د پاکستان په درسمندو کې د پوځ په هوای حمله کښې نهه ترهګر ووژل شول

دپاکستان   په خیبر پښتونخوا صوبې کښې  دهنګو او ټل سیمو ترمینځ په پرتو سیمو درسمند او توره  وړې  سیمو کښې د حکومتي عسکرو دهیلي کوپټرو په حمله کښې چې دترهګرو په مرکزونو يې کړي ده نهه  ترهګر ووژل شول .
دغه حمله څو ساعته روانه وه او امکان شته چې دمړو ترهګرو شمیر نور هم زیات شي
راپور زیاتوی چې په دغه حمله کې ۴ جنګی هیلی کاپټرو برخه اخیستی وه .
دپاکستان هنګو او ټل سیمې  دطالبانو، لشکر جهنګوي ، سپاه صحابه او دوې ته دنورو اړونده ترهګرو ډلو دفعالیتونو ستر مرکزونه دي  .
دپاکستان هنګو سیمه له اورکزې او کرمې ایجنسۍ قبایلو سیمو او ټل له شمالي وزیرستان سیمې سره سرحدونه لري .

Add new comment