د پاکستان د حکومت د مذاکراتي کمېټۍ مضبوطېدل
د طالبانو له ډلې سره د پاکستان د حکومت د مذاکراتي کمېټۍ مضبوطول په پاکستان کښې د ناامنۍ د کړکېچ د سياسي حل لارې لپاره د دغه هېواد د وزيراعظم محمد نواز شريف د جديت بيانوونکي دي.
د طالبانو له ډلې سره د خبرو اترو په کمېټۍ کښې د ګډون لپاره د اسلام اباد د حکومت له غوښتنې سره د پاکستان د تحريک انصاف ګوند موافقه ښودنه کوي چې د مرکزي حکومت او خېبر پختونخوا صوبائي حکومت ترمېنځ د سولې د چلند د پرمختګ لپاره جدي ملګرتيا رامنځته شوې ده. له دې امله د تحريک انصاف په مشرۍ د خېبر پختونخوا صوبائي حکومت ګلزار خان د طالبانو له ډلې سره د مرکزي حکومت په مذاکراتي کمېټۍ کښې د خپل استازي په توګه معرفي کړ.
د پاکستان حکومت په چټکه توګه د خبرو اترو د پرمختګ په هدف سره فېصله وکړه چې د نويو کسانو په غوره کولو سره خپله کمېټي مضبوطه کړي چې پکښې له مرکزي حکومت،سياسي ډلو او، پخوانيو حکومتي چارواکو او همدارنګ د خېبر پختونخوا له صوبائي حکومت څخه يو شمېر استازي شتون لري.
دغه کمېټي به د فېصلې کولو قدرت ولري چې وکړې شي د طالبانو له ډلې سره په خبرو اترو کښې د چټکې نتيجې په حاصلولو کښې مرسته وکړي.
د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان له دې وروسته د خبرو اترو په کمېټۍ کښې د يو کس د معرفي کولو لپاره د مرکزي حکومت له غوښتنې سره موافقه وکړه چې ويل کيږي د پاکستان د کورنيو چارو وزير چودري نثار علي خان په وروستيو ورځو کښې څو ځل له عمران خان سره کتنه وکړه او کوشش يې وکړ چې هغه د نوې کمېټۍ په جوړولو کښې ګډون ته وهڅوي.
د مرکزي حکومت دغه اقدام او د عمران خان ملګرتيا له دې امله اهميت پېدا کوي چې د پاکستان په شمالي وزيرستان سيمه کښې قبائيلي مشرانو په خپله نوې دريځ نيونه کښې په دغه سيمه کښې د دغه هېواد د فوځ له هر ډول احتمالي عملياتو سره مخالفت وکړ. د نېشن ورځپاڼې د وېبسائيټ د رپوټ له مخې دغو مشرانو پرون د ګل په ورځ خبردارے ورکړ چې د هر ډول فوځي عمليات په سيمه کښې د زياتې ناامنۍ سبب کېدې او پاکستان له کورني جنګ سره مخامخولې شي. په شمالي وزيرستان سيمه کښې قبائيلي مشرانو همدارنګ د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د هغو زرګونو کسانو لپاره دې چې د سيمې د تاوتريخوالو په نتيجه کښې مهاجر شوي دي زر تر زره د ضرورت وړ خوراکي موادو او خېمو بندوبست وکړي. د پاکستان په پارلېمان کښې په دې اړه د پاکستان د کورنيو چارو د وزير څرګندونې چې د طالبانو له ډلې سره د حکومت د نويو استازيو نېغ په نېغه خبرې اترې به زر شروع شي په شمالي وزيرستان کښې له هر ډول جنګ جوړېدنې څخه د مخنيوي لپاره د مرکزي حکومت د کوشش په اړه قبائيلي مشرانو ته د اطمينان ټکے کېدې شي.
چودري نثار علي خان زياته کړه مونږ فېصله کړې ده چې د خبرو اترو د چلند د چټکه کولو لپاره په راتلونکې اونۍ کښې د طالبانو د ډلې له لوړرتبه غړيو سره نېغ په نېغه مذاکرات وکړو او د حکومت په مذاکراتي کمېټۍ کښې د خېبر پختونخوا چې په سيمه کښې د دهشتګردۍ اصلي قرباني صوبه ده د صوبائي حکومت استازي هم شتون ولري.
د طالبانو له ډلې سره د حکومت مذاکراتي کمېټي له دې وروسته مضبوطه شوه چې د پاکستان وزيراعظم محمد نواز شريف په دې وروستيو کښې د وزيراعظم د سلاکار عرفان صديقي په سرپرستۍ د حکومت د سولې د کمېټۍ او د جمعيت علمای اسلام د مشر مولانا سميع الحق په سرپرستۍ د طالبانو د ډلې د مذاکراتي کمېټۍ له غړيو سره په اسلام اباد کښې کتنه او خبرې اترې وکړې.
دا د پاکستان د حکومت او وسله والو کسانو ترمېنځ د سولې د خبرو اترو له شروع کېدو وروسته له نواز شريف سره د طالبانو د ډلې داستازيو وړومبۍ کتنه وه.
په همدې حال کښې له ټولو وسله والو ډلو سره د خبرو اترو د نۀ امکان په حقله د پاکستان د ملي امنيت کمېټۍ له اعلانه وروسته د دغه هېواد حکومت فېصله وکړه چې په دغه هېواد کښې د سولې له پروسې سره د يوځاے کېدو لپاره په طالبانو پورې له پېېلو ځينو ډلو سره په پټه توګه کتنه وکړي. په هغه يو رپوټ کښې چې د پاکستان د ملي امنيت کمېټۍ په همدې اړه خپور کړ راغلي دي چې د سولې په خبرو اترو کښې د ګډون لپاره د طالبانو په ډله او ټولو وسله والو ډلو باندې تسلطه امکان نۀ لري او له همدې امله کوشش کوو چې له خبرو اترو سره د يوځاے کېدو لپاره له دغو ډلو سره په پټه توګه خبرې اترې وکړوو.
د طالبانو له ډلې سره د پاکستان د مرکزي حکومت د مذاکراتي کمېټۍ مضبوطيه کولې شي دا چاره هم مضبوطه کړي.
Add new comment