په عراق کې په وسله والو بریدونو کې۲۲ کسانوته مرګ ژوبله واوښتله
د عراق یوه امنیتي چارواکي اعلان کړی چې نن د بغداد په سویل کې د بمې چاودنې له امله دوه وسله وال کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
دې عراقي چارواکي زیاته کړې ده چې د بغداد په لویدیځ، د ابوغریب په لویه لار کې د پولیسو پر ګزمه هم د بم چاودنه شوې، له امله یې یو پولیس وژل شوی او ۴ ټپيان دي.
بل خبر دا چې د بغداد په سویل، المداین سیمه کې په المستشفی واټ هم بمي چاودنه رامنځ ته شوې چې له امله یې یو ولسي کس و ژل شوی او یو ټپي دی.
خبر زیاتوي چې د بغداد په سویل، سویب سیمه کې هم د بمې چاودنې له امله یو کس وژل شوی او ۶ ټپيان دي.
د تکریت په شمال، په شرقاط سیمه کې په یوه وسله وال برید کې یو کس وژل شوی او زوی یې ټپي دی.
په کرکوک په حویجه سیمه کې هم د ناپېژاندو په برید کې یو ملک له خپل زوی سره یوځای وژل شوی دی.
خبر وايي چې د یوه پولیس مړی هم چې په ډزو وژل شوی، د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلی دی.
Add new comment