دپاکستان له طالبانو سره خبرې ستراتژیک نه بلکې تاکتیکي اړخ لري

دپاکستان له طالبانو سره دجنګ، خبرو او اووربند موضوع ستراتژیک اړخ نه بلکې تاکتیکي اړخ لري .
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د طالبانو لخوا د اوروبند داعلانیدا دوه (۲)ورځې نه وې تیرې شوي چې نن په پلازمینې اسلام اباد کښې په یوې محکمې کښې په ځان و ژونکي حملې او ډزو کښې یولس(۱۱) کسان چې د سترې محکمې یو لوړرتبه قاضي هم پکښې شامل دي ووژل شول .
دغه راز دپاکستان دخیبر قبایلي سیمې د لنډي کوتل په سادو خیل سیمه کښې هم په بم چاودنې کښې دوه (۲)کسان ووژل شول او لس  (۱۰)نور ژوبل شول .
دپاکستان طالبانو ډلې ویلي دي چې دوې په دغو دوو (۲)پیښو کښې لاس نلري .
خو دغه خبره د ورځ په شان روښانه ده چې ځان وژونکي عملیات یوازې طالبان او له دوې سره نورې اړونده ډلې ترسره کوي .
په دې سربیره که چیرې طالبان واقعا داډول عملیاتو ته راضي  نه وي یا د اووربند پرخلاف نه وي هیڅ ډله د طالبانو د ویرې له کبله د دا ډول عملیاتو دترسره کولو جرات نشي کولای .
داپه داسې حال کښې دي چې دپاکستان حکومت دطالبانو د اووربند له اعلانه وروسته پوځ ته حکم ورکړ دطالبانو پرضد باید ټول اقدامات بند کړي او پوځ اوس عملا دطالبانو پرضد هیڅ عملیات اوپوځي اقدام نه کوي خو طالبانو نن په دغو دوو (۹) ترهګرو حملو سره حکومت ته دغه پیغام ورکړ چې ددغه ډلې په مقابل کښې هیڅ قدرت نلري .
دپاکستان طالبانو ډلې د اووربند په متن کښې دخپلو دریځونو په بیانولو سره ویلي دي چې طالبان یوه(۱) اصولي ډله ده او په خالص نیت سره  له بندون څخه د د خبرواترو  دپروسې دایستلو لپاره يې په احترام سره دعلماو غوښتنه منلي ده خو  نن په دغو دوو(۲) ترهګرو حملو سره معلومه شوه چې طالبان صداقت نلري  .
اوس دغه پوښتنه مطرح کیږي چې دطالبانو اصلي ماهیت اوڅيرې ته په پام سره دپاکستان حکومت ولې دومره له طالبانو سره په کمزوري دریځ سره چلند کوي ؟ او دپاکستان حکومت ولې طالبانو ډلې ته دومره اهمیت ورکوي .؟
دپاکستان په پارلمان کښې   د حکومت د مخالفې ډلې یعني اپوزیشن مشر ښاغلي خورشید شاه وویل اووربند یوازې  د دوو(۲) حکومتونو ترمینځ کیدلای شي نه  داچې د حکومت او ترهګرو ترمینځ .
هغه دغه راز دپاکستان له طالبانو سره د چلند په ارتباط د حکومت په اقدام دسختې نیوکې په ترڅ کښې زیاته کړه که چیرې دطالبانو بندیان خوشي شي دغه کار له وړاندې څخه زیات حالت خطرناک کولای شي .
په تیره بیا داچې دپاکستان دطالبانو د اووربند په لیک کښې ویل شوي دي چې طالبانو په دې وجه اووربند اعلان کړی دی چې حکومت دهغوې غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړی دی .
کله چې دتهران راډیو پښتو خپرونې په دې باره کښې  د پاکستان دمرکزي حکومت پخواني محمد افضل خان نظر معلوم کړ نو هغه په ځواب کښې وویل دطالبانو په وړاندې د پاکستان دحکومت سیاست نه یوازې منفعل دی بلکې طالبانو ته وايي هر څه چې تاسو یې غواړئ همغسې   به وشي .
دپاکستان دمرکزي  حکومت پخواني وزیر محمد افضل خان طالبان  تراوسه له حکومت سره د خبرواترو د پروسې د بهیر ګټونکي وبلل .
هغه وویل دپاکستان حکومت په خبرو سره یوې (۱) ترهګرې او غیر قانوني ډلې  ته روا والی ورکړ او دغه ترهګره ډله یې  د یوه (۱) خپلواکه قدرت په توګه ومنله .
دپاکستان د مرکزي حکومت پخواني وزیر  محمد افضل خان وویل که چیرې دحکومت ستراتژۍ او سیاست په همدې شکل او بڼه مخ ته لاړ شي یو ستر خطر به نه یوازې پاکستان بلکې ټوله سیمه له ګو اښ سره مخ کړي .
د پاکستان یوه مشهور حقوق پوه ښاغلي لطیف افریدي هم له تهران راډیو سره په مرکه کښې وویل حقیقت دا  دی چې سعودي عربستان د دغه پیښې شاته دی .
سعودي عربستان دخپلو تیلو په پیسو او شتمنیو سره کوشش کوي دپاکستان دجاسوسۍ ادارو او دطالبانو ډلې له لارې دپاکستان په مسلمانو خلکو د ټوپک او ځان وژونکو عملیاتو په  وسیله او زور سره په هیواد وهابیت وروتپي .
نو اوس دغه نتیجه اخلو په پاکستان کښې له طالبانو سره دجنګ او خبرواترو موضوع ستراتژیک اړخ نلري بلکې یو تاکتیکي اړخ لري .

Add new comment