په پاکستان کې د بحرین د پاچا پرضد لاریونونه وشول

نن د پاکستان په اسلام آباد او کراچۍ ښارونو کې په زرګونو پاکستانیانو، دغه هېواد ته د بحرین د پاچا د سفر په اعتراض کې، لاریونونه ترسره کړل او د شیخ حمد بن عیسی آل خلیفه او ددغه رژيم د تېريګرو اقداماتو پرضد یې د شعارونو په ورکولو سره، له دغه هېواده د بحرین د پاچا د ایستلو غوښتنه وکړه.
خبر زیاتوي چې د پاکستان د وحدت مسلمین ګوند پلویانو او سیاسي فعالینو د اسلام آباد د خبریالانو د ملي ټولنې ددفتر مخې ته په راټولیدو سره، ټینګار وکړ چې د بحرین رژيم د شعیه ګانو په شمول د بې ګناه خلکو قاتل دی.
لاریون کوونکو د پاکستان په کورنیو چارو کې د عربي هېوادونو لاسوهنې د سیمې د هېوادونوپه ځانګړې توګه مسلمانانو لپاره د ستونزو د رامنځ ته کېدو لامل وباله او ټینګار یې وکړ چې بحرین، عربستان او ځینې نور عربي دولتونه هڅه کوي چې خپلو تېريګرو موخو ته د رسیدو په موخه ، پاکستان د سوریې په کړکیچ کې ښکیل کړي او له دې بهیره ګټه پورته کړي.
لاریون کوونکو همدارنګه له پاکستان څخه د بخرین د پاچا لیدنه، د یوه دیکتاتور او د بې ګناه بحرینیانو دقاتل سفر وباله.
د بحرین پاچا د سه شنبې په ورځ په درې ورځني رسمي سفر پاکستان ته تللی دی.

Add new comment