده  بڼه دلمانځه په باب  له ماشوم سره خبرې کول دي . مورپلار په مناسبو فرصتونو کې  چې  ماشوم ئې دآوریدو لپاره چمتووالی لري ،په لنډو  او فهم لرونکو جملو سره دماشوم لپاره دهغو نعمتونو  په باب  چې خداي پاک انسان ته ورکړي دي  خبرې  کولی شي  او وروسته  له خداي پاکه دمننې  او قدرونې  ضرورت هم هغه ته وریاد شي . .  له لمانځه دماشوم  دفهم دلابشپړیدا لپاره  باید  له خداي سره مینه اوعشق  د ماشوم په زړه کې  دمهربان خالق په توګه  راویښ شي  او له خپل پروردګار څخه دهغه پيژندګلوي  دخداي پاک دځينو صفتونو  په بیانولو سره چې  دماشوم لپاره دفهم وړ وي ، زیات شي ،  دپروردګار خالق شونه ،  مهربان شونه  او عالم شونه   او داسې نور ډير صفتونه چې  دمونږ ټولو پروردګار ئې لري باید ماشوم ته وښودل شي دانسان خداي غواړي فطرت ته په پام سره   ددغو مطلبونو  درک کول که  په مناسب وخت او دماشومانو دفهم په انداز کې وړاندې شی ،  دماشومانو لپاره به ډیره سخته نه وي .
 دکتابونو  او جذابو نرم آوزارونو اوسی ډي ګانو  او حتي دماشومانو لپاره دلوبو له ځينو  سی ډي ګانو څخه   آوزاري استفاده  هم  چې مورپلار ئې پخپل نوښت سره  پلانوي ،  ددغو مفاهمو اومطلبونو  په منتقلولو کې  اغیزمن کیدلی شي .
په همداوروستیو کې  په ایران کې   دلمانځه دحرکتونو دښودلو او دهغو دتکرارولو  په وړتیاؤ سره یو ربات(ربوټ) پلان  شوی چې  ماشومانو ډير زیات خوښ کړی دی .  دموضوع اهمیّت ته په پام سره لازمه ده چې  هنرمندان ،لیکوالان  او نور هغه کسان چې   دلمانځه په حوزې کې  داغیزمنو محصولاتو دپلانونې او تولید توانمنۍ   لري ،  دغې چارې  لپاره دې  ملا وتړلي
       د دیني دندو دزده کولو په باب  پرماشومانو په  سختي نه کولو  هم  په حدیثو، علم او ارواپيژندنې کې      ډير ټینګار شوی دی . دمثال په توګه ، ډيرزیات لیدل کیږي چې   ماشوم دلمانځه په اداکولو کې د مورپلار تقلید کوي ، پرمصله دریږي  او رکوع اوسجدو ته ټيټيږي  او له ځان سره  څه ټکي هم تکراروي  چې مونږ پرې نه پوهیږو . ځیني مورپلار دا ټينګار کوی چې  دهغه تیروتنې سمې کړي  او  ددې کار لپاره کله کله  هم رټلو او زور ته مخه کوي،په داسې حال کې چې  دچلند سمه روده داده چې  دماشوم همدغه حد اوهڅه هم باید  وستایل شي، هغه  باید په غیږې کې ونیول شي او وهڅول شي .  دلمانځه او یاد نورو عبادتونو  دسم ترسره کولو لپاره  د ماشوم کړول  او مجبورول    سمه خبره نه ده ، ځکه چې په دغې مرحلې کې  هدف یوازې له لمانځه سره دماشوم  بلدتیا اوورسره ګروهنه پیدا کول دي .
داسلامی تربیّت  په اساس  له اوه کلنۍ سوکه سوکه   او دهڅونې  او له زوره کار نه اخستو سره  بایدماشوم  ته لمونځ لوستل ورزده شي  او هغه  دغې فریضې اداکولو ته وهڅول شي . جالبه ده چې  باید پوه شودلویانو او د دین دعالمانو روده  هم  دبچیانو په دینی روزنې کې   دهغو پر ځینو رودو  له سترګو پټولو او ورسره مینې کولو سره یو ځای   ده . دحضرت امام خیمنی  لور  میرمن فریده مصطفوي  نقلوی چې  هغه بزرګوار  پخپل ټول عمر کې   له سیاسی   اومبارزتی فعالیتونو سره سره   لمونځ په لومړي وخت کې  اداکاوه ،خو هیڅکله ئې ماشومان دلمانځه اداکولو  ته نه مجبورول  او حتی هغه هلکان او انجونې  چې  بلاغت ته نه  وې رسیدلې هم  دسهار لمانځه  لپاره ئې له خوبه نه ویښول . مګر دا چې  هغوي پخپله ترې ونه غوښتلئ .  چې سهار ئې دلمانځه لپاره ویښ کړي .
 حضرت امام خمیني حتی   هغه  چا ته  چې  دسهار لمانځه لپاره ئې  خپلې هغه لوڼه چې  په هماغو لومړنیو کې بلوغت ته رسیدلې وې  په زوره پاڅولې ،  سپارښتنه کوله چې   پربچیانو دې خوب نه تریخوي .:
دحضرت امام خمیني ماندینه  نقلوي چې  دوي  دهغو بچیانو  پرلمانځه اداکولو چې  تازه تازه بلوغت ته رسیدلي وو ، ډير حساسیت درلود او که وې ئې لیدلی چې  لمانځه ته چا بې پامي کوله ، نو غوسه کیده به  او پخپله ئې له بچیانوئې  پوښتل چې  لمونځ ئې اداکړی اوکه نه ...؟ البته که بچیانوورته دهو ځواب ورکولئ ،نو ډير به حساس نه کید او په همدغه ځواب به ئې بسنه کوله .پر دې اساس ځوانان ممکنه ده   دبیلابیلو ساعت تیریو له امله دلمانځه وخت هیر کړي اویا لټي وکړي   او  په دغو بد نظمیو باندې عادت کیدل  دلمانځه دپریښودولپاره یوه سریزه  کیږي.نو په دې اساس مورپلاریادونې ته اړتیالري،خوبې ځایه سرزوري  اوزیات حساسیت  ممکنه ده اپوټه نتیجه ورکړي .   
  دوستانو هڅونه  هم یو بل مهم عامل دی چې  دهرمثبت چلند دپیاوړتیا لپاره   ورځيني استفاده کیدلی شي  او دماشوم په لمانځه دروږدولو لپاره  هم اغیزمن دی .  البته مورپلار باید په تجروبې سره پوه شي چې  دهغه بچی  څرنګه هڅونې سره ښه ځواب ورکوي .دمثال په توګه،ممکنه ده  یوماشوم ګرځيدنې سره دلچسپي لري ، بل ښه خوراکونه خوښوي  او دریم ماشوم هم  ممکنه ده کلامی هڅونوته  مناسب غبرګون وښئ .
 پر دې اساس  دلازموسریزو برابرول،  له لمانځه اونوروعبادتونو اولمنځ سره  دبلدتیا لپاره بیلګه  کیدل،دمناسبو تبلیغاتی  رودو څخه استفاده، په ځاي  او  هدفمنې هڅونې  او البته  له زور او تاؤتریخوالو ډډه کول،په ماشومانو کې  لمانځه سره ددلچسپۍ اوګروهنې  درامینځةکولو ښې لارې چارې  دي  
دتهران دپښتوخپرونې خوږمینه والوزمونږدغه پروګرام هم دحضرت ابراهیم علیه السلام  له خولې  په هغې دعاسره  پاي ته رسووچې په قرآن کریم کې  دابراهیم سورې په ۴۰آیت کې  راغلی دي  چې په دې ډول ده
:،  ائ پروردګاره!مااوزمابچیان دلمانځه قایمونکی وګرځوه او د مونږدعا قبوله کړه

Add new comment