د خوشحال خان خټک نظریات او آثار ( دوهمه برخه)

خوشحال خان خټک یو پوخ مسلمان او د پخې عقیدې څښتن و له خدای او رسول سره دهغه مینه په چا پټه نه ده او په دې اړه یې هم شعرونه ویلې دی همداراز هغه د پېغمبر د اهل بیتو او کورنۍ هم سخت عاشق او لیوال و. هغه په مختلفو ځایونو کې داهل بیتو ذکر کړی او د اهل بیتو له دښمنانو یې خپله کرکه څرګنده کړې ده. هغه په تېره بیا د حضرت امام علي علیه السلام لوی مینه وال ګڼل کیږي د خوشحال بابا دا لاندې شعرونه له حضرت علي سره دهغه د مینې او دا چې هغه حضرت علي ته د کوم مقام قایل و ښه څرګندویې دي.
که پکار دې وي د خدای پیژندګلي
پیروي د محمد کړه د علي
کوم ایت چې به راتله پاسه له عرشه
لا په فرش به یې علي و متلي
محمد چې هغه راز یې په معراج کړ
یکایک و و علی وته جلي
په محشر به هغه تور مخونه پاڅي
چې یې نه دي تورې خاورې د تلي
محمد علي چې دوه وینې په سترګو
په دا کار کې احولي ده احولي
د زړه زنګ په بل صیقل نه لرې کیږي.
په دوستۍ یې د علي ده مصقلي
که دا هومره ویل کا ورته رخصت دی
محمد دی پېغمبر علي ولي
د علی د آل دوستی د ایمان زړه دی
څوک دې شک په دا په زړه نه راولي
د علي د آل په مدحه کې جنت دی
د خوشحال خټک په دا ده تسلي
دا شعرونه په ښه توګه ښیي چې خوشحال خان خټک د امام علي (ع) په هکله څه عقیده لرله.
همداراز خوشحال بابا د اهل بیتو او دولسو امامانو په باب هم په یو شعر کې خپل نظر څرګند کړی دی. هغه دولس امام چې د خدای رسول (ص) څخه په ډیرو روایتونو کې راغلې دی چې زما د امت به دولس امامان وي چې لومړی یې علی او وروستی یې مهدی (ع) دی.
د امت دولس امام
د امـــــت دولــــــس امــــــــام دي
په حديث کښې نام په نــام دي
يو علي(ع)دويــم حســـن دے
بل حسېن (ع)پـــاکــيزه تــن دے
چهــارم زيــــن العـــابـــديــن دے
بـــل بــــاقــر (ع) ستنه د دين دے
بـــل جعـــفـــر(ع) ورپسې هم دے
بـــل امــام مـوسی (ع) کاظم دے
بــل امـــــام عـــلي رضــــا(ع) دے
مـــحـــمــد تـــقــي (ع)بل بيـا دے
بـــــل امـــــام عـلـــي نــقـي(ع)دے
بـــل حــــسن عــــسکــــري(ع)دے
بــل امـــام، امام مـهـــدي(ع) دے
چــې د درست جهــان هــادي دے
د بــــي بـــي زهـــــرا (ع) اولاد دے
پشت په پشـت دا هسـې ياد دے
پــــاک ســـنـــــي هـــــغــــــه ادم دے
چې د آل(ع) پـه عشق مـــحکم دے
خوشحال د مغلو طر فدار
دا خو ټولو ته جوته ده ، چې خوشال خپل نیم عمر یا زیات او کم د مغلو په طرفدارۍ کې تیر کړی ، خو ده یوازې نه بلکې پلار او نیکونو یې هم د مغلو طرفداري او د هغوی په ګټه یې د خپلو پښتنو سره جګړي کړي دي . د خان ژوند درې برخې لري ، لومړۍ دوره یې د کوچنیوالي دوره ده ، دويمه دوره یې د مغلو په طر فدارۍ کې تیره کړې ، او د ژوند دریېمه برخه يا دوره يې له مغلو سره په جگړه کې تیره کړې ده . خوشال د لومړي ځل لپاره په (۱۳) کلنۍ کې له خپل پلار سره په يوه جکړه کې برخه اخیستې او د مغولو په پلوۍ جنګیدلی ، خو دا خبره باید له یاده ونه باسو ، چې د مغلو پلوي ده ته له خپل نیکه نه په میراث پاتې وه . مغولو دده نیکه د لارې سا تندوی ټا کلی وو ، د هغه له مړينې نه وروسته د هغه زوی یحی خان ته دا منصب پاتې شو او د یحی خان له مړينې نه وروسته د هغه زوی شهباز خان او په پاى كې خوشال ته ور په برخه شو . په (۱۰۵۰) کال کې شهباز خان له یو واړه لښکر سره د یوسفزیو په سیمه بريد وکړ چې خوشال خان هم ورسره همسفر و . په دغه جکړه کې شهباز خان ماتې وخوړه ، ټپي شو او له پنځو ورځو نه وروسته مړ شو ، خو دی چې کله مړ کیږې منصب او مشري خوشال ته سپارل کیږي او د خپل پلار د غچ اخستلو په خاطر یو بل لښکر چمتو كوي او یو ځل بیا په هغه پخواني ځای (بلړ ناله ) کې له یوسفزیو سره مخامخ کیږی ، خو یوسفزي سخته ماتې خوري او خوشال د هغوى کورونه هم سوزوي . کله چې اکبر پاچا په دې حالت خبر شو ، نو هغه و چې خوشال ته یې منصبونه هم ورکړل . په (۱۰۵۵) کال کې شاه جهان غوښتل چې کابل ته ولاړ شي او د نظرمحمد مخه ونیسي ، ځکه چې هغه د تل لپاره د مغولي سرحداتو یعنې په بلخ او بدخشان بريدونه كول ، نو په دغه جنګ کې له خوشال سره علی مراد خان او اصالت خان هم برخه لرله ، خوشال پکې تر ټولو مخکې وو او کامیابي یې لاس ته راوړه ، نو هغه وو چې د اکبر پاچا له خوا اولس منصبونه ورکړل شول . سربېره پر دې خوشال له نورو پښتنو سره لکه : بنګښ هم چګړې کړې دي ، چې په (۱۰۶۳) کال کې له شیرمحمد سره په جګړه بوخت وو او (۳۰۰) تنه بنکښ پکې ووژل شول . خوشال خان تر هغې ورځې پورې د مغولو په پلوۍ وجنګید ، تر څو چې تر څو یې يې ونیو . خو کله چې په (۱۶۵۸ع ـ ۱۶۵۷ع) کلونو کې چې کله شاه جهان په ناروغۍ اخته شو او د هغې ناروغۍ له کبله مړ شو نو دلته یې د څلورو زامنو تر منځ جګړې ونښتې ، یانې دارشګو او مراد بخش یو طرف و چې دواړه وو ژل شول ، سلطان شجاع په دکن کې ترې پاتې شو او په واقیعت کې اورنګ زیب بر یالی شو . کله چې اورنګ زیب خپل حکومت كلك کړ نو ورته مالومه وه ، چې خوشال خان ستا دده دوست نشی کیدای . دا ښکاره خبره هم وه ، چې ظالم حکومت د خوشال غو ندې شخصیت نشي منلی ، نو هغه وو چې خوشال ، اورنګ زیب او میرزا عبدالرحیم ، چې د مغولو حاکم وو پیښور ته ولاړل ، چې خان دوې میاشتې په پیښور کې و او بیا یې د هند د رنتبور په جېل كې بندي كړ ، ځلور کاله بندي وو او په دغه بند کې يې زیات اثار هم وليكل لکه : دستار نامه ، تر جیع بند ، تر کیب بند ، او داسې نور .
خو شحال د مغلو مخالف
خوشال ډېر وخت د مغولو پلوي وکړه تر څو چې بندي هند ته واستول شو . خو کله چې دی بندی شو نو په بند کې یې داسې فکر وکړ چې پلار ، نیکه ، غورنیکه او پخپله مې څومره د مغولو طرفداري وکړه او د هغې په غلامۍ کې مې وخت تېر کړ ، خو بیا يې هم ماته كومه گټه ونه رسېده ، نو هغه وو چې دده په فکر کې مکمل بدلون راغی او داسې يې وویل :
پس لــه بــــنده دی داعـــــــزم د خوشحال دخـــــــاطـــــــر جزم
یا نیـــــــولی مـــــــخ مکی ته یا مغلو ســـــــــــــــــره رزم
د خوشحال کلیات مخ (۲۳۷)
دغه بیتونه ده د هند په بنديخانه کې ویلي دي ، خو کله چې دى بندی وو او دده زوی اشرف خان هجري هم دده په خاطر په کابل کې د بند شپې او ورځې تیرولې ، نو دا مهال په یو سفزیو کې شورشونه پیدا شول ، اورنګ زیب خوشال راوغوښت او ترې ويي پوښتل چې دا څه وجه ده ؟ خوشال په ځواب کې ورته وویل چې که چیری د کابل والي مهابت خان مقرر شي ، نو ښايي چې دغه ناامنیي له منځه ولاړه شي . له دې نه وروسته د مهابت خان په مقرریدو سره خوشال هم د بند نه ازاد کړی شو . په (۱۰۷۹ه)کال کې د پروفیسور پرېشان خټک په وینا پاو کم پینځه کاله ده په هند کې تېر کړل . خوشال خان په دې ښه ډاډمن شوى وو ، چې د هېواد او ولس دوښمن مغول هېڅ مهال نشي دوست كېداى . هېواد ته له رارسیدو نه وروسته يې كلك هوډ وكړ ، چې له مغولو نه به كسات اخلي ، نو يې د یوسفز یو ، خټکو ، اپریدو ، او نورو پښتني قبیلو په مرسته مغولو ته سختې ما تې ورکړه . په بې شمیره جګړو کې هم پښتنو ته او هم شاهي پوځ ته د سر ډېر زيانونه واوښتل او ډیر افسران پکې تباه او برباد شول . ددغو جګړو په پېښېدو سره د هند واكمن ته ډېر لوى د سر زيانونه واوښتل او مغول پاچا پخپل ځان د پښتنو خلاف د پوځ قومانده په لاس کې واخسته او په (۱۶۷۴ع) کال د هندوستان له پلازمېنې ډهلي نه د حسن ابدال په لور راروان شو . دلته له رارسیدو سره شهنشاه چې مغولي واكمن وو له ډیرې لویې چالاكۍ نه کار واخیست ، پرته له جگړې نه يې پښتني قبیلو ، ځينو مشرانو او نورو ته انعامونه ورکړل او دوی یې له خپل ځان سره ملگري كړل . له دې نه وروسته خوشال ډېرې هلې ځلې وكړې ، په پښتنو کې يې اتفاق راووست او د دوى د یو موټي کولو په لاره كيې يې ډېرې هڅې وكړې . بيا يې د مغولو پر خلاف د یو لوی لښکر جوړولو په خاطر د پښتنو پر بېلا بېلو سيمو دوره وکړه ، خو په دی برخه كې ورته هېڅ ډول برى ور په برخه نه شو ، د مغولو خلاف جګړو کې دده ډیر ځوانان مړه شول او یوه لوی زيان ورواوښت ، لکه مخکې مو چې یادونه وکړه ، وروسته له بند نه خوشال د پښتنو په پلو ودرید ، بی شانه جنګونه یې له مغولو سره وکړل او په هره جگړه كې يې سختې ماتې وركړې لکه : د خیبر په پیښه کې چې ښکاره د مغولو سره وو ، خو په حقیقي توګه د پښتنو سره ولاړ وو او مغول مات شول . یا لکه د نوښار او یا هم لکه د ډوډۍ په جنګ کې چې لوى برى يې په برخه شو او په یوه قصیده کې وایې :
څو وانه خلی له غلـــــــــــیمه انتقام
مـــرد نه خـوب کا نه خـوراک کا نه ارام
د خو شحال کلیات مخ (۷۰)
لنډه داچې خان نه یوازې په توره کې رسیدلی سړی و ، بلکې په شعر ، شاعری کې يې هم لوی مقام درلود . د نړۍ گڼ شمېر پوهانو دده اثار لوستي او ژباړلي دي او ده ته درناوى لري . خوشال د سردرۍ په غیږه کې سترګې غړولې او لوی شوی وو ، خو په خوی او خصلت کې یو دروېش صفته ، د تورې د جلال او د پوهنې د جمال یوه ځلانده بېلگه ، د جگړې په ډگر کې یو هېوادپال اتل ، د افغانستان او پښتنو یو مېړنى ، غیرتي بیش بها درو ګوهر انسان وو . لنډه داچې خوشال خټک په هر لحاظ د انساني صفتونو په لرلو سره یو لوړ او برجسته شخصیت وو .
ستا د ښایست ګلونه ډیر دي ځولی مې تنګه زه به کوم یو ټولومه
د خوشحال خان اثار
ستر خوشال بابا د خپل ژوند په درشل کې یانې په (۷۸) کالونو عمر کې پښتنو ته دومره څه پریښودل ، چې د تل لپاره په دغو برخو کې څیړل کیږی او دده له اثارو نه به استفاده کيږي . دده د اثارو په اړه ځنې پوهان وایې : چې شمېر يې (۲۰۰) ته رسیږي ، خو یو نامتو ختیځ پوه مسټر راورټي دده اثار تر (۲۵۰) زیات ښودلي دي .
خوشال نه یوازې په پښتو ژبه باندې شعر ویلی ، بلکې په فارسي ژبه هم ښه پوهېده او په دري ژبه یې هم خورا ډیر شعرونه ویلي دي . د تورې او قلم خاوند په پښتو ادبیاتو کې یو نوی سبک په نظم او نثر کې منځ ته راوړ او هغه مسجع یا فني نثر ته یې د پای ټکی کیښود . موږ مخكې وویل ، چې دده اثار نږدې تر (۲۰۰) پورې رسیږي چې مشهور یې دادي:
1. کلیات چې نږدې (۴۰) زره بیتونه لري .
2. فضل نامه : یو دیني کتاب دی چې فقهي مسایل پکې څیړل شوي .
3. بازنامه : د ښکار په اړه بحث کوي .
4. صحت البدن : یو منظم اثر دی چې د روغتیا په اړه څیړنې پکې شوې دي .
5. اخلاق نامه .
6. سوات نامه : یو منظم اثر دی چې د سوات په باب معلومات ، او د سوات جغرافیه پکې تشریح شوې ده .
7. دستارنامه : د دستار او لو نګۍ په اړوند مسایل پکې راغلي دي .
8. فرخ نامه : د تورې او قلم بحث دی .
9. فراقنامه : د خوشال خان خټک د بند شعرونه دي .
10. اینه : د فقهې کتاب دی .
11. بیاض : د نثر کتاب دی .
12. زنځیری : د لیکدود په اړه دی .
13. تفسیر سوره یوسف .
14. د پښتنو تاریخ : یو ورک اثر دی .
15. د خوشال رباعیات .
16. عیار دانش: د فارسي نه ژباړه ده .
17. هدایه : له عربي نه ژباړل شوی دی .
دا هغه اثار دى چې له خان بابا څخه موږ ته راپاتې دي ، خو په سلګونو نور اثار یې ورک شوي دي .
د خوشال خان د اثارو بېلابېل اړخونه
دا سمه ده چې خوشال بابا د خپل وخت یو ننګیالی پښتون وو ، خو د فرهنګ په برخه او د پښتو زاړه ادب کې د خان جوګه بل فرهنګیالی نه لرو ، د خپل وخت او تر ده وروسته د ورانونو کې واحد فرهنګیالی دی چې اثار یې د کمیت او کفیت ، فکر او هنر له پلوه ساری نه لري . ده په ډیرو سنګینو او ناسازګارو حالاتو کې دومره څه تصنیف کړی ، چې پښتو یې یو دم د تکمیل حد ته ورسوله لکه چې وایې :
په پښتو شعر چې ما علم بلند کړ د خبرو ملک مې فتحه په سمند کړ
خان د خپل وخت د چاپېريال فرهنګي وضعې ته په پاملرنې سره ، د خپلې ژبې د قوت او پياوړتیا لپاره مټي راونغښتلې او د خپل بې شانه استعداد په واسطه یې پښتو ژبې ته دومره اثار تصنیف کړل ، چې پښتو ادب یې له سیمې سره سیال کړ ، لکه مخکې مو چې اشاره وکړه او مسټر راورټي یې د اثارو شمیره (۲۵۰) ښودلې ده. د خان اثار په دوو برخو ویشو :
• د خان منظم اثار
• د خان منثور اثار
خوشال په شل کلنۍ کې په شعر ویلو پیل کړی لکه پخپله چې وایې :
په شل کاله دیګ د شعر زما په اور بار شو
په دا دور مې پوخ ؤ چې شپیته کاله مې تللی
خو دا واضح ده چې د خان لو مړنۍ شعر او بیت دا نه دی ، بلکې لو مړنۍ غز له یې په لاندې ډول ده :
عقل سل د مصلحت بنـــــــــــدونه جوړ کا
چې دعشق سیلاب پرې راشي واړه نــــــور کا
خان د (۱۰۴۳ـ ۱۱۰۰) پورې با قاعده شاعري کړې او ډېر منظم اثار یې موږ ته راپریښی دي . د ده منظم اثار په لاندې ډول دي
دا مطلب جاري دی او پاتې یې په بلې برخې کې کتلې شئ).):

Add new comment