په پاکستان کښې دایران تښتول شوي سرحد ساتونکي خوشي شوي .
دپاکستان خبري سرچینو د ایران دتښتول شویو سرحد ساتونکو دخوشي کیدا خبر ورکړ .
ایرنا خبري اژانس د دنیا نیوز ټيلي ويژن په قول راپور ورکړ دپاکستان سرحدي ځواکونو نن په یولړ عملیاتو کښې یولس (۱۱)خارجیان چې دایران پینځه(۵) سرحد ساتونکي هم پکښې شامل دي ازاد کړل .
دپاکستان د سرحدي ځواکونو ویندوی خان وصي ویل دغه عملیات د بلوچستان صوبي په جنوب لویدیځ کښې په تربت سیمه کښې چې دایران سرحد ته نږدې پرته ده وشول .
راپورونه وايي چې دپاکستان سرحدي پوځیانو د یمن او تانزانیا څو ښاریز هم ژغورلي ده او د نورو کسانو د ملیتونو به هم ژر اعلان شي .
د ایران دسیستان او بلوچستان صوبې په جکیګور سیمه کښې دتیرې فرورۍ میاشتې په لومړیو کښې دایران پینځه (۵) سرحد ساتونکي وتښتول شول او جیش العدل ترهګرې ډلې دعسکونو په خپرولو سره ددغو کسانو دتښتولو مسوولیت پرغاړه واخیست .
Add new comment