دسعودي عربستان یوشمیر ترهګر هیواد ته ستانه شوي دي

دسوریې دپوځ د بریالیتوبونو په دوام سره دسعودي عربستان یو شمیر ترهګر خپل هیواد ته ستانه شول .
دلبنان العهد خبري سایټ راپور ورکړ په ترکیې کښې د  سعودي عربستان سفیر  عادل مرداد چې هیواد يې دسوريې دجنګ دشروع کولو ترټولو سترمسوول دی وویل دهغو ښاریزو لپاره چې په سوریې کښې جنګیږي د سعودي عربستان دکورنیو چارو د و زارت مهلت په تیرې جمعې ورځ پاې ته ورسید او دسعودي عربستان یو شمیر ترهګرو چې په سوريې کښې جنګیدل هیواد ته  دبیرته ستنیدا لپاره ویزې ترلاسه کړي دي .
له سوريې د سعودي عربستان دترهګرو دبیرته ستنیدا اصلي دلیل دسوري دپوځ ستر بریالیتوبونه او دترهګرو ډلو له وجود څخه دهیواد دډیرو سیمو پاکول دي .
سعودي عربستان په سوریې کښې د جنګ اصلي ملاتړ او پیلونکی دی او دغه هیواد دسوريې له خلکو سره دجنګ لپاره د عربستان دزیاتو ترهګرو په انتقال سربیره ترهګرو ډلو او تکفیریانو ته زیاتې پیسې او وسلې ورکړي او اوس يې هم ورکوي .
دسعودي عربستان رژیم په دنیا کښې د ترهګرې اصلي سرچینه ده او دسعودي عربستان ښاریز دلبنان، یمن، عراق ، سوریې ، افغانستان، پاکستان ، لیبیا، بحرین په شمول په ډیرو هیوادونو کښې د بې ثباتۍ، ناامنۍ، او دفرقه ايزو او مذهبي تاوتریخوالو درامینځته  کولو عاملان دي

Add new comment