د نړیوالې ټولنې حقیقتونه، د آمریکا په غوښتنو پرمخ نه ځي

د اسلامي انقلاب ستر لارښود ټینګار وکړ،د نړیوالې ټولنې حقیقتونه، د آمریکا په  غوښتنو پرمخ نه ځي.
د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه ای،نن  د ۱۳۹۳ هجري لمریز کال په لومړۍ ورځ ، د ایران په مشهد سپیڅلي ښار کښې د حضرت امام رضا(ع)   ملیونونو زیارتوالو په  ټول کښې  په وینا کښې وفرمایل،هغه څه چې استکبار  په تیره بیا آمریکا په ایران،فلسطین، سوريي ، عراق او  افغانستان کښې ورپسې ؤ  هیڅکله یې تحقق ونه مونده  او له دې وروسته به هم  تحقق ونه مومي.
 د رهبرۍ ستر مقام زیاته کړه، آمریکا ډیره  هڅه وکړه چې  فلسطین په یوه یهودي هیواد بدل کړي ،یعنې دا چې  هر فلسطینی چې که هغه مسیحی دی او که مسلمان ، په دغه ټاټوبې کښې د ژوند کولو امکان ونلري ،خو په دې زمینه کښې یې ټولې دسیسې په اوبو لاهو شوي  او په راتلونکو کښې به هم  دغه ډول هڅې کومه پایله ونلري.
هغوۍ په دې په ټینګار سره،چې  د ایران ملت باید ځان پیاوړی کړي ،څو  د دښمنانو له زور سره مخ نه شي ،که یو ملت قوي نه وي  نو د نړۍ کلنګ اخیستونکې به ترې کلنګ واخلي  او حمله به پرې وکړي او سپکاوی به یې وکړي.
حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه ای  ټینګار وکړ د یوه ملت پیاوړې کیدل یوازې په جنکي وسلو سنبالیدل نه دي،بلکه دري عنصرونه  اقتصاد، کلتور او علم که په یو هیواد کښې موجود وي ،نو دغه هیواد هم پیاوړی کیږي.
د اسلامي انقلاب ستر لارښود زیاته کړه،  که د اقتصاد په ډګر کښې د  ایران ملت خپل هوډ ټینګ کړي  او یو لاس  شي  نو اقتصاد غوړولاي شي او نور باید د دښمنانو لخوا د بندیزونو د لیرې کولو په تمه نه وي.
هغوۍ کلتور له اقتصاده هم مهم وباله او زیاته يې کړه، کلتور هغې هوا ته ورته دي چې تنفس کوۍ یې ،که دغه هوا پاکه وي یو اغیز او که چټله وي نو بله اغیزه لري.
هغوۍ  په دې په ټینګار سره چې  اسلامي ایران د پیاوړې کیدو لپاره ډیر استعدادونه، امکانات او ظرفیتونه لري، وفرمایل، زمونږ ملت د ملي اقتدار په لور روان دی ،ډیره  لاره یې وهلي ده  او په دې اساس د ۹۳ کال کلي پلان  به په دوو عنصرونوکښې  اقتصاد او کلتور کښې په جهادي مدیریت او ملي هوډ سره ښکاره شي.
د اسلامي انقلاب ستر لارښود  همدغه راز   د تیر  کال د ولسمشرۍ په ټاکنو او د سلواغې د ۲۲ په لاریونونو کښې د ایران د ملت حماسي شتون ته اشاره وکړه او زیاته يې کړه،  د دغه سیاسي حماسي په پنځولو کښې د خلکو د پراخ ګډون معنی دا وه ،چې  په هیواد کښې دینې ولسواکي تثبیت شوي ده.
د رهبرۍ ستر مقام په تیر کال کښې د ایران د ملت په  نسبت د آمریکايانو بې آدبانه او سپکوونکو څرګندونو په باب هم  وفرمایل، د ایران ملت په خپل ټول وجود سره  اسلامي جمهوري نظام او انقلاب ته پایبنده دي  او دا د  ایران د اسلامي جمهوریت د دښمنانو د شرارت او دښمنو په وړاندې د ایران د ملت د غیرت او حساسیت نښه ده

Add new comment