د امام جواد (ع) د تعليماتو له خزانې څخه یوه مرغلره
د ميانې يا ذی القعدې د مياشتې په وروستۍنېټه او د خدای د ګران رسول (ص) له پاکو اهلبېتو عليهم السلام څخه د يو امام په کليزه کښې شتون لرو. د ۲۲۰ هجري قمري کال په داسې یوه ورځ امام محمد تقي (ع) له دنيا سترګې پټې کړې. هغه پېشوا او مقتدا چې د خپل ژوند په لنډ دوران کښې يې د علم، معرفت او حکمت يوه ارزښتناکه خزانه په يادګار پرېښوده. هغه څوک چې عامو او خاصو کسانو يې د فضل او کرامت له سمندر څخه ګټه پورته کړه او د هغۀ د پراخه سخاوت په خاطر په «جواد» يعنې ډېر بخشش کوونکي مشهور شو. د امام محمد تقي (ع) مهرباني د وږمې په څېر د دردمندو ستړي ستومان روح ته تازګي وربخښي او بخشش کوونکي لاسونه يې د حاجتمنو لپاره د خوښۍ او خوشحالۍ شېبې په ډالۍ کښې راوړې. امام جواد (ع) د خپل پلار حضرت امام علي رضا (ع) له شهادته وروسته تر اولسو کالو پورې د امامت منصب په غاړه ولرۀ او د خلقو ترمېنځ د اسلام د اصيل کلتور د پراختيا او احياء لپاره یې هلې ځلې وکړې. هغه بزرګوار د نورو معصومو امامانو په شان په لوړه مرتبه کښې د ټولو کمالاتو او فضائلو لرونکی ؤ او د ځوانۍ د عمر باوجود د علم او فضيلت ډېرې لوړې مرتبې يې کښې شتون لرۀ. امام محمد تقي (ع) یوازي ۲۵ کاله ژوند وکړ، خو په دغه لنډ عمر کښې د هغه حضرت معنوي عظمت او علمي جاذبه دومره وه چې حتی د نورو دينونو او مذاهبو عالمانو او متفکرانو به يې ستائېنې کولې. يو سني متفکر کمال الدين شافعي د امام محمد تقي (ع) په حقله داسې وائي: «محمد بن علي (يعنې امام جواد عليه السلام) يوه لوړه مرتبه او ارزښت لري، نوم يې په ژبو جاري دی. د هغۀ د سينې پراختیا د نظر وسعت او د وېنا خوږوالي ټول ځان ته جذب کړي دي. هر څوک چې ورته رسيږي نو بې اختياره يې لېواله او عاشق کيږي او له علم او معرفت څخه يې فېض حاصلوي.» د حضرت امام جواد (ع) د شهادت د کليزې په موقع تاسو ټولو دوستانو او د خدای د ګران رسول (ص) د پاکواهلبېتو عليهم السلام مينه والو ته تسليت وايو. له هر څه مخکې محمد (ص) او د هغه حضرت په پاک آل (ع) باندې درود او سلام لېږو د امام محمد تقي (ع) په حضور کښې د خاص سلام په ويلو سره خپل مطلب ستاسو په خدمت کښې وړاندې کوو: «سلام دې وي په تا ای د خدای ولي!، سلام دې وي په تا ای د خدای حجته!، سلام دې وي په تا اي د زمکې په سر په تيارو کښې د خدای نوره! او سلام دې وي په تا ای د خدای د ګران رسول (ص) فرزنده! که د خدای پاک د ګران رسول (ص ) د اهلبېتو عليهم السلام د ژوند تاريخ وڅېړو نو د ديني بنيادونو او اصولو په ساتنه کښې د هغوي په ارزښتناک او موثره رول باندې پوهېږو. هغوي د ظلم، ستم او تباهۍ د مظاهرو په مقابل کښې اودرېدل او په ډېرې مجاهدې سره يې د اسلام د اصلي مرغلرې حفاظت او دفاع وکړه. امام محمد تقي (ع) چې جواد لقب لري د امام رضا (ع) زوی دی چې په ۱۹۵ هجري قمري کال کښې يې په مدينه منوره ښار کښې سترګې وغړولې. د امام جواد (ع) له برکت نه د ډک ژوند دوران د دوو عباسي خليفه ګانو مامون او معتصم له حکومت سره په يو وخت ؤ. په هغه زمانه کښې د مدينې منورې ښار د اسلامي افکارو د خپرېدو يو مرکز ؤ. امام جواد (ع) به هم په خپل ښار مدينه منوره کښې او هم د حج په ورځو کښې مکې معظمې ته په سفر سره د اسلام د حقائقو د بیانولو لپاره له هر ممکن فرصت څخه استفاده کوله. هغه حضرت همدارنګ د سياسي او اجتماعي مسائلو په زمينه کښې بېدارونه کوله او د وخت د واکمنانو په ظالمانه کردار به يې نيوکې کولې. ځکه چې هغه د دې کتونکی ؤ چې فاسد او نالائق واکمنان په اسلامي ټولنه باندې حکمراني کوي او د خدای د ګران رسول (ص) سنت او سيرت يې شا ته غورځولی دی. امام جواد (ع) په خپل عملي سیرت او کرداري طريقه کښې خپلو پېروکارو ته انفرادي، اجتماعي او تربيتي دستوالعملونه ورزده کړل او له دې لارې په دې کښې کامياب شو چې د دوو عباسي خليفه ګانو د چلولونو او عقيدتي يرغل باوجود د پاکو اهلبېتو عليهم السلام مکتب د نړۍ خلقو ته معرفي کړي. اوس هم د امام محمد تقي (ع) يو لړ حکيمانه لارښوونې ستاسو په خدمت کښې وړاندې کوو. بي له شکه د انسان نفس هغه دې ته مجبوروي چې د خپلو ضرورتونو د پوره کولو لپاره کله کله د افراط لاره اختيار کړي او هغه د فضائلو له لارې لرې کړي. نو له دې امله د انسان ترټولو لوی دښمن نفساني خواهشات دي، ځکه چې انسان د هر ظلم او بې انصافۍ لوري ته راکاږي، له دې کبله امام جواد (ع) په انسان باندې د نفساني خواهشاتو د تسلط په حقله خبرداری ورکوي او هغه د هر هغه کار جرړه بولي چې نتيجه يې د اخلاقو او انسانيت زوال دی. د الحديث نومې کتاب د دويم ټوک ۲۱۵ مخ د نقل مطابق هغه حضرت فرمائي: هغه کس چې د خپلو شهواتو په سورلۍ سپور دی او بې واکه يې زغلوي هيڅکله به له ښوېدو او نسکورېدو څخه په امان کښې نۀ وي. هغه حضرت د هغه چا لغزشونه چې له نفساني خواهشاتوڅخه پېروي کوي نۀ تلافي کېدونکي بولي. د تحف العقول د ۸۲۵ مخ د نقل مطابق يو سړي امام جواد (ع) ته عرض وکړ: ما ته نصيحت وکړه، هغه حضرت ورته وفرمايل: اياتۀ نصيحت منې؟ وې ويل: هو، دغه وخت امام جواد (ع) وفرمايل: «صبر خپل د تکيې ځای وګرځوه، له فقر سره لاس او ګرېوان شه، شهوتونه له ځان وشړه او له نفساني خواهشاتو سره مخالفت کوه او په دې پوه شه چې تل د خدای پاک تر څارنې لاندې يې، نو وګوره چې درته څنګه کېدل پکار دي.» يو تربيتي او اخلاقي لارښوونه چې امام محمد تقي (ع) ورباندې تاکيد کوي، له شناخت او اګاهۍ سره مله عمل دی. که يو انسان يو کار کوي او د هغۀ په حقله کافي اګاهي نۀ لري، يا يو کار له غلطې لارې څخه شروع کړي نو له ماتې سره مخامخيږي او په ځای د دې چې یو کار په صحيح توګه ترسره کړي له ګټې يې برخور شي، له زيان او نقصان سره مخامخيږي. نو په دې بنیاد شناخت د هر کار د ترسره کولو لازمه ده. د بحارالانوار د ۵۷ ټوک د ۴۶۳ مخ د نقل مطابق امام جواد (ع) په دې باره کښې فرمائي: «هغه کس چې د يو کار لارې چارې نۀ پېژني، له هغه کار څخه د وتلو په لاره کښې ناکامه پاتې کيږي.» يعنې د کار او د هغۀ د ترسره کولو د لارو چارو نۀ پېژندنه انسان په داسې یو دام کښې ګېروي چې راوتل ترې ډېر ګران او سخت دي. نو بس د هر کار لپاره له اقدام کولو نه مخکښې پکار دي د هغه کار د ټولو اړخونو په حقله کافي شناخت ولروو. د منتهی الامال د ۲ ټوک د ۳۲ مخ د نقل مطابق امام جواد (ع) همدارنګ په يوه بله وېنا کښې په همدغه ټکي باندې بيا تاکيد او پاملرنه کوي او فرمائي: د امام محمد تقي (ع) یو بل اخلاقي نصيحت له خلقو سره نرم او ښۀ سلوک کول دي. په دې معنا چې د نورو په نسبت سختګيره نۀ اوسو او که د بخښنې وړه څه خطا او تېروتنه يې وکړه نو پکار دي سترګې ورباندې پټې کړو. په دينې سپارښتنو کښې راغلي دي چې له نورو سره د انسان تعلق او رابطه پکار دي د احسان له مخې وي او داسې نۀ وي چې په سختۍ کولو او ازارولو سره خلق خفه او اودردوي او يا يې له زحمت سره مخامخ کړي. انسان پکار دي له نورو سره داسې سلوک وکړي چې غواړي نور له هغۀ سره هغه ډول سلوک وکړي. د بحارالانوار د ۸۶ ټوک د ۱۴۳ مخ د نقل مطابق هغه حضرت په دې حقله فرمائي: «هغه څوک چې له خلقو سره د روغې جوړې او نرمۍ سلوک پرېښود نو له ناخوالو سره به مخامخ شي.» له نورو سره په تعلقاتو کښې د امام محمدتقي (ع) يو بل نصيحت د اجتماعي تعلقاتو مضبوطول دي. غوره ده چې يو مسلمان له نورو سره خپل اجتماعي تعلقات مضبوط کړي او له خپلو دينې وروڼو او دوستانوسره ليدل کتل او خواخوږي ولري. ځکه چې ګوښه کېدل او له خلقو نه لری والی زيانمن عواقت په ځان پسې لري. په مقابل کښې له نورو سره تعلقات او روابط ساتل د دوستانو د جذبولو سبب کيږي. له مينې نه په ډک چلند سره له نورو سره ليدل کتل د هغه پسرليز باران په شان لطافت، خوشحالي، اطمينان او تازګي په ځان پسې لري.ځينې وختونه له مينې ډکې ليدنې کتنې معجزه کوي او بدلون رامنځته کوي، په دا ډول چې دوام يې د دوستۍ او رفاقت رشته لا زیاته مضبوطه او ژوروي. نو په دې بنياد له نورو سره ليدل کتل او صادقانه سلوک د اخلاقي فضائلو او انساني ښيګړو په سر کښې دی. د بحارالانوار د ۷۵ ټوک د ۸۲ مخ د نقل مطابق امام جواد (ع) فرمائي: «په دريو څيزونو سره د دوستانو مينه حاصلېږي: په کتنو او چلندونو کښې د انصاف لرل، په سختيواو راحتیو کښې له هغوي سره خواخوږي کول او د پاک او سليم زړۀ لرل.» د امام محمد تقي (ع) يوه بله سپارښتنه په ټولو چارو کښې په خدای پاک باندې توکل دی. توکل په خدای پاک باندې د انسان د قوي اعتقاد نښه ده چې يو لړ درجات او مراتب لري. د توکل ترټولوبشپړه درجات دا دي چې انسان ځان په کامله توګه خدای پاک ته تسليم کړي او بې له خدایه په چا کس يا څه څيز پورې زړۀ ونۀ تړي چې لويه نمونه يې په اور کښې د اچولوپه وخت د حضرت ابراهيم (ع) په حالاتوکښې ليدې شو چې په خدای پاک باندې په ډېر اطمينان سره هر څه چې د هغۀ مصلحت دی خېر او فلاح بولي. توکل کوونکی انسان هيڅکله مضطرب او بې تاب کيږي نه. او له دې وروسته چې خپل کوشش ترسره کړي نور نو مستقبل ته نۀ اندېښمن کيږي. امام جواد (ع) په دې حقله فرمائي: «هرچا چې په خدای پاک توکل وکړ، خدای پاک يې کارونه کفايت کوي او په خدای پاک باندې توکل له هرې بدۍ نه د نجات او له هر دښمنه د امان سبب دی.» ګرانو او قدرمنو دوستانو د امام محمد تقي (ع) د شهادت د کليزې په مناسبت يو ځل بیا د تسليت او تعزيت په ويلو سره له خدايه د هغه بزرګوار امام له سيرت څخه د پېروۍ د توفيق غوښتنه کوو.
Add new comment