دپاکستان جوړې وسلې دسوريې ترهګرو ته رسیدلي دي

دسوريې پرضد د سعودي عربستان د نویو خوځښتونو په باره کښې د روسيې داندیښنې له څرګندیدا یوه (۱) ورځ وروسته دکویت سرچینو په اردن او سوریې کښې دیره ترهګرو ته د  وسلو ته استولو لپاره  اردن ته  له وسلو د یوې ډکې کشتۍ د رسیدا خبر ورکړ .
دکویت السیاسه ورځپاڼې ولیکل په سوريې کښې ترهګرو ته د وسلو د استولو لپاره داردن په عقبه بندر کښې  دپاکستان د یوې کشتۍ چې زیات شمیر وسلې پکښې بار وې د خالي کیدا په هکله راپورونه تایید شوي دي .
راپورونه وايې چې سعودي عربستان له پاکستان څخه د سوريې دترهګرو لپاره ډیرې وسلې اخیستي دي چې اوس ددغو وسلو ترهګرو ته رسیدل پیل شوي دي .
دروسیې  حکومت په تیرې سې شنبې ورځ له پاکستان څخه دسوريې د ترهګرو لپاره د دافع هوا او نورو درنو وسلو اخیستلو لپاره د سعودي عربستان د فیصلې په باره کښې په خپرو شویو خبرونو اندیښنه ښودلي ده .
دروسيې خارجه وزارت په یوې بیانیې کښې وویل دهغو ترهګرو په وسلو دسنبالو لپاره چې په اردن کښې دیره دي دپاکستان دجوړو ټانک ضد او دافع هوا د اخیستلو لپاره دسعودي عربستان  دفیصلې په باره کښې په رسنیو کښې خپاره شوي اطلاعات ډیر اندیښمونکي دي .
په عین حال کښې دجرمني استخباراتي سرچینو دسوريې په دریو(۳) سیمو کښې د تکفیري ډلو او دسوريې دازاد پوځ په نوم د ترهګرې ډلې ترمینځ د پیوستون دپوځي قوماندنۍ د جوړیدا خبر ورکړ .
دغو سرچینو زیاته کړه دفارس خلیج دملګرتیا شورا غړیو هیوادونو دسوريې په باره کښې دجینیوا کانفرنس له ناکامه کیدا وروسته کوشش پیل کړی دی چې دسوريې دحکومت دنسکورولو لپاره دخپلو ناجایزو هدفونو دپرمخ بیولو لپاره له دغه فرصت څخه استفاده وکړي.
په سوريې کښې جنګ سعودي عربستان، قطر، ترکيې ، اردن ، اسرایلو ، امریکا ،انګلستان او ځینو نورو عربو او اروپايي هیوادونو رامینځته کړی دی او دغه هیوادونه په سوريې ، عر اق لبنان او نورو ډیرو هیوادونو کښې تر هګرو ته وسلې او پیسې ورکوي .

Add new comment