داعش ترهه ګرې ډلګۍ په سوریه کښې اووه کسان اعدام کړي

داعش ترهه ګرې ډلګۍ  په سوریه کښې اووه کسان اعدام او  یو بل نوی وحشیانه جنایت ترسره کړ
د المنار تلویزیوني چینل د راپور له مخې، د داعش په نامه ترهه ګرې ډلګۍ  چې ځان  په عراق او شام کښې اسلامي حکومت نوموي او زیاتره  غړي چیچنایان دي،  د سوريی په دیرالزور کښې اووه کسان اعدام کړي  او ویډیو یې ورته په  یوټیوب کښې خپره کړي ده .
 د دغه راپور له مخې دغه اعدام په یوه سالون کښې شوی  او قربانیان یې  هم له بندیانو انتخاب کړاي شوي دي ،چې یو کوچنی ماشوم هم پکې شامل دی .
د داعش لخوا هره  ورځ د خلکو وژل او اعدامول یوه  عادي چاره ګرځیدلي ده .

Add new comment