دمقاومتی اقتصادسیاستونه داسلامی جمهوری نظام اوږدمهاله اقتصادي موخې پوره کوي
داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا..العظمی سید علی خامنه اي نن د اقتصادي، علمی،رسانه اي او څارونکو ادارو دفعالانواو دبیلابیلوادارو دمسئولانو په ټول کې دمقاومتي اقتصاد دسیاستونو دبرابرولودعواملو په بیانولوکې دهغو خوځندوالي ته په ا شارې سره وفرمایل ، دغه سیاستونه له بیلابیلو شرائطو سره دبرابرولو او بشپړو وړ دي او عملا دهیواد اقتصاد په مختلفو شرائطو کې نرمښت او لچک پیدا کوي .
دوي دمقاومتي اقتصاد سیاستونه یوه دقیقه اوپیاوړي ټولګه وبلله او زیاته ئې کړه ، مقاومتي اقتصاد ته ګروهنه یوازې ایران هیوادته مخصوصه نه د ه او په وروستیو کلونو کې دنړۍ اقتصادي شخړو ته په پام سره ډير هیوادونه خپلو داخلی شرائطو اوجوړښتونو ته په فکرکولو سره داقتصاد په پیاوړي کولو پسې دي .
داسلامی انقلاب معظم لارښود همدراز ایران هرڅه زیات مقاومتی اقتصاد ته اړمن وباله اوټينګار ئې وکړ ایران له یوې خوا له نړیوال اقتصاد سره اړونده او دغواړیکو دوام ته هوډمن دی اوله بل پلوه هم دخپلواکۍ غوښتنې او عزتمدارۍ له کبله او دنړیوالو سیاستونو تر اغیز لاندې پر نه راتلو ټينګارپه دلیلونو دنړیوالو قدرتونو له خوا له یرغلونون ا و ناسمو نیتونواو خار پار اچونې سره مخامخ دی .
دوی دګواښونکو عواملو په وړاندې دمقاومت توانمنۍ دمقاومتي اقتصاد دکلی سیاستونو دوهمه ځانګړنه وبلله او وې فرمایل ، دنړۍ اقتصادي شخړې ،طبیعي پیښې ، او دبندیزونو پشمول غلیمانه دباؤنه په دغو ګواښونکوعواملو کې شامل دي .
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي ددښمنانو له هراړخیزو اقتصادي جنګ او شخړو سره مقابله دمقاومتی اقتصاد دسیاستونودبرابرولو یو بل عامل وباله او وې ویل بندیزونه له ایټمی موضوع مخکې هم وو حتی که ایټمي خبرې اترې کومې نتیجې ته هم ورسیږي ، نو بندیزونه به هماغه راز موجود وي ځکه دا موضوع اوبشری حقوق او ځيني نوره موضوعګانې له پلمو زیات بل څه نه دي
Add new comment