د NPT په غونډه کښې د احمدي نژاد د وینا بشپړ متن
بسم الله الرحمن الرحيم
الحمدلله رب العالمين و الصلوة و السلام علي سيدنا و نبينا محمد و آله الطاهرين و صحبه المنتجبين O اللهم عجل لوليك الفرج و العافية و النصر واجعلنا من خير انصاره و اعوانه والمستشهدين بين يديه
ښاغلیه رئیسه ، ښاغلو او اغلو :
د خداي شکر کوم چي فرصت یې برابر کړ چي د یوي ګډي نړیوالې موضوع په هکله له یوه بل سره خبري وکړو . بی له شکه د ان پي ټي د تړون د اصلاح او بشپړولو لپاره د اسمبلۍ غونډه تر ټولو مهمه ناسته ده .
قدرمنو دوستانو :
د تلپاتي امنیت لټون ذاتي ، فطري او تاریخي چاره ده هر هیواد ډاډمن امنیت ته اړتیا لري . الهي پیغمبران او مصلحان هم پر خداي د ایمان او الهی معارفو په رڼا کښې د داسي لارو چارو د موندلو لټه کړي چي اجراکول یې په دواړو نړیو کښۍ د آرام او امنه ژوند ضمانت کوي .
د هغوئ له نظره ایډیال ټولنه هغه ټولنه ده چي نړیواله وي او پر توحید ، عدالت استواره ، او له میني ، امنیت او ورورګلوۍ ډکه وي چي د خداي تر ټولو غوره بنده له حضرت عیسی او نورو مصلحانو سره یو ځاي د هغې مشرې کوي . د تلپاتي امنیت له اساس پرته د سوکالۍ او پرمختګ لپاره د هراړخیزې پلانونې امکان نشته .
نن سبا له دي سره سره چي د ملتونو د سرچینو ډیره برخه د امنیت په راوستو لګیږي خو د ګواښ د فضا د کمیدا او د حالاتو د ښه کیدا هیڅ نښه نه ترسترګو کیږي .
له بده مرغه د الهي انبیاوو له تعالیمو د ځینو حکومتونو د لیري والې له آمله د اتومي بمونو ګواښ په ټولي نړۍ سیوري غوړولی دی او هیڅ څوک د آمنیت احساس نه کوي . ځيني حکومتونه په خپله ستراتیژۍ کښې اتومي بم د امنیت او ثبات عامل بولي چي دا د هغوئ لویه تیروتنه ده .
اتومي بم چي په هره پلمه جوړ او وساتل شي ډیر خطرناک اقدام دی چي تر هر څه مخکې هغه حکومت نا امنه کوي چي دغه ډول وسله جوړوي . ستاسو به په زړه وي چي د امریکا په خاوره کښې له یوي اډي بلې اډي ته د اتومي خولۍ درلودونکي توغندي لیږدولو څومره خطرې رامینځته کړي چي د ټولي امریکا خلک یې اندیښمن کړل .
په دي سربیره د اتومي وسلو له کارولو ټول ژوي اوژواک چاپیریال له مینځه ځي . دغه راز وړانګې یې پر راتلونکو نسلونو تر سلګونو کلونو پورې پاتي کيږي .
اتومي بم د بشریت په خلاف اور دی او د دفاع لپاره وسله نه ده .
د اتومي بم درلودل نه یوازې کوم ویاړ نه دی بلکه ډیره شرموونکي او نا سمه مسئله ده ، تر ټولود شرم خبره خو داده چي څوک یې د کارولو ګواښ وکړي ، دغه چاره د تاریخ له هیڅ جنایت سره نه شی پرتله کیدلاي . له هغو کسانو د بشریت په ټول تاریخ کښې کرکه کیږي چي اتومي بم یې کارولی دی .
ملګرو ملتو او آمنیت شورا هم په تیرو شپیتو کلونو کښې ونه توانیدل پایداره امنیت تامین کړي او په نړیوالو اړیکو د امنیت احساس واکمن کړي . اوسنې حالات تر پخوانیو لسیزو ډیر خراب دي . جګړې ، نیواکګرۍ او تر هغو زیات د اتومي وسلو د جوړیدا او زیرمه کولو ګواښ او تر ټولو بدتره د څو پراختیا غواړو حکومتونو له لورې اعمال شویو سیاستونو د ټولو لپاره د نړیوال آمنیت لرلید مبهم کړی دی .
د ننۍ نړۍ ذهنی فضا د نا آمنۍ او ګواښ له احساسه اغیزمنه ده . اتومي بي وسلي کیدا او د اتومي وسلو د نه پراختیا مسئلې ته پام نه دی شوی او د اتومي انرژۍ نړیوال اژانس هم په خپلو دندو کښې بریالی نه دی . په تیرو څلویښتو کلونو کښې د صهیونست رژیم په شمول ډیر حکومتونه په اتومي وسلو سمبال شوي دي .
خو په رښتیاعلت یې څه دی ؟ علت یې باید د څو خاصو حکومتونو په اقداماتو او سیاستونو او همدغه راز د ان پي ټي تړون په رکنونو کښې په نا اڼدولۍ او ناکارندوالي کښې ولټوو چي ځینو ته یې اشاره کوم :
لومړی - برلاسي غوښتنه :
د الهي پیغمبرانو او صالحانو له نظره او د ټولو انساني تفکراتو پر اساس برلاسي ، په اخلاقو کښې د انسان کمال او سعادت ، پاکي ، تواضع او د بشریت خدمت کول دي . له بده مرغه ځیني حکومتونه د بقا لپاره د تنازع د تیورۍ په تکیې خپله برلاسي د نورو په ځپلو ، ګواښ او قدرت کښې ګوري ، او په نړیوالو اړیکو کښې د اتومي وسلو د سیالیو دښمنۍ او کینې تخم شیندي . د هغوئ لویه تیروتنه داده چي قدرت د حق سرچینه بولي .
دوهم - د اتومي وسلو د تولید او کارولو سیاست :
لومړنۍ اتومي وسلي د امریکا د پخواني حکومت له لوري جوړي او وکارول شوي . دغه اقدام ظاهرا په دوهم نړیوال جنګ کښې د امریکا او د هغې د متحدینو لپاره برلاسي ورپه برخه کړ . خو په خپله د اتومي وسلو د پراختیا او اتومي سیالیو اصلي عامل شو . په یوه هیواد کښې د اتومي وسلو تولیدول . زیاتول او زیرمه کول د نورو په وسیله د پراختیا لپاره تر ټولو ښه توجیه ده چي له بده مرغه په وروستیو څلویښتو کلونوکښې یې دوام درلوده .
دریم- د دفاعي وسیلي په توګه له اتومي وسلې استفاده :
دغه سیاست د وسله والي سیالۍ د پراختیا اصلي عامل دی ، ځکه چي دفاع د وسلو په کمیت او کیفیت کښې برلاسي ته اړتیا لري چې دې چارې په خپله د اتومي وسلوسیالیو ته لمن وهلي ده .
د ځینو راپورونو له مخې په نړۍ کښې څه دپاسه شل زره اتومي خولۍ شته چي نیمايي د امریکا دي . د امریکا سیال لوري هم د دفاع په پلمه د اتومي وسلو پراختیا ته مخه کړي ده چي دا دواړه د ان پي ټي تړون سرغړونه بلل کیږي .
څلورم - له اتومي وسلو د استفادي ګواښ :
له بده مرغه د امریکا حکومت هم له اتومي وسلي استفاده کړي ده او د ایران په شمول یې ځینې هیوادونه هم پرې ګواښلي دي . یو اروپايي هیواد هم څو کاله مخکې په یوه پلمه د اتومي ګواښ خبره وکړ ه او صهیونست رژیم هم تل د مینځني ختیځ هیوادونه ګواښي .
پینځم - له آمنیت شورا او د اتومي انرژۍ له نړیوال اژانس څخه یواړخیزه اوزارې استفاده :
د اتومي وسلو ځیني درلودونکي په ځانګړو امتیازاتو سره په ستر امنیتي فیصله کوونکي ارګان او د اتومي انرژۍ د نړیوال اژانس په لوړ مقام کښې دي او له دغه مقامه په پراخه ډول د ان پي ټي تړون او د اتومي وسلو د نه درلودونکو پر ضد استفاده کوي چي دغه ناعادلانه چلند اوس د تکرار په دلیل یو دود ګرځیدلی دی .
تراوسه د ان پي ټی تړون هغه یو غړی چي اتومي وسلي نلري نه دی توانیدلی چي د دباوونو او ګواښونو له زغملو پر ته له اتومي انرژۍ د سوله ایزې استفادي په باب له خپل حق څخه برخور شي .
په داسي حال کښي چي د ان پي ټي تړون د اساسنامې د شپږمي مادي له صراحت سره سره حتی یو راپور هم د امریکا او د هغې د ملګرو لخوا د اتومي وسلو د تولید او تاسیساتو په اړه د اژانس د پلټونکو لخوا نه دی خپور شوی او د هغوئ د بې وسلې کیدا لپاره هیڅ تصویب شوی پروګرام هم نلري . ددي په مقابل کښې د همدغو حکومتونو د دباوونو او بیلا بیلو پلمو په دلیل د اتومي وسلو د نه درلودونکو پر ضد ګڼ شمیر پریکړه لیکونه صادر کړي دي څو د هغوئ قانوني حقوق تر پښو لاندي او پایمال شي .
شپږم - د څواړخیزو معیارونو اعمالول :
د بیلګې په توګه صهیونست رژیم چي سلګونه اتومي خولۍ یې زیرمه کړي دي د څو سترو جنګونو لامل دی او تل د سیمي هیوادونه او خلک په پوځي حملي او ترور ګواښي تل ورڅخه د امریکا او د هغې د ملګرو پریکنده ملاتړ موجود دی او ورسره د اتومي وسلو د پراختیا لپاره لازمي مرستي هم کوي . خو همدغو حکومتونو بیا د کوم معتبر سند له وړاندې کولو پرته د نورو په سوله ایزو اتومي فعالیتونو کښې د انحراف د احتمال په دروغجنې پلمې سره د اتومي انرژۍ د نړیوال اژانس په غړو ډول ډول دباوونه اچوي .
اووم - له اتومي انرژۍ سره د اتومي وسلو یو شان معرفي کول :
اتومي انرژي تر ټولو پاکه او ارزانه انرژي ده . د اب او هوا بدلون او ککړتیاوي چي له فوسیلي سونګو پیدا کیږي د اتومي انرژۍ د کارولو اړتیا دوه برابره کوي .
په یوه کال کښې په دوامد اره ډول د زرو میګاواټه بریښنا د تولید لپاره کابو اووه ملیونه بیرله تیلو یا له پینځو سوو ملیونو ډالرو زیاتو پیسو ته اړتیا ده . خو که همدغه کار په اتومي انرژۍ سره وشي نو کابو شپیته ملیونه ډالره غواړي .
په ټول کښې په اتومي بټۍ د پانګونې او له هغې د استفادې لګښت د عمر په اوږدو کښې په فوسیلي سونګو سره د بټۍ له لګښتونو نیم لګښت لري .
اټومي ټکنالوژۍ د درملو په تولیدولو ، د سختو ناروغیو په پيژندنې او درملنه ، صنعت ، کرهڼې او دغه ډول نورو ډیرو زمینو کښې پراخ کارندوالی لري .
د اتومي وسلو د درلودونکو یو ستر ظلم له اتومي وسلو سره د اتومي انرژۍ یو ډول بلل دي . هغوئ غواړي په وسلو سربیره سوله ایزه اتومي انرژي په انحصاري ډول په واک کښې ولري او له دې لارې په نړیوالې ټولنې خپله اراده وتپي .
دغه درست موردونه د ان پي ټي تړون پر ضد دي او ددغه تړون یوه ښکاره خلاف ورزي ده .
اتم - د ان پي ټي په رکنونو او د اژانس په دندو کښې د انډول نشتوالی :
که څه هم د ان پي ټي مهمه دنده د وسله والې سیالۍ مخنیوی ، بې وسلې کیدا ، د اتومي وسلو نه پراختیا او له اتومي انرژۍ سوله ایزه استفادې لپاره دغې انرژۍ ته د غړو هیواونو له قید او شرط پرته لاس رسی دی ، خو د قوانینو او مقرراتو په ټاکلو کښې له اتومي انرژۍ د سوله ایز استفاده کونکو لپاره تر ټولو سخت شرایط لګول شوي دي . ددي په مقابل کښې د اتومي وسلو د بالفعله خطر د ختمولو لپاره چې د اژانس یوه مهمه دنده هیڅ رغنده او اغیزمن قانون نه دی لګول شوی او یوازې د رغنده اقداماتو په اړه خبرو اترو ته اشاره شوي ده چي کوم ضمانت او کارندوالی نلري . حال دا چي دا موضوع باید اپوټه وي . د نه پراختیا په پلمه د اژانس زیات دباوو د اتومي وسلو په نه درلودونکو اچول شوی دی ، خو د اتومي بم درلودونکې بشپړ مصئونیت او انحصاري حقوق لري .
ښاغلیه رئیسه او خوږو دوستانو :
روښانه شوه چي د اتومي وسلو د ځینو درلودونکو هیوادونو سیاستونه ، د اتومي وسلو تولید او زیرمه کول او د ان پي ټي تړون په مادو کښې د انډول نشتوالی او کمزورتیا ددغو وسلو د پراختیا او نا امنیو ستر عامل دی .
نن سبا اتومي بي وسلي کیدا ، د اتومي ګواښ له مینځه وړل او د اتومي وسلو د پراختیامخنیوی د پایداره دوستۍ او دسولي او امنیت له ټینګولو سره سترخدمت دی .
خو پوښتنه د اده چي د اتومي وسلو درلودونکو ته د اتومي انرژۍ د نړیوال اژانس د فوق العاده اختیاراتو ورکول او د بي وسلي کیدا په څیر د مهمي دندي ورسپال سم کار دی ؟
له غوئ د اتومي وسلو د درلودونکو لخوا د د اتومي بي وسلي کیدا او او د هغوئ د پراختیا د مخنیوي لپاره د خپلي خوښي اقدام تمه یوه غیر منطقي تمه د ه ، ځکه چي هغوئ اتومي وسلي د خپلي برلاسۍ عامل بولي .
یو ایرانی متل دی چي وايي چاقو خپل لاستی نه غوڅوي .
په نړۍ کښې د وسلو له سترو پلورونکو د امنیت د ټینګولو تمه یوه غیرمنطقي تمه ده .
د امریکا حکومت چي د اتومي وسلو د تولید ، زیرمه کولو ، کارولو او په هغو د نورو د ګواښلو اصلي تورن دی ټینګار کوي چي په ان پي ټي تړون کښې د اصلاحاتو مشرې په غاړه واخلي .
دغه حکومت په خپلو نویو اتومي سیاستونو کښې ویلي دي چي نوي وسلي نه جوړوي او د اتومي وسلو په نه درلودونکو به هم اتومي حملي نه کوي .
خو پوښتنه دا ده چي د امریکا د حکومت لخوا په ژمنو د عمل په اړه د ملتونو عمومي اعتماد څومره دی ؟
ددغه ژمني اجرايي ضمانت او په خپلواکه توګه ددغه ریښتونولۍ د اثبات ضمانت کوم دی ؟
یادونه کوم چي په â دي وروستیو لسیزو کښې د امریکا حکومت له هغه چا سره زیات ښکیل او جنګ درلودلی دی چي مخکې یې ملګري ؤ . په همدي نویو سیاستونو کښې هم د اژانس په غړو او ان پي ټي ته ژمن هیوادونه په وارمخکې اتومي حملي ګواښل شوي دي .
دغه حکومت تل هڅه کړي ده د انحرافي بحثونو په مطرحولو سره له خپلو خلاف ورزیو او غیر قانوني چارو د عمومي افکارو پام واړوي . په دي وروستیو کښې یې هم د اتومي ترهګرۍ د خطر په مطرحولو سره هڅه کړي ده او کوي یې چي د خپلو اتومي وسلو کوټونو د ساتلو ، لوړولو او بشپړولو ترڅنګ نړیواله اراده او افکار له بې وسلي کیدا وغړوي او د موهومو موضوعاتو په لور یې وکاږي . په داسي حال کښي چي په اتومي وسلو د ترهګرو سمبالیدل یوازې د هغو هیوادونو له لوري ممکنه ده چي اتومي بم یې جوړ کړی او کارولی دی او له ترهګرو په ملاتړ کښې خورا زیاته مخینه لري .
امریکا حتی په دغو سیاستونو کښې د اتومي وسلو د درلودونکو پر ضد د حملي موضوع پټه ساتلي ده څو د دوئ په هدف خپلواکه ملتونو تبلیغاتي دباوونه زیات کړي .
دا په داسي حال کښي دي چي ځیني اصلي ترهګري ډلي د امریکا او صهیونست رژیم د استخباراتي ادارو له ملاتړه برخوري دي . په دي اړه مستند معتبر سندونه ترلاسه شوي دي چي که اړتیا وي نو په تهران کښې به د ترهګرۍ پر ضد د نړیوالې مبارزې په غونډه کښې ننداري ته وړاندي کړاي شي .
دوئ په خپلو نویو سیاستونو کښې همدغه راز ویلي دي وسلي نه پراخوي خو کیفیت به یې لوړوي د وسلو د کیفیت لوړول د وژلي او ویجاړۍ د قدرت د زیاتولو په معنی دي او دا په خپله د هغوئ د پراختیا په معنی ده .
په دي سربیره دغه سیاستونه هم ریښتوني نه دي ځکه چي د امریکا او د دغه هیواد د ملګرو په اتومي پروګرامونو د یوي خپلواکه مرجع لخوا هیڅ څارنه نشته .
په داسي حال کښي چي د واشنګټن په غونډه کښې د اتومي وسلو د انحصار د ساتلو او په نورو د برلاسي هڅي کیدلي خو د تهران په غونډه کښې ټولو له اتومي وسلو پاکه نړۍ غوښتله .
ښاغلیه رئیسه او خوږو ملګرو :
د اتومي بي وسلي کیدا او د هغو د پراختیاد مخنیوي او له اتومي انرژۍ د سوله ایزې او عمومي استفادي د انساني هدف د تحقق لپاره لاندي وړاندیزونه کوم :
لومړی : د NPT اصلاح کول او بشپړول .
د دغه تړون نوم باید ډâي ان پي ټي (DNPT ) یا (د اتومي بي وسلي کیدا او د هغو د نه پراختیا ) تړون وګرځول شي او بي وسلي کیدا ددغه تړون د نورو دندو په چورلیز توب سره په روښانه ، الزامي ، رغنده ، اغیزمنو او ډاډمنو نړیوالو ضمانتونو سره ولګول شوي .
دوهم : د تړون د شپږمي مادي د اجرايي چوکاټ د بر ابرولوړ لپاره د یوي خپلواکه ډلي جوړیدل او
په اتومي بي وسلي کیدا بشپړه څارنه او پلانونه او ددغه کنفرانس لخواد اتومي وسلو د پراختیا د مخنیوي لپاره دي ډلي ته د پوره اختیاراتو ور کول دي . دغه ډله باید په داسي â ډول عمل وکړي چي درست خپلواکه هیوادونه د کار په مدیریت کښې اغیزمن ګډون ولري ، په داسي âډول چي د یوه اولتي ماتوم له مخې د اتومي وسلو درلودونکي په یوه ټاکلي وخت کښې خپلي درستي اتومي وسلي له مینځه یوسي .
دریم : د اتومي وسلو د درلودونکو لخوا تر بشپړي بي وسلي کیدا پورې له کوم شرط او توکمپالنې پرته د الزامي او حقوقي جامعو ضمانتونو وړاندي کول دي .
څلورم : په دوهم وړاندیز کښې د ټاکل شوي ډلي لخوا د ریښتوني اقداماتو پلانونه او د اتومي وسلو د نوي کولو او پراختیا او د هغو د تاسیساتو په هکله دهر ډول څیړنې زر تر زره ودرول دي .
پینځم : د اتومي وسلو د تولید ، زیرمه کولو ، د هغو د کیفیت د لوړولو ، پراختیا ، ساتنې او کارولو د بشپړ منع لپاره د الزامي حقوقي قوانینو تدوینول دي .
شپږم : د اتومي انرژۍ د نړیوال اژانس په واکمني شورا کښې د هغو هیوادونو د غړیتوب ختمول چي اتومي وسلي یې کارولي او نور هم پري ګواښي .
تراوسه په اژانس د هغوئ سیاسي سلطه ، دباوونه او شتون د نوموړي اژانس د قانوني دندو څخه د دغه اژانس د انحراف په تیره بیا د ان پي ټي تړون په څلورمي او شپږمي مادي کښې د قانوني دندو د اجرا خنډونه دي . په تیره بیا د امریکا حکومت چي د جاپان پرضد یې په اتومي حملي سربیره د عراق په جنګ کښې هم د کمزورو یورانیمو درلودونکي وسلي کارولي دي څنګه د اتومي انرژۍ د نړیوال اژانس د واکمني شورا غړی کیدلاي شي ؟
اووم : له هغو هیوادونو سره د اتومي ملګرتیاوو غوڅول چي د ان پي ټي تړون غړي نه دي او د هغو هیوادونو پر ضد د سختو قوانینو او ورته د سزاګانو تدوینول چی دغو ملګرتیاوو ته دوام ورکوي .
اتم : د هر ډول حملي یا د اتومي وسلو ګواښ او یا په اتومي تاسیساتو حمله د نړیوال آمنیت او سولي ګواښل او یا د ګواښونکي یا حمله کوونکي هیواد سره د ان پي ټي تړون د غړو هیوادونو د ملګرتیاوو غوڅول او د ملګرو ملتو د چټک غبرګون ښودل دي .
نهم : په مینځني ختیځ کښې له اتومي وسلو د پاکي سیمي په اړه د ۱۹۹۵ کنفرانس د پریکړه لیک بي له کوم قید او شرط څخه زر تر زره اجراکیدل .
لسم : په نورو هیوادونو کښې د امریکا او د جرمني ، ایټالیا ، جاپان او هالینډ په څیر د ملګرو په پوځي اډو کښې د اتومي وسلو ټولیدل .
یوولسم : د امنیت شورا د جوړښت د اصلاح لپاره ډله ایزې هڅي .
د امنیت شورا اوسنی جوړښت بشپړ ناعادلانه او ناکارنده دی او د اتومي وسلو له درلودونکو د ملاتړ اصلي عامل دی . د امنیت شورا د جوړښت اصلاح او د ان پي ټي تړون بشپړول او اصلاح کول د اتومي انرژۍ د نړیوال اژانس د اهدافو د تحقق لپاره د یوه بل لازم او ملزوم دي .
ښاغلیه رئیسه او خوږو دوستانو :
زه د ایران د ستر ،متمدن او کلتور جوړونکي ملت په استازیتوب سره چي تل د په نړۍ کښې د یوه خداي د عبادت ، عدالت او سولي جارچي دی له پاکي اتومي انرژۍ د استفادي ، د اتومي بي وسلي کیدا او ددغو وسلو د نه پراختیا د عادلانه پروګرامونو د اجرا او د نوموړو وړاندیزونو د تحقق لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت چمتووالی اعلانوم .
زه په لوړ اواز سره دا اعلان کوم یو ملت چي د فردوسي، حافظ ، سنايي ، وحشی بافقي ، ابن سینا ، ابوریحان ، شهریار په څیر ستر شخصیتونه ، او د امام خمیني په څیر ازادي غواړي ، حکیم او عارف شخصیتونه روزلي دي او بشریت ته یې ډالۍ کړي دي ، هغه ملت چي تل د بشریت لپاره د میني ، محبت ، ورورګلوۍ او سولي جارچي دی او د وتلي شاعر سعدي شعر یې په ملګرو ملتو کښې ځلیږي (بنی آدم اعضای یکدیګرند که در افرینش زیک ګوهرند) ، هغه ملت چي کابو ۲۵۰۰ کاله مخکې مریتوب بشري ضد او لغوه اعلان کړ ی دی ، یعنی د ایران ستر ملت د خپل پرمختګ لپاره اتومي بم ته کومه اړتیا نلري او هغه د ویاړ او عزت لامل نه پیژنی .
د ایران د ملت غوښتنه او منطق د درستو ملتونو غوښتنه او منطق دی .
درست ملتونه یوه خداي د عبادت ، سولي او ورورګلوۍ مینه وال دي او له بي عدالتۍ او توپیر کړیږي . زما زیاتره همکارانو ، د حکومتونومشرانو ، زیاترو شخصیتونو ، زړه سواندو او عدالت غواړو شخصیتونو له ما سره په کتنه کښې د اتومي بي وسلي کیدا ، له اتومي انرژۍ د سوله ایزې او عمومي استفادي او له انحصار څخه د وتلو په باب چي په وړاندیزونو کښې راغلي دي خپل ګډ نظرونه اعلان کړي دي . دا درستو خپلواکو ملتونو او حکومتونو وینا ده چي :
اتومي انرژي د ټولو لپاره خو اتومي وسلي د هیڅ چا لپاره .
له دي کبله په دي غونډه کښې زما شتون او وینا د هغوئ د ټولو شتون او وینا ده .
قدرمنو همکارانو :
اوس غواړم هغو کسانو ته د څو ټکو یادونه وکړم چي اوس هم اتومي وسلي تولیدوي او د هغو تولیدول او زیرمه کول خپل عزت او ویاړ بولي :
هغوئ دي پوهه شي چي په اتومي بم د تکيي وخت نور تیر شوی دی . د وسلو په تیره بیا د اتومي وسلو تولیدول ، زیرمه کول او په هغو د نورو ګواښل د هغه چا کار دی روښانه منطق او انساني مفکوره نلري .
دا چي د پیاوړي منطق په وړاندي ګواښ وکارول شي نور یې وخت تیر شوی او کوم کارندوالی نلري . او وخت د ملتونو ، مفکورو او کلتورونو پړاو دی او په نړیوالو مناسباتو کښې په وسلو تکیه له تاریخ څخه د وروستي پاتي او بی منطقو حکومتونو میراث دی .
په نړۍ د سلطې سیاست په ډاګه ماتي خوړلي ده او د نویو امپراطوریو د جوړولو خوبونه نور بې ځایه دي او کوم تعبیر نلري . غوره ده د خپلو مخکښانو د لاري د دوام په ځاي د انساني منطق ، کلتور او خپلواکو ملتونو او حکومتونو له راڼه سمندر سره یوځاي شي ، دا په خپله د هغوئ لپاره ښه او غوره ده . راتلونکی د ملتونو په برخه دی او سوله ، امنیت او عدالت به د کامل او صالح انسان په مرسته په درسته نړۍ واکمن شي او د منطق قدرت به د قدرت په منطق بریالی شي او زوروینه او زور ویونکې به په راتلونکو کښې کوم ځاي ونلري .
په نړیوالو مناسباتو کښې د عدالت او یوازیني خداي د عبادت پر اساس د اساسي اصلاحاتو لپاره د نړۍ د ملتونو عمومي غورځنګ پیل شوی دی .
د امریکا ولسمشر ښاغلي اوباما ته بلنه ورکوم که تراوسه د بدلون شعارته پایبنده وي نو له دغه انساني غورځنګ سره دي یو ځاي شي چي سبا به ورته وخت ناوخته وي .
په همدي ځاي کښې اړینه ده ددغه کنفرانس له مشر ، ګډون والو او هغو درستو کسانو قدرونه وکړم چي په نړۍ کښې د سولي او عدالت د ټینګولو لپاره هڅي کوي .
قدرمنو همکارانو او دوستانو :
په ملګرتیا او یوزړه توب سره له سولي او عدالت ډکي نړۍ ته رسیدل شوني دي او اتومي انرژي د ټولو لپاره خو اتومي وسلي د هیڅ چا لپاره شعار به له انسان سره د انسان او له طبیعت سره د انسان د تعامل اساس وي .
د هغي ورځي په هیله چي د عدالت په ټینګیدو سره انسان غوسه نه شي او که غوسه هم شي نو د خپلي غوسي د سړولو لپاره وسله ونه مومي .
سلام دي وي په عدالت او آزادۍ ، سلام دي وي په عشق او دلدارۍ
سلام دي وي د رحمان د مکتب په پیروانو د انسان په عاشق انسان
سرلوړي او بریالي اوسئ .
Add new comment