د نوروز په هکله د رهبرۍ د ستر مقام پیغام او په اقتصادي حماسې ټینګار
د اسلامي انقلاب ستر لارښوړ، د نوي ۱۳۹۳ هجری لمریز کال په مناسبت په یوه پیغام کښې تیر کال په بیلا بیلو ډګرونو کښې د بریالي توبونو کال وباله .
د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه ای، په سیاسي او اقتصادي حماسې د تیر کال نومونې ته اشاره وکړه او په راتلونکو فیصلو کښې یې د تیرو عبرتونو او تجربو په استفادې ټینګار وکړ او د سیاسي او اقتصادي حماسې د تحقق جاجونه يې وکړه او ويي فرمایل، په تیر ۱۳۹۲ هجري لمریز کال کښې د ټاکنو،سترو لاریونونو او نورو برخو په شمول په بیلا بیلو ډګرونو کښې د مسؤلانو په هڅو او خلکو په شتون سره سیاسي حماسې تحقق ومونده .
د رهبرۍ ستر مقام، په اقتصادي زمینه کښې د قدرونې وړ ځینو هڅو ته اشاره وکړه او ویي فرمایل، تیر کال د تمې پر اساس اقتصادي حماسې تحقق ونه مونده ،نو اړینه ده،چې دغه حماسه سږ کال تحقق ومومي .
د اسلامي انقلاب ستر لارښود، د دغو هدفونو د تحقق په لړ کښې،د مقاومتي اقتصاد سیاستونه چې تیر کال يې مسؤلانو ته ابلاغ کړي دي،د اقتصادي حماسي د تحقق نظري او فکري بنسټونه وبلل او ټینګار يې وکړ، د دغو سیاستونو په رڼا کښې اوس د ډیرو هڅو لپاره زمینې برابري شوي دي .
په ۱۳۹۲ کال کښې که څه هم ایران په سیاسي ډګر کښې په نوښتونو سره، په هغو نویو خرو اترو سره چې له لویدیځ سره يې د باور جوړونې لپاره پیل کړي دي، وتوانیده د لویدیځ د خوځښتونو تندوالی کم کړي ،خو باید هیره نکړو،چې لویدیځ تل په سیاسي او اقتصادي ډګرونو کښې د ایران په کمزورې کولو پسې دی ،اوس هم آمریکا په اټومي موضوع کښې د خبرو اترو د اصل په منلو سره، هماغه راز لټه کوي د ایران د ملت حقوق کمزوري او که ښايي ويي کړاي شي ،سترګې پرې پټې کړي .
د بندیزونو په سختولو ګواښل، د سیاسي او اقتصادي دباؤنو زیاتول او د رواني او تبلیغاتي جنګ سختول ، دا ټول د د ایران پرضد خپلو هدفونو ته د رسیدو لپاره د آمریکا او لویدیځ د هڅو ښودنه کوي .
خو د ایران ستر ملت له دغو اقتصادي دباؤنو او بندیزونو سره سره، تیر کال په مقاومت سره مخ په وړاندې تیر کړ ، خو له دې سره سره لکه څنګه چې د اسلامي انقلاب ستر لارښود د نوي کال په لرلید کښې انځور کړ ، دوه مسئلې اقتصاد او کلتور د نورو مسئلو په لومړیتوب کښې دي او د ایران راتلونکې سترې بریاوې به په دې لاره کښې ترلاسه شي.
په همدغه حقیقت په ټینګار سره ده،چې د اسلامي انقلاب ستر لارښود د نوي هجری لمریز کال په مناسبت پخپل پیغام کښې ټینګار وکړ،چې نوی ۱۳۹۳ کال باید د مقاومتي اقتصاد د مفکورو پر اساس له اقتصادي حماسي سره یوځاي کال وي ،څو اقتصادي ډګر هم ،په سیاسي ډګر کښې له هڅو سره یوځاي، د اقتصادي حماسې د پنځیدو لامل شي.
له همدې کبله ده،چې د اسلامي انقلاب ستر لارښود، ۱۳۹۳ هجري لمریز کال په جهادي مدیریت او ملي هوډ سره د اقتصاد او کلتور، کال ونوماوه ، ځکه چې په دې ډګر کښې د بیان شویو اهدافو تحقق بې لکه شکه جهادي مفکوري،کار ،هڅو، په ځان باور، او په اقتصادي توانمنیو تکیې او د مسؤلانو او خلکو د بیلا بیلو پرګنو ګډو هڅو ته اړتیا لري.
Add new comment