په مریم سورې ایمان راوړل

په مریم سورې ایمان راوړل   که انسان  یوه مکتب اوعقیدې ته معتقد وي ،نودنده ئې معلومه ده،خوکه  کوم مکتب او دین ونه لري  او دنده ئې  مشخصه نه وی ،نو تل سربداله او لالهانده ژوندکوي  .په همدې دلیل انسان دتاریخ په اوږدو کې  دهغو آئيډیاؤ په اساس  چې ایمان پرې لري  ژوندکوي اودهغوپه لاره کې سرښیندنې کوي ، البته  هغو یوازې  مذهبي آئيډیااو پرې ایمان دی چې انسان  ترخپل حقیقي نفوذلاندې ورولي .ځکه چې دانسان له خټې سره غږمله دی .دانسان له پيدايښت وخت راهسې تراوسه پورې داسې څه شي نه شو موندلی چې  ددین په اندازه پر زړونوحکومت  وکړائ شي او یادانسانانوپر اعمالو اوکړنو اغیزې  وشنیدل شي .   دانسان لپاره  غوره ښکلی دین  هغه ایمان دی چې انسان  ئې په سیوري کې  نیکمرغه اوکرارژونددځان لپاره درلودلی شي.انسان فطرتاپخپلې  نیکمرغۍپسې وي  اوله راتلونکي سپيره تفکره اوله محرومیّته  اندیښمن کیږي .هغه څه چې له هرڅه دانسان دنهیلیتوب سبب کیږي ،دنړۍراتلونکی او د انسان برخلیک دی .دبرخلیک په نسبت شک،یوداسې عامل دی چې په انسان کې دسټریس اواندیښنې سبب کیږي .البنه ایمان په  انسان کې دغه اندیښنه له مینځه وړي .ځکه  چې  په مذهبی اتعلیماتو  اعتقاد  دانسان لپاره دا حقیقت روښانه کوي  چې پنځیدلي نړۍ هدفمنه ده  او چټي نه ده پنځول شوې  او په دغې نړۍ کې انسان هرڅه چې کوي،له انعام او جزا پرته  نه پاتیکیږي  اودنیک کارکونکو انعام  نه ضایَع کیږي .داداسې فکر دی چې  دایمان په سیوري کې  په انسان کې دین راپنځوي  او انسان  په دغه شان سیوري کې داسې فکرکوي چې دهستۍدنظام راتلونکي ته خوشبینه کیدلی شي .     همدااوس دنوونظریاتوپيدائښت ددین حقانیَت تائيدوي .په تیره بیادا چې د ارواپيژاندو ارزونې د دین فطرتي کیداثابته  کړې ده .همدااوس  دین ته ستنیداته ګروهنه  دنړۍپه نسبت ډيروپرګنوکې ترسترګوکیږي .دغه ګروهنه مناسب ځواب غواړي . البته  دتاریخ په اوږدوکې مختلف دینونه او مذهبونه  له انسان سره دژوند په بیلابیلو پړاؤنو کې یو ځاي دي . خو له هغو ډيرهاله چې نه  دي توانیدلي  دانسان له علمي اوفکري پرمختګونوسره  غږمله  پرمخ لاړشي،په نیمه لاره کې پاتې شوي  او انسان لکه څنګه چې  دغه دینونه ئې  دخپل پرمختګ خنډګڼل ،نوپریښي ئې دي .البته اوس نننی انسان  په معنوي  پانګو او تعلیماتومشتمل  دیوه دین  په ترلاسه کولوپسې دي .یوداسې دین  چې دانسان دژوند له بیلابیلواړخونو په تناسب کې وی او د منلو وړ اوسم پروګرامونه اوحل لارې ولري  او دانسان څپڅپانده  روح  قانع او راضي کړاي شي .یو داسې دین چې  دهغه وخت بدلونونه  سره ګډوډ نکړي  او په ټولو ټولنیزو،کلتوري  اوعلمي پرمختګونو اوټيټو هسکوکې  له انسان سره غږمله  وي   . دایران داسلامی انقلاب ارواښاد لارښود حضرت امام خمیني  په دې زمینې کې یوه دپام  وړټکي ته اشاره کوي اوفرمائي :،مونږ باوري یو یوازنی مکتب چې ټولنه هدایت کولی اوپرمخ بیولی شي،اسلام دی  او دنیاکه وغواړي له هغو  په زرګونو مشکلاتو سره چې  نن سبا ورسره لاس اوګریوان دی ، نجات  ومومي  او انساني ژوند وکړي ، باید اسلام ته مخه کړي .         دوستانو په ننۍ برخې کې   هم تاسو له یوه هغه کس سره چې  اسلام ئې د خپل نجات لاره موندلې بلدوو  هیله ده دپام وړ مو وګرځي *******************  :،  کله مو دلومړي ځل لپاره دمریم سورې تلاؤت واورید، نوبې اختیاره  مې ژړا پیل کړه او  دا دمالپاره دنوي ژوند  پیلامه شوه :.  دا دآسټرالیا  دیوې اوسیدونکي  هغې میرمنې  فیلما میلیّم  څرګندونې دي چې  دقرآن کریم دمریم سورې  دیوه آیت   آوریدو پرې ډيرې اغیزې کړي او خپل  ژوند ته ئې یو بل رنګ  ورکړی .  میرمن  فیلما ویلیّم  دآسټرالیا ښاریزه ده  چې  دمسحیانو  د مورمن  فرقې  په یوې کلیسا کې  په فعال ډول په کار بوخته وه او    ددغه دین تبلیغ ئې کاوه . هغه وائي ،  ماترپنځلسو کلونو پورې  د مسیح دین تبلیغ  په غاړه درلود، په واټونوکې ګرځیدم او کورکور ته تلمه  او تبلیغ به مې  کاوه . البته  هغه کلیسا چې  ماپکې کار کاوه، صهونیسټي  او توکمپالې ګروهنې  او دفلسطین دملت او تورپوستو په ضد ئې  فعالیت درلود،تریوه  حده ئې تورپوستو ته  کلیسا ته د ورتلو حق نه ورکاوه . دوي تل  په هغه جنګ کې دعربانو دماتې په خاطر چې  په ۱۹۶۷کال کې شوی ؤ ، جشنونه جوړول . ما له هماغه ماشوموالي تل له دې چې   په دغه ډول جشنونو کې ګډون وکړم  خپه کیدلم  او په اعتراض کې مې ویل   مګر دښځو او ماشومانو  دوژلو لپآره  هم جشن  او خوشالیانې کوي .    په همدې خاطر  مې خداي ته پناه یوړه  او له هغه مې وغوښتل چې دما لارښونه وکړي . که څه هم ما په ټينګارسره تبلیغ کاوه  ،خو تل  زما ذهن ځینو پوښتنوبوخت ساته. په هغوکې  د اچې   خداي څرنګه  بچی درلودلی شي  او یا په څه علت مونږ باید دخپل پلار حضرت آدم   دګناه پيټی یوسو.      میرمن ویلیّم  دمسیحیت لپاره په تبلیغ کې له یوې کورنۍسره بلدیږي  چې دهغې دژوند لاره بدلوي  .  هغه په دې باب  وائي ،یوه ورځ  دتبلیغ لپاره  د هغې فلسطینۍ کورنۍ  کورته دتبلیغ لپاره لاړم چې په آسټرالیا کې اوسیدل، دوي ماته وویل  چې  دمونږ په آسماني کتاب یعني په قرآن  کریم کې  دحضرت مریَم په نامه یوه سوره ده ،  او  دهغې سورې تلاؤت ئې  پيل کړ ،لکه څنګه چې خداي فرمائي :،  او په دغه  کتاب کې   مریَم یاد کړئ کله چې  له خپلې کورنۍ جلا شوه ، او دبیت المقدس   ختیځې سیمې ته لاړه  او دهغوي او  ترخپل مینځ کې ئې پرده او یا حجاب رامینځةکړ (څو عبادت ځاي ئې  له هرنظره  دعبادت لپاره تیار شي .  په دغه وخت کې  ما خپل روح  دهغې وخوا ته ولیږه  ،  او هغه په یوې بې عیبه  انساني شکل کې  دمریّم په وړاندې ظاهره  شوه  !   هغه ډيره ویریده  او وې ویل :، زه دتاله شره  خداوندرحمان ته پناه وړم ،که پرهیزګار وې ، وې ویل ،زه دتادپروردګار رالیږلې فرښته  یم ،(راغلم )څوتاته دتا پاک  بچي درډالۍ کړم :. کله  هغوي ددغه آیت انګریزي ژباړه ماته  ولوستله ،نو بې اختیاره مې  له سترګو اوښکې روانې شوې ، ګواکې  زما په وجود کې یوه سکورټه وځلیده  او شغلې ئې پورته کړې .دمالپاره ډيره حیرانونکي اوجالبه وه چې  د مسلمانانوکتاب قرآن  دمریّم کیسه په ښکلي  اوفصیحه  ډول بیان کړې ده .تر مودو پورې مو  ذهن او زړه له دې موضوع سره ښکیل  ؤ اودماپه باطن کې د قرآن دزده کولو  عشق انګازې کولې . په دې توګه مې په وړاندې داسلام لاره غوره وګڼله  خو احساس مې کړه  چې باید ددغه دین په باب مطالعه او څيړنې وکړم .ما کابو تر پنځو کلونو پورې داسلام مطالعه وکړه  او حتی  له اسلام سره مخالف عقاید مې هم وڅیړل . له دې وروسته  یوه اسلامی مرکز ته هم لاړم چې  دما داوسیدوله ځایه کابو اتیا کلومیټره  لیرې ؤ .  او هلته  مو د اسلام ددین  فرائض یادکړل  او حجاب مې غوره کړ . په دې پسې مې دلچسپي زیاته شوه څو په تخصصي ډول  اسلامي علوم زده کړم .  همدااوس  په آسټرالیا کې داسلام یوه  فعاله مبلغه یم  او باید ووایم چې   له مسلمان کیدا وروسته مې  خپله نامه هم سلوا (Salva) غوره کړه

Add new comment