پرپاکستان دبې ثباته افغانستان اغیزې
په ملی امنیت او بهرنیو چارو کې دپاکستان دلومړی وزیر نوازشریف سلاکار سرتاج عزیز ویلی دي په افغانستان کې بې ثباتي دپاکستان پر داخلی حالاتو هم اغیزې شندي
هغه وویل په افغانستان کې ثبات اوکراری دپآکستان پشمول دسیمې په هیوادونوکې دسولې اوآرامښت دټينګیدا لپاره ضروري دی .
سرتاج عزیز یو ځل بیا په افغانستان کې دملی پخلاینې اوسولې لپاره له هلوځلو ملاتړ ته داسلام اباد دحکومت پر ژمنتیا ټينګار وکړ . پرپاکستان دافغانستان دناکراریو داغیزو په باب دپاکستان دلومړی وزیر دسلاکار څرګندونې یوه روښانه موضوع ده او داسلام اباد چارواکو تل په دې زمینې کې اندیښنې څرګندې کړي دي . دمعمول په اساس کله هم یو هیواد له موقتي اویا دائمي بې ثباتیو اوشخړو سره مخامخ کیږي ، نو ګاونډيان ئې هم ددغو بې ثباتیو له امله پرخپلو داخلی حالاتو اندیښمن کیږي . په تیرو څه دپاسه درو لسیزو کې دافغانستان دسیاسی بې ثباتۍ اوناکراریو یو اغیزمنونکی هیواد پاکستان دی
دشوروي دسره پوځ په وسیله دافغانستان دنیواک او همداراز دتیرې پيړۍ په اتیایمې اونویمې لسیزو کې ددغه هیواد دداخلی جنګونو په پړاؤنو کې په ګاونډي هیواد افغانستان کې دبې ثباتیو په دلیل دپاکستان یوه ستونزه دغه هیواد ته دکابو رو میلیونو افغانانو مهاجرت او کډوالي وه
له ۲۰۰۱کال راهسې او په افغانستان کې دبهرنیو عسکرو په شتون سره په دغه هیواد کې دبدلونونوله امله دپاکستان دمشکلاتو ماهیّت په بشپړ ډول بدل شو . له دې ترمخکې پورې اسلام اباد په پاکستان کې دافغان کډوالو دشتون له امله له بیلابیلو ستونزو سره مخامخ ؤ ،خو له ۲۰۰۱کال وروسته ددغه هیواد داخل ته دترهه ګرۍ له پراختیا سره هم مخ شو .له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په پلمه په افغانستان کې دامریکا اوپه ناټو کې دهغې دمتحدانو له شتون سره دبهرنیو عسکرو له خملو د خوندی کیدا لپاره دطالبانو پشمول افراطي ډلې دپاکستان دقبایلی سیمو په ځينوبرخو کې دیره شوې .
البته طالبان چې دافغانستان دحکومت یوه خورا اصلی مخالفه ډله حسابیږي ، له پاکستان سره په ګډو پولو کې بشپړ تګ راتګ کوي .
دسیمې دسیاسی اوا منیتي چارو ډيری کارپوهان وائي ، دطالبانوډلې غړي چې دپاکستان قبایلی سیمې ئې دځان لپاره اصلی امن ځاي ټاکلی دی ، په افغانستان کې له خپلو حملو او ورانکاریو وروسته په پاکستان کې خپلو مرکزونو اوپټنځایونو ته بیرته ګرځي .
دپاکستان حکومت وائي په افغانستان کې دبهرنیو عسکرو شتون سبب شوی چې دکابل حکومت وسله والې مخالفې ډلې دځان دساتلو لپاره قبایلی سیمو ته ورشي چې دغې موضوع داسلام اباد لپاره ډيرې ستونزې راولاړې کړي دي .
دترهه ګرۍ دکنټرولولو او له قبایلی سیمو دطالبانوډلې دورانکارو دشړلو لپاره دپاکستان دپوځ دهڅو په دلیل ددغه هیواد بیلابیلو ښارونو ته له قبایلی سیمو دترهه ګرۍ اوتاؤتریخوالو پراختیا په افغانستان :ې دبې ثباتیو په دلیل داسلام اباد یو خورا مهمه ستونزه حسابیږي .
البته په مقابل کې دکابل حکومت دپاکستان حکومت اوپوځ په قبایلی سیمو :ې له طالبانوسره په چلند اومقابلې کې په کمزورتیا تورنوي او په افغانستان کې بې ثباتي هم افغانستان ته دترهه ګرو دورتلو دمخنیوي لپاره دپاکستان دپوځ په وسیله دګډو پولو په جدي توګه دنه کنټرولولو له امله ګڼي .
په دغه ډول شرائطو کې دپاکستان اوافغانستان حکومتونه یوبل پخپلو هیوادونوکې په بې ثباتیو کې ګرم ګڼي . داسې ښکاري ترڅو چې په افغانستان کې بهرني عسکر موجودوي له ترهه ګرۍ سره یوه ګډکړن لارې ته دکابل اواسلام اباد رسیداډيره مشکله ښکاري ،ځکه دا چاره بهرني عسکر نه خوښي ددې لپاره چې دامریکا اوناټو ګټې دپاکستان او افغانستان له ګټو ،سولې اوثبات سره هیڅکله هم سمون نه خوري
Add new comment