دسوریې کړکیچ ددنیا ترټولو ستره انساني غمیزه ده .

دسوریې په چارو کښې دملګروملتونو ځانګړي استازي وویل دسوریې کړکیچ ددنیا ترټولو ستره انساني غمیزه  ده .
تسنیم خبري اژانس راپور ورکړ د سوریي په چارو کښې دملګروملتونو ځانګړي استازي اخضر ابراهیمي چې جرمني ته تللی دی نن دجرمني له خارجه وزیر یوشکا فیشر سره په ګډ خبري  کانفرنس کښې وویل په سوریې کښې جنګونو ټوله سیمه له ستر  خطر سره مخ کړي ده په دې ډول چې دروان میلادي کال تر اخره به د سوریې دکډوالو شمیر څلورو (۴)میلیونو کسانو ته ورسیږي .
دسوريې په چارو کښې دملګروملتونو ځانګړي استازي وویل ټول باید دسوریې دکړکیچ دحل کوشش وکړي او نړیواله ټولنه دسوریې د خلکو دوژلې په وړاندې مسووله ده .
هغه وویل دسوريې دصلحې خبرو ماتي نه ده خوړلي او دسوريې حکومت او مخالفان باید دخبرواترو له لارې  دغه اوسنی خواشیونکی حالت چې هره ورځ وژله او ورانې لري ختم کړي .
هغه وویل دسوریې کړکیچ یوازې له سیاسي لارې دحل کیدا وړ دی او هیڅ بله لاره مطرح او داجرا وړ نه ده .
په سوریې کښې جنګ سعودي عربستان، اردن، ترکيې ، قطر ، امریکا،انګلستان، فرانسې ، اسرایلو او ځینو نورو عربو او اروپايي هیوادونو رامینځته کړی دی او هلته ترهګرو ته هرډول وسلې او پیسې ورکوي .
سعودي عربستان دامریکا په اجازې سره ددنیا ددرې اتیا (۸۳)هیوادونو ترهګر سوريې ته بیولي دي او هلته يې دبې ګناه خلکو او حکومتي پوځيانو پرضد جنګوي .

Add new comment