له طالبانوډلې سره بیا هم دپاکستان دحکومت له خوا خبرواترو ته ګروهنه شته

دپاکستان دکورنیو چارو وزیر چودری نثار علی خان   له طالبانو ډلې سره  دسولې په خبرواتروکې له بندون سره سره   بیا هم له دغې ډلې سره خبرواترو ته ددغه هیواد دحکومت دګروهنې خبر ورکړ
 ډان خبری چینل راپورورکړی  چودری نثار علی خان پرون مازدیګر  په خبری کنفرانس کې  ویلی دي دپاکستان حکومت  هماغه راز کلک هوډ لري  په هیواد کې تاؤتریخوالي له طالبانوډلې سره دخبرواترو له لارې  پای ته ورسوي
 هغه  په پاکستان کې دسولې دټینګولو لپاره دمسلم لیګ ن څانګې   په هوډ په ټينګار سره  زیاته کړې   په دې زمینې کې په وړاندې ټوله خنډونه به لیرې کړي . دپآکستان دکورنیو چارو وزیر  دخپلو څرګندونو په بلې برخې  کې    همداراز  په هیواد کې دامنیت  دټينګولو لپاره  دیوې مهمې فیصلې  خبر ورکړ چې ډير زر به اعلان شي
 دطالبانو ډلې او دپاکستان دحکوکت دسولې  خبرې اترې    ددغې ډلې دوسله والو په لاس  دپاکستان د لسګونو امنیتي مامورانو له وژلې وروسته دریدلي دي
 په داسې شراېطو کې کې چې  دپاکستان کورنیو چارو زویر  له طالبانوډلې سره دسولې دخبرواترو  دبیا پیلولولپاره دحکومت ددلچسپۍ خبر ورکړی ،  ددغه  هیواد یو شمیر مذهبي اوسیاسی  ډلو  دطالبانو په ضد  دیوه ائيتلاف دجوړولو غوښټنه کړې ده
فارس خبری آژانس  هم راپورورکړی دی  دغې ډلو او لورو  پرون دیوه سمینیار په جوړولو سره  دطالبانوپه ضد دیوه اتحاد دجوړولو  غوښتنه کړې او دپاکستان پر حکومت ئې غږ کړی  له هرډول افراط پالنې سره دې مقابله وکړي
 ددغه سیمینار  په ګډې اعلامیې کې  راغلی دي ، له طالبانوملاتړ باید  یو مجرمانه  عمل وګڼل شي او هغه کسان چې دغه جرم  کوي  باید له سختو سزاګانو سره مخ شي
 په دغه کنفرانس کې ګډون کونکو  همداراز  له طالبانوډلې سره خبرې اترې   غیر قانونی وبللې  او  په قبایلی سیمو کې ئې  ددغې ترهه ګرې اوورانکارې ډلې  په ضد دپاکستتان دوسله وال پوځ  دعملیاتو ددوام په ضرورت هم ټينګار  وکړ .
 په همدې باب  دامریکا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم   دپاکستان  په شمالی وزیرستان قبایلی سیمو ددغه هیواد دپوځ  دنزدې اوپراخې حملې خبر هم ورکړی دی .  ددغو پراخو عملیاتو  دترسره کولو لپاره دفیصلې  علت هم  دطالبانوډ لې او حکومت  په خبرواترو کې بندون او همداراز ددغې ډلې  وروستۍ حملې او جنایتونه اعلان شوي دي
 په دغه ملی سیمینار کې ګډون کونکو  همداراز دخپلې  غونډې په پایزې اعلامیې کې  دپاکستان له حکومته غوښتي دي   دطالبانو دداخلی او بهرنۍ  مالي سرچینې دې هم وتړي  او  له هغو هیوادونو سره چې  په کړکیچ ځپلي پاکستان کې  دترهه ګرۍ په سختولو کې  لاس لري ، جدي چلند وکړي
 په دغې ناستې هم  چې  دپاکستان دلومړی وزیر  دنواز شریف په مشرۍدمسلم لیګ نواز څانګې ،  سني اتحاد کونسل ، مجلس وحدت مسلمین غورځنګ   او دغه راز دنورو لسګونو ګوندونو اوډلو استاذو  پکې شتون درلود وټاکل شوه نن  په درست هیواد کې دطالبانو ضد ورځ ولمانځل شي
 په عین حال کې  دپاکستان دکورنیو چارو زوارت  ویلی دي  ددغه هیواد په اسلام اباد کې ئې په حساسو سیمو کې کمانډوز دیره کړي دي  او  په دغه ښار کې ئې په دایمي ډول  سخت امنیتی تدبیرونه هم  ټینګ کړي دي  او  ځواک ئې تیارسۍ کړی دی .
 دپاکستان جنګ انټرنیټي  سایټ هم لیکلی دي   دپاکستان دکورنیو چارو دوزارت ځانګړي  ځواک او  داسلام اباد پولیسو  په یوې بیړنۍ غونډې کې   په پلازمینې کې دځواک دبشپړ تیارسئ پردوام ټينګار کړی او  دغه راز ئې  ددغه ښار  په امنیتي پلان کې یو لړ بدلونونه هم تصویب کړي دي
 په دغه راپورکې راغلی دي  دپولیسو   دکمانډوزو په شمیر کې هم زیاتوالی راوستل شوی  او داسلام اباد په پنځه ویشت سیمې کې  په بشپړخپلواکه ډول کمانډوزو له دیره کولو سره هم موافقه شوې ده  ا و هرډول اختیارات ورکړل شوي دي

Add new comment