د پاکستان حکومت په شمالي وزیرستان کښې د لس میلیارډه روپیو پانګونې اراده لري

د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې له طالبانو سره له سولې وروسته به، د دغه هیواد د شمال لویدیځ په شمالي وزیرستان کښې د لس میلیارډ روپیو په پانګونې سره په دې سیمه کښې د ترهګرۍ جرړه وباسي.
د فارس خبري آژانس د رپورټ له مخې د پاکستان  حکومت پرون اعلان وکړ چې له طالبانو سره له سولې وروسته به په شمالي وزیرستان کښې د اقتصادي پرمختګ لپاره هڅه وکړي او په وړومبي پړاو کښې د دغې سیمې د پرمختګ او د کار او شغل د رامینځته کولو لپاره لس میلیارډ روپۍ په نظر کښې نیول شوې دي.
په شمالي وزیرستان کښې د زر کیلومیټره لوې لارې جوړول، د روغتون، ښوونځیو او پوهنتونو جوړول او د خلکو له خوا د قرضو د ترلاسه کولو لپاره د مناسبو موقعیتونو برابرول په شمالي وزیرستان کښې د حکومت له پروګرامونو څخه دي.
د رپورټونو له مخې د پاکستان حکومت په شمالي وزیرستان کښې له شلو زیاتې عمراني طرحې هم په پام کښې لري.

Add new comment