سعودي عربستان په سیمه کښې ترهګري پراخوي
د عراق وزیراعظم نوري مالکي د فرانسې له یو ټیلیویژني چینل سره په مرکه کښې ویلي چې د سعودي عربستان حکومت په سیمه کښې د ترهګرۍ د خپرولو مسئول دی.
نوري مالکي په دغه مرکه کښې وویل چې د شام، عراق، مصر او لیبیا نه علاوه په نورو هیوادونو کښې هم ترهګر، د سعودي عربستان له مرستې او ملاتړه برخور دي.
مالکي له عربستان سره سره قطر هم تورن کړ چې دغه هیواد په عراق کښې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي. د عراق وزیراعظم وویل چې دغه دواړه هیوادونه په سیمه کښې فرقه ایزو فساداتو ته لمن وهي.
Add new comment