په لوګر کې د موټربم چاودنې له امله ۱۵ تنه وژل شوي،ګڼ یې ځانوژونکي دي
د افغانستان د لوګر ولايت د مرکز پل علم اړونده سيمه کې ديوه موټربم چاودنې له امله ۱۵ کسان وژل شوي دي.
د لوګر د والي وياند دين محمد دروېش وويل چې داپېښه نن سهار په شاوخوا اته بجو رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې امنيتي ادارو استخباراتي معلومات ترلاسه کړي وو، چې وسلوالو د ولايت مرکز ته موټر بم راوړى دى،نو په همدې موخه په بېلا بېلو سيمو کې چاڼيز عمليات روان وو او وسلوالو دغه موټر له چاودېدونکو توکو ډک و، د پل علم اړونده د بابوس د سيمې په يوه کور کې درولى و.
دروېش وويل چې دغه موټر په کور کې دننه چاودېدلى،چې له امله يې ۱۵ تنه وژل شوي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې په وژل شويو کسانو کې يو شمېر ځانمرګي بريد کوونکي هم دي، چې پکې اوه پاکستاني، درې سيمييز طالبان ، دوه ښځې او درې ماشومان شامل دي.
د لوګر دامنيه قوماندانۍ دامنيت امر سمونوال عبدالولي طوفان وويل چې سيمه د امنيتي ځواکونو لخوا کلا بنده شوې وه او وژل شوي کسان ځانمرګي بريد کوونکي وو او د ولايت د مرکز په بېلا بېلو سيمو کې يې د بريدونو پلان درلود.
د هغه په وينا، دغه چاودنه د وسلوالو د بې پروايۍ له امله رامنځته شوې ده او هېڅ ډول بريد پرې نه دى شوى
Add new comment