دپاکستان ترهګر په سوريې او عراق کښې فعالیتونه کوي
په عراق کښې ددیره ترهګرو دنوي فیلم ویډیو خپریدا په عراق او سوريې کښې د پاکستان د وسله و الو دیوې نوي ډلې د فعالیدا ښودنه کوي .
فارس خبري اژانس وايي د عسکر الشیخ غازي په نوم په عراق کښې دیره وسله والې ډلې چې په پاکستان کښې د انصار الاسلام ترهګرې ډلې یوه څانګه ده همدا اوس یو فیلم خپور کړی دی چې په عراق او سوریې کښې ددغه ترهګرې ډلې دفعالیت ښودنه کوي .
په دغه ویډیو کښې په یوې غرنۍ سیمه کښې د عسکر الشیخ غازي دترهګرې ډلې د ځواکونو د روزولو څرنګوالی ښودل شوی دی .
دعسکر الشیخ غازي ترهګرې ډلې اصلي مرکز دعراق په شمال کښې دی او ترهګر عملیات کوي .
راپورونه وايي چې همدا اوس عرب ، ازبک او پاکستاني جنګیالي له انصار الاسلام ډلې سره یوځاې شوي دي او د انصار الشام په نوم سره سوریې ته استول شوي دي .
د ویلوده چې سعودي عربستان دامریکا په اجازې او دترکیې، قطر ، اردن په مرستو سره ددنیا درې(۸۳) اتیاهیوادونو ترهګر چې زیات پکښې دعربو هیوادونو او دغه راز دپاکستان ترهګر شامل دي سوريې ته بیولي دي .
Add new comment