په مزار شريف کې حضرت علي (ع) ته د منسوب زيارت جنډه پورته شوه
د افغانستان د شمال بلخ ولايت په مرکز مزار شريف کې د زرګونو تنو په شتون کې د حضرت علي (ع) ته د منسوب زيارت جنډه ديولړ مراسمو په ترڅ کې پورته شوه.
هر کال د وري په لومړۍ ڼېټه د مزارشريف ښار د حضرت علي (ع)روضه کې د يو لړ دولتي مراسمو په ترڅ کې جنډه درول کېږي.
سږکال هم د دغه هېواد له ګوټ ګوټ څخه د زرګونو خلکو په ګډون د دولتي مراسمو په ترڅ کې د توپونو د ډزو په بدرګه، د روضې جنډه ودرول شوه.
په يادو مراسمو کې د اطلاعات او فرهنګ وزير، د شمال زون دولتي او امنيتي لوړ پوړو چارواکو او په مزارشريف کې د بهرنيو هېوادونو استازو او کونسلګرانو برخه اخيستې وه.
د بلخ والي عطا محمد نور په خپلو خبرو کې ګډونوالو ته د نوي لمريزکال د رارسېدو له امله مبارکي وويله او هېله يې وښوده، چې دغه کال به د سولې او خوشالۍ کال وي.
نور،د وينا پرمهال په دغه ولايت کې د امنيت، بيارغونې، حکومتوالۍ، فرهنګي او سياسي حالاتو په اړه خبرې وکړې.
امنيتي چارواکي وايي، چې دتېر کال په پرتله دوه برابره سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي.
د بلخ د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول شيرجان دراني وويل، د تېر کال په مراسمو کې د درې زره امنيتي ځواکونو له خوا امنيت نيول شوى و ، خو سږکال دغه شمېره شپږ زرو ته لوړه شوې ده.
په يادو مراسمو کې د اطلاعات او فرهنګ وزير سيد مخدوم رهين هم د نوروز په اړه له لنډو خبرو وروسته خلک په ټاکنو کې برخې اخيستو ته وهڅول.
نوموړي هم د ټاکنو په روڼتيا ټينګار وکړ او زياته يې کړه، چې که عام خلک ټاکنو ته په جدي توګه ارزښت ورکړي، نو ښې به تر سره شي.
Add new comment