دپاکستان طالبانو ډلې دخبرو په وخت اساسي قانون نه دی رد کړی
دپاکستان دحکومتي کمیتۍ غړي رحیم الله یوسفزي وویل طالبانو دخبرواترو په وخت دپاکستان قانون نه دی رد کړی او هغوې موافقه کړي ده چې د پاکستان د اساسي قانون په چوکاټ کښې له حکومت سره خبرې وکړي .
زمونږ خبریال وايي دپاکستان مشهور خبریال رحیم الله یوسفزي چې له طالبانو ډلې سره په خبرو کښې دحکومتي کمیټۍ غړی دی وویل طالبانو اوس خپل نظر بدل کړی او ویلي يې دي چې دوې به د قران او سنت پراساس له حکومت سره خبرې وکړي .
هغه وویل چې دپاکستان له طالبانو ډلې سره خبرې د اساسي قانون او قران او سنت د موضوع په وجه نه دي دریدلي .
دپاکستان دغه خبریال وویل دخبرو اترو د شروع کیدا په وخت د پاکستان طالبانو ډلې د ترهګرو پیښو مسوولیت پرغاړه نه اخیست خو کله چې حالات بدل شول نو طالبانو ډلې د کراچۍ او مهمند قبایلي سیمې د ترهګرو پیښو د مسوولیت دمنلو کار پیل کړ .
دغه راز دپاکستان له حکومت سره په خبرو کښې دطالبانو دکمیټۍ غړي پروفیسر ابراهیم وویل دپاکستان اساسي قانون غیر اسلامي نه دی .
هغه وویل چې دپاکستان مذهبي مشران او مهم سیاستوالان د اساسي قانون په جوړولو کښې لاس لرلی دی .
پروفیسر ابراهیم وویل که چیرې په حقیقي ډول په پاکستان کښې اساسي قانون اجرا شي نو په هیواد کښې به اسلامي نظام اجرا شي .
دپاکستان له حکومت سره په خبرو کښې دطالبانو دکمیټۍ غړي پروفیسر ابراهیم وویل که چیرې دپاکستان حکومت غواړي له طالبانو سره نیغ په نیغه خبرې و کړي نو زه به په دې خبرې هیڅ شکایت ونلرم .
دغه راز د پاکستان دطالبانو ترهګرې ډلې ویندوی شاهد الله شاهد په شمالي وزیرستان کښې په یوه خبري کانفرنس کښې وویل دپاکستان په اساسي قانون کښې هیڅ اسلامي ماده نشته .
دطالبانو ویندوی شاهد وویل مونږ اووربندنشو اعلانولی ځکه چې حکومت زمونږ پرضد جنګیږي او مونږ څو کلونه کیږي چې په جنګ بوخت یوو .
هغه وویل کله چې دپاکستان حکومت د اووربند په باره کښې خبرې نشي کولای نو بیا څرنګه له څو کسانو سره خبرې کیدلای شي .
Add new comment