دلبنان امنیتي ځواکونو دتفکیري ډلو یو شمیر مشران ونیول
ایرنا خبري اژانس وايي د لبنان امنیتي سرچینو وویل حکومتي عسکرو د هیواد په شمال او پلازمینې بیروت کښې د تکفیري ډلو د یو مشر عمر جوانیه چې دپیسو په بانک مشهور دی او دغه د اعش او النصره تکفیري ډلو اجرايي استازی نعیم عباس او دغه راز یو بل مشر عمر خضر ونیول .
دلبنان پوځیانو پرون دالنصره ترهګر ې ډلې یو مشر نضال سویدان هم ونیوه .
سویدان دسوريې په القلمون سیمه کښې د النصره ترهګرې ډلې قوماندان دی .
النصره ترهګرې تکفیري ډلې په لبنان په تیره بیا په هرمل ښار کښې دډيرو ترهګرو حملو ذمه واري پرغاړه اخیستي ده .
سعودي عربستان دلبنان له ترهګرو ډلو سره ډيرې مرستې کوي په دې سربیره قطر ، متحده عربي امارات او اردن هم دلبنان ترهګرو ته زیاتې مالي اوپوځي مرستې ورکوي .
دلبنان په مختلفو سیمو کښې په ترهګرو عملیاتو او بم چاودنو کښې تراوسه په سلګونو کسان مړه او ژوبل شوي دي
Add new comment