دایران د اسلامي انقلاب له نظره قدرت او حکومت

دقران کریم د ایتونو پراساس دایران داسلامي نظام چارواکي باید په ټولنه کښې  دلمانځه ، زکات او دامر به معروف و نهي ازمنکر په شان اسلامي احکام اجرا کړي  . په مقابل کښې کله چې طاغوتي واکمنان په خلکو قدرت او سلطه ومومي له فساد ، ورانکارۍ او ظلم پرته به بل کړچار ونلري . ددغو دوو (۲)رودو بیخ بنايي دوې بیلابیلې لیدتوګي دي . د صالحو او پرهیزګارو کسانو په منطق کښې چې په سر کښې یې پیغمبران او الهي اولیا دي بریالیتوب او نیکمرغي دهغو کسانو ده چې نفس او روح یې پاک کړی وي او دخدای پاک ج د رضا کوشش کوي . په مقابل کښې د فاسدو او طغیانګرو کسانو په نظر کښې هغه کس بریالیتوب ته رسیږي چې خیانت او ظلم خپل کړي  پرته له دې  چې د ظلم او خیانت له عاقبت څخه ویره ولري . حاضردمه په ایران کښې یو داسې حکومت جوړ شوی دی چې چارواکي يې د اسلام داحکامو د اجرا کولو او له ایران څخه د ظالمانو د لاسونو دغوڅولو کوشش کوي . دایران اسلامي انقلاب چې دحضرت امام خمیني ره په بیرغ سره بریالیتوب ته ورسید دایران دخلکو په روح او ژوند کښې تازه هوا رامینځته کړه . حضرت امام خمیني ره داسلامي حکومت په ټینګیدا باوري وو او دایران خلکو هم یو(۱) اسلامی حکومت غوښت . ځکه په داسې حکومت کښې قدرت په خلکو دسلطې وسیله نه دی بلکې قدرت د خلکو د خدمت لپاره کارول کیږي . () اسلام یو کامل پروګرام دی چې دخدای پاک ج لخوا خلکود ژوند  دڅرنګه کولو لاره  یې ورښودلي ده . څرنګه چې حکومت دانسانانو دټولنیز ژوند یوه برخه دی چې باید دهغه په اداره کولو کښې دخدای پاک ج له راهنماۍ استفاده وکړي . له دې نظره قدرت دسلطه پالنې او خوند اخیستلو لپاره یو فرصت  نه بلکې  دانسانانو دخدمت کولو او دخدای پاک ج د رضایت او خوشحالۍ د ترلاسه کولو لپاره یو اوزار دی . په دې لیدتوګي کښې قدرت د  مادي پالواو د قدرت غوښتونکو دنظرونو په مقابل کښې دریږي او هدفونه هم په همدې اساس بدلیږي . دبیلګې په توګه  دحضرت امام خمیني ره په نظر اسلام او اسلامي حکومت الهي ښکارنده ده چې دهغه په کارولو سره په دنیا او اخرت کښې په ترټولو ښه وجه د انسانانو نیکمرغي تامینیږي . دایران داسلامي انقلاب  ارواښاد لارښود حضرت امام خمیني ره باوري دی داډول حکومت داسې قدرت لري چې په ظلمونو،  چورتالانونو ، فسادونو او تیریو سور قلم کش کړي . خو ددنیا داکثرو په تیره بیا دلویدیځو هیوادونو د سیاستوالانو په نظر قدرت د سلطه پالنې ، ظلم او چورتالان وسیله دی . () کله چې دسړي هدف قدرت ته رسیدل وي نو هغه قدرت ته درسیدا لپاره له هرې لارې او رودې استفاده کوي . اخلاقیات او لوړ تعلیمات او اصول تر پښو لاندې کوي او قدرت ته درسیدا په لاره کښې ډیر جنایتونه او خلاف کارونه کوي . انسان قدرت ته د رسیدا لپاره دومره مخ ته ځي چې دروغ ویل ، تهمت لګول ، دنورو له عزت او حیثیت سره لوبې کول او دنورو کسانو وژل دهغه  لپاره بې اهمیته کیږي  . په دغه تفکر کښې هدف  وسیله توجیوي . همدغه اصل او بنسټ دی چې هر ناوړه کړچار او خلاف او تباه عمل توجیوي . حتی دین، مذهب او سپیڅلتیاوې هم د قدرت غوښتنو لوبتکې جوړیږي چې مقام او څوکۍ ترلاسه کړي . دهمدغه خطرناک سیاسي تفکر پراساس ده چې دامریکا حکومت ددنیا په ګوټ ګوټ کښې جنګونه رامینځته کوي او د ماشومانو، ځوانانو، ښځو او سړیو په شمول بې ګناه انسانان وژني  او دنورو هیوادونو مالي سرچینې چورتالان کوي . زمونږ په وخت کښې ډير داسې سیاستوالان شته چې قدرت یې له فساد سره یوځاي کړی دی او دقدرت په پناه کښې خپلې ملی زیرمې چې دهغوې په لاسونو کښې امانت دی دخپلو نفساني غوښتنو او خوند اخیستلو  لپاره کاروي . ددنیا ترټولو ښوسیمو ته سفر کوي په ترټولو ګران بیه هوټلونو کښې  پاتې کیږي او دخپل تفریح لپاره په دنیا کښې مخصوصي سیمې  په کنټرول او  اختیار کښې لري . ددغو دنیا غوښتونکو په نظر کښې خلک ترټولو کم مقام او حیثیت لري . () خو دایران اسلامي انقلاب داسلام په پیروۍ سره قدرت خلکو ته دخدمت کولو لپاره یو اوزار ګڼي . دایران داسلامي جمهوریت د اساسي قانون پراساس قدرت ته رسیدل باید د اخلاقي او دیني اصولو پراساس وي او خلک په نظام کښې ترټولو ښه مقام لري . اسلام له اسلامي واکمنانانو او هغه کس څخه چې قدرت او حکومت ته رسیدلی او څوکې او مقام یې ترلاسه کړی دی غواړي چې داسلامي ټولنو مشکلات او ستونزې او خنډونه ختم کړي او دخلکو دژوند او مال په ښه ډول ساتنه  وکړي . هماغه ډول چې حضرت امام علي علیه  السلام په خپل پینځه(۵) کلن حکومت کښې په دې ډول وو . یوه ورځ دحضرت امام علي علیه السلام ورور عقیل چې ړوند وو ددې لپاره چې امام علي  دهغه معاش زیات کړي هغه ته بلنه ورکړه چې دهغه کور ته ورشي . عقیل یو کم شان خواړه برابر کړل او د خپل بې وزله  او سخت ژوند او کور حالت يې حضرت علي علیه السلام ته وروښود او عرض يې وکړ :« دغه معاش یا عاید چې له بیت المال څخه یې ترلاسه کوم کم دي او ما ګوزاره ورباندې نه کیږي زه له تاسو غواړم چې زما عاید زیات کړئ .» حضرت امام علي علیه السلام وفرمایل :«داسې معلومیږي زیاتې شتمۍ لرئ چې نور خلک میلمه کوئ .» دعقیل له زیات ټینګار وروسته هغه حضرت د عقیل دغلطۍ دښودلو لپاره د وسپنې یو سیخ ګرم کړ او دعقیل خوا ته یې وروړ عقیل داسې فکر  وکړ چې حضرت علي علیه غواړي هغه ته پیسې ورکړي په خوشحالۍ سره يې لاس وروږد کړ چې پیسې واخلي   خو  عقیل له ګرمې وسپنې څخه خپل لاس شاته یوړه او ویې ویل ای زما وروره دا ته څه کوئ غواړي ما وسوزوئ . حضرت علي علیه السلام وفرمایل :« ته له هغه اوور  څخه چې دخدای مخلوق بل کړی دی ویریږئ څرنګه هیله لرئ زه دخدای دجهنم له اوور څخه ویره ونلرم او فریاد ونکړم .؟ ته چې د دنیا داوور د زغملو وس نلرئ څرنګه چمتو کیږئ  چې دستا ورور د جهنم په اوور کښې وسوزي .؟ له  بیت المال څخه  په استفادې کښې د ستا او نورو ترمینځ هیڅ فرق نشته .» حضرت امام علي علیه السلام په یوې دعا کښې دحکومت په ترلاسه کولو کښې خپل یو لوړ هدف داسې بیانوي :« ای پاکه پرودریګاره ته پوهیږئ هغه څه چې ما ترسره کړي ددې لپاره نه وو چې ملک او باچاهي لاس ته راوړم او ددې لپاره نه و چې له پستې دنیا څخه ترلاسه کړم بلکې ددې لپاره وو چې دستا ددین له له مینځه وړل  شوي نښې نښانې راژوندې کړم او دستا په ښارونو کښې صلح او ارامښت رامینځته کړم چې دستا کړیدلي بندګان په امنیت کښې شي او هغه قوانین او مقرارت چې هیر کړې شوي دي یو ځل بیا ژوندي شي .....» () هماغه ډول چې دحضرت امام علي علیه السلام په سیرت کښې لیدل کیږي  داسلام له نظره قدرت او واکمني له ځانه منمه او فردي خواهشاتو لیرې ده او واکمن یو قدرت غواړی سړی نه دی . هغه قدرت د شخصي مقام غوښتنې د تحقق لپاره یو اړم نه ویني او داقتصادي تمو او ګتو دترلاسه کولو کوشش نه کوي . داډول کس شفافه انګیزه ، خالص کړچار او سالم عمل لري او هرڅه چې کوي د صدق او رښتیا له کبله دي . دیوه اسلامي واکمن د فکر او روح سلامتیا او د نفس پاکي دهغه په عمل کښې ښکاره کیږي او له مشکلاتو او تنګسو سره په مقابله کښې دهغه صادقانه او خالصانه هڅه او پلانونې دخلکو د مصلحت او دپرودیګار د  رضا پراساس دي . حضرت امام خمیني ره  په اوسني و خت کښې د پرهیزګاره واکمنانو یوه بیلګه دی چې قدرت  یې دخدای دمخلوق دخدمت لپاره یو اوزار باله . دحضرت امام خمیني ره په نظر کښې قدرت او مقام افتونه او یو شمېر بدې پایلې لري چې بې تقوا او کمزور نفسه انسانان له دغو افتونو سره مخامخ کیږي . هغه بیلګه  چې حضرت امام خمیني ره یې د مقام او څوکۍ د منفي اغیز دښودولو لپاره کاروي ډیره  ښکلي  او درس ورزده کونکي ده . حضرت امام خمیني ره فرمايي :« داسې ډیر کسان  شته که چیرې دیوه کلي مشران شي نو بدلیږي  دهغه کمزورۍ  له کبله چې دهغو په نفسونو کښې ده دهغه مقام   چې ترلاسه کوي يې تر اغیز لاندې ورځي . او داسې  ډیر کسان هم شته چې دهغوي دنفساني قوت په وجه  مقام دهغوې تر اغیز لاندې دی . () دایران اسلامي انقلاب چې دایران دتاریخ په اوږدو کښې ترټولو ستر بدلون  وو او دفردي حکومت او باچاهۍ اساس یې  د دیني ولسواکۍ حکومت ته بدل کړ په ولسي ځواک سره بریالی شو . دایران دغه اسلامي انقلاب داسلامي دتعلیماتو پراساس دقدرت او حکومت نوی تعریف وړاندې کړ چې دحضرت امام خمیني ره او دهغه په حقه ځاي ناستي حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په مشرۍ کښې په ښه ډول ښکاره دی . حضرت امام خمیني ره او حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي هیڅ کله د قدرت او حکومت  په ترلاسه کولو پسې نه وو او دمشر تابه ستر مقام یې دخلکو دخدمت لپاره د یوې سترې دندې په توګه مانه . داډول مشر له خدای پاک ج پرته له هیڅ قدرت څخه نه ویریږي او په همدې دلیل په زړورتیا سره کولاي  شي دسلطه پالو او ظالمو قدرتونو په وړاندې ودریږي او دخلکو د ګټو دفاع  وکړي . نو له اسلامي هیوادونو د  پردیو د لاسونود لنډولو او دقران کریم د نوراني ایتونو دپلي کولو یوازنۍ لاره دالهي مشرۍ پراساس  د یوه اسلامي حکومت جوړول دي . تر هغه وخته چې له اسلامي ټولنو دچارواکو  داړوندوالي او د مقام غوښتنې افتونه ختم نشي او قدرت او واکمني دپرهیزګارو کسانو لاس ته ورنشي دخلکو حقیقي حقونه به هیڅ کله تامین نشي .

Add new comment