دایران داسلامي جمهوریت پرضد داسرایلو سناریو جوړونه
صهیونیسټ رژيم چې په اټومي خبرو کښې دایران او پینځه جمع یوې ډلې په موافقې غوسه شوی دی نن سبا په هر کار لاس پورې کوي چې شاید ددغو خبرو اترو مثبته فضا د تاوتریخوالي او بې اعتمادۍ په فضا بدله کړي .
هغه کسان چې په داډول فضا جوړولو کښې دصهیونیسټ رژيم د رودو او کړچار له مخینې سره بلد دي په ښه ډول پوهیږي چې یوه تکراري او زړه روده دیوې جنجالي اصطلاح په چوکاټ کښې دتش په نامه په ناڅاپه ډول د راپورونو خپرول دي .
داسرایلو سرچینو پرون په سره سمندر کښې دسوډان سواحلو ته نږدې دفلسطین غزې تړانګې ته له توغندیو او وسلو دیوې ډکې کشتۍ دنیولو خبر ورکړ او ادعا یې وکړه چې دغه کشتۍ چې دپاناما بیرغ ورباندې لګیدلی وو دایران ده او په غزې تړانګې کښې د حماس غورځنګ دځواکونو لپاره یې وسلې وړلې .
داسرایلو دنیواکګر رژيم د چارواکو په ادعا هغه توغندي چې دفلسطین غزې تړانګې ته وړل کیدل پرمختللي دي چې واټن يې هم دوه سوه(۲۰۰) کلومیټره دی او داسرایلو په میلیونو ښاریز ویشتلی شي .
دایران د خارجه وزارت د عربو او افریقا دچارو مرستیال حسین امیر عبداللهیان داسرایلو دغه ادعا رد کړه او هغه يې د صهیونیسټانو دتکراري دروغ ویلو پراساس وبلله .
دایران پرضد داسرایلو په سناریو او دروغ ویلو کښې ادعا شوي ده چې دغه توغندي دسوريې له نړیوال هوايي ډګر څخه دتهران هوايي ډګر ته وړل شوي او بیا دایران په جنوب کښې بندر عباس بندر ته منتقل شوي او له هغه ځایه عراق ته و ړل شوي او بیا دسوډان اوبو ته لیږدول شوي چې په نهایت کښې دځمکې له سرحده دسوډان له لارې مصر او له هغه ځایه دځمکې لاندې ټونلونو له لارې دفلسطین غزې تړانګې ته منتقل شي .
هغه فیلم چې داسرایلو پوځ د کشتۍ دنیولو په باره کښې خپور کړ او دلویدیځو رسنیو تبلیغاتي خوراک جوړ شوی دی دصهیونیسټ رژيم پوځیان په دغه کشتۍ کښې سپاره شوي ښيي چې دراکټونو په پلټنې بوخت دي .
دغه ویډیو دغه ر از دسیمټو لوې لوې بورې ښيي چې په انګریزۍ ژبه دایران جوړ شوي ورباندې لیکل شوي .
په دغه سناریو کښې څو ټکي په نظر کښې نیول شوي دي چې البته له زیاتو جعلي ادعاګانو ، شکونو او تناقضونو سره یوځاې دي .
لومړۍ (۱) داچې په دغه سناریو کښې په لومړي پړاو کښې داډول القا کیږي چې ایران په سیمه کښې دناامنۍ عامل دی او دداسې ډلې یا ډلو ملاتړ کوي چې اسرایل هغوې ته ترهګر وايي .
دوهم(۲) ټکی دا چې عراق ، سوریه او سوډان هم ددغه غږمله سناریو برخه معرفي شوي شوي .
دریمه (۳)داچې ادعا کیږي داسرایلو دجاسوسۍ ادارو عواملو د امریکا د جاسوسۍ ادارو په غږملتیا سره دغه بهیر له څو میاشتې راهسې تر څارنې لاندې لرلی دی او ددغه استخباراتي کار نتیجه دفلسطین غزې تړانګې ته د ددغو توغندیو د استولو دپلان د شنډولو په لړ کښې یو ستر بریالیتوب دی .
خو د اسرایلو او امریکا دغه سناریو دداډول نویو سناریوګانو په شان له بې ځوابه پوښتنو، بې سنده ، بې مدرکه او شکمنو ادعاګانو سره یوځاې ده .
دا خبره مطرح ده چې څرنګه او دکوم سند او مدرک پراساس ادعا شوي ده دغه کشتۍ له ایران څخه بار شوي وي .
دوهم(۲) ټکی دادی چې اسرایل ادعا کوي دغه کشتۍ یې په ډير واټن یعني د فلسطین دغزې تړانګې د اوبو په کابو نهه سوه (۹۰۰)میلو کښې نیولي ده .
داپه داسې حال کښې دي چې دیو اړخیزه اطلاعاتو د ثابتولو چې په دې باره کښې خپاره شوي هیڅ دلیل نشته .
ددغه سناریو بل مشکوک او شکمن اړخ باید دامریکا دسپینې ماڼۍ د ویندوی جی کارني په څرګندونو کښې ووینو چې سمدستي يې په سپینې ماڼۍ کښې په یوه (۱)خبري کانفرنس کښې خبریالانو ته وویل دغه وسلې په داسې حال کښې ونیول شوې چې امریکا د اټومي موضوع په باره کښې له ایران سره دخبرواترو په حال کښې ده او امریکا ایران په نړیوالې ټولنې کښې دغیر قانوني اقداماتو په ترسره کولو تورن کړ او داډول نتیجه يې واخیستله چې له ایران سره د امریکا یو مشکل له ترهګرو ډلو څخه دملاتړ او په سیمه کښې دایران دکړچار په و جه دی .
دغه القايي او فکري کړچار په دقیق ډول هماغه تبلیغاتي او سیاسي کړنلاره ده چې داسرایلو دنیواکګر رژيم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په تیرو څو ورځو کښې او په امریکا کښې د صهیونیسټانو د لابۍ ایپک ډلې دغونډې له ترسره کیدا سره په یووخت تعقیب کړي ده .
له دې کبله په ویانا کښې دایران له اټومي خبرو اترو او په ویانا کښې د اټومي انرژۍ دنړیوال اژانس د واکمنې شورا له موسمي غونډې سره په یووخت د وسلو د کشفیدا سناریو یوه(۱) ناڅاپي پیښه نشي کیدلای .
Add new comment