شهیداستادمطهری اودعا
آیت ا....استادمرتضی مطهری ددعااودهغې داغیزوپه باب وآئی . دعاکه له خولې تیره شی اوزړه له ژبې او خولې سره غږمله شی او دانسان روح ویښ شي ، نویو ډیرلوړروحاني کیفیت رامینځته کیږی .مثلاداچې ځان په نور کې ډوب وینئ ،دانسان د شرافت ملغلره هغه وخت احساسوئ
ارواپيژاندوائي که وغواړئ لوي شیان ترلاسه کړئ یاحتی یوازې باطني آرامښت ته ورسیږئ،نوبایددخپل کراری له حدودوبهرراوځئ اوبریالیتوب ته درسیدالپآره حرکت وکړئ.ځیني نورهم باوري دي چې لوي کړکیچونه لوي انسانان راپنځوي .
شهیدمطهري هم یوداسې لوی اواغیزشیندونکی انسان ؤچې وتوانیدپخپلې ټولنې کې بدلون راولي . دوستانوپه تیرودووبرخوکې ددغه لوي متفکرله ژوند سره دبلدتیا په ترڅ کې اوس په ځينوزمینوکې ددغه لوي پوه او روڼ اندي له افکاروسره بلدیږو نو تر پایه راسره ملهّ ووسئ
داستاد شهید مطهری په اغیزشیندونکي اوبرکتناک ژوندکې یوخورا مهم خدمت د تدریس ، ویناؤ اودکتاب لیکنې له لارې دسوچه اسلام نړۍ لیدانځورول وو . امام خمیني د شهید استاد ددغې ځانګړنې په باب فرمائي :،مطهري په اسلام پيژندنې ، اوداسلام اوقرآن کریم دبیلابیلوفنونوکې بې ساری ؤ. هغه څه چې له دغه شهیداستاده پاتې دي په بډاي محتواسره پخپله معلم اوروزونکی ؤ .دهغه دقلم اوژبې آثارډيرزیات اغیزمن اوروح بخښونکی دي .هغه په روان قلم اوپياوړي تفکرسره اسلامی مسئلې او فلسفي حقایق په ساده ژبې سره توضیح کړل اوله سټریس پرته ئې د ټولنې ښونې او روزنې ته مخه کړه .
دغه لوي ایرانی متفکراوپوه آیت ا... استاد مطهری یوداسې اسلام پيژاندؤ،چې داسلام په ژورې اوهراړخیزې پيژندګلوۍ سره ئې هڅه وکړه څو دغه آسماني دین پخپل دورکې په غوره ډول وړاندې کړي . هغه داسلام دین دبیلابیلواړخونوپه نسبت ډیره پوهه درلوده اوله ځوانۍ دهغه پرزړه دالهي نور وړانګې ځلیدلي وې اوهغه ئې د حقیقت پيژندلوپه لور وکاږهّ تر دې چې پخپله وائي ،تر هغه ځایه چې خپل روحي بدلونونه یادوم له یولس کلنۍ په ماکې دغه احساس راپيدا شواوله خداي سره داړونده مسئولو په باب مو عجیبه احساس پيداکړی ؤ .هغه په لوړې لارې کې دحقیقت روښانه درک ته ورسیداوپه دې وسیله ئې اعتقادي بنسټ لاپیاوړی شو .شهیدمطهری په دې باب وائي :،زماپه فکرکې یواساسی پلان راغلی ؤچې زمادمشکلاتو حل زمینه په یوه پراخ نړۍ لیدکې وه. دغه پلان ددې په څيردنورومطلبونو د یوې لړۍ ددرک له امله داسلامی معارفواصیل والي ته مواعتقادپیداشوی ؤ،دقرآن اونهچ البلاغه توحیدي معارف اودحدیثونواودپيغمبر اکرم او اهل بیت علیهم السلام ددعاګانویوه برخه مې په لوړ اوج کې احساس کوله؛.
استادمطهری له دې وروسته چې اسلام ئې وپيژنهّ،خپل ټول ژوندئې ټولنې ته داسلام ورپيژندلوته وقف کړ،هغه له هغې پيژندګلوۍسره چې دخپلې ټولنې (داسلامی انقلاب له بری دمخکې ایران ) په باب ئې درلوده، باوري ؤ،داسلام سپيڅلی دین یو ناپيژندل شوی دین دی .دغه دی حقایق سوکه سوکه له مینځه تللی دي اوله خلکودیوې ډلې دتښتیداعلت هغه غلط تعلیمات دي چې د اسلام په نامه ورکول کیږی :.
شهید مطهری د خلکو بیلابیلو پرګنو ته داسلام د ورپيژندلو او ددین سمې دودیدالپاره هیڅ هڅه ونه سپموله .هغه خورالوي دیني مفاهیم په ډيرې ساده ژبې، آسانې رودې اوجذاب قلم سره بیانول چې ټول دهغه لیواله کیدل .هغه دین ته اړتیا اودوخت ضرورتونوته پآم په ښکلومثالونوسره انځوروي او وائي ؛.دیوې هغې کشتۍ لپآره چې غواړي دسمندر بلې غاړې ته ورسیږی اوله یوه براعظمه بل براعظم ته لاړه شی،د لورپيژندنې لپاره دقطب نما شتون اوهم دخوندي پاتیکیدواودغه رازله ډوبیدودبچکیدااوله مّدوجّزر څخه دتیریدولپآره مضبوط لنګرضروری دی.هماغه ډول دسمندرد جغرافیائی موقیعیت په هره شیبه کې پيژندل یوه ضروری چاره ده .
مونږ باید د اسلام له لورې د یوه لارښونکي سفر او همداراز په مّدوجزّرونو کې له ډوبیدودبچکیدواو پیاوړي لنګراوهم دوخت خاص شرائط دلارې د مینځ دځایونواوسیموپه توګه چې بایدپرله پسې ورته تګ راتګ اورسیدل په بشپړډول وپيژنوڅودژوندپه څپانده سمندرکې خپل منزل اوموخې ته ورسیدل شو
استاد مطهری نه یوازې له عاموخلکواونامتوعلمی شخصیتونوسره ارتباط ټینګاوهّ بلکې دهغه یوه څرګنده ځانګړنه له ځوان کهول سره د زړه له قومې ارتباط ټينګول وو . هغه له ځوانانو سره په تیره بیا له پوهنتونوالو سره ډير ژور اودوستانه اړیکې ټينګولې اودهغه ددرس کلاس تل ژوندی ؤ. د استاد مطهري د شاګردانو په اند دوي له دې زیات چې ویل او لیکلی به ئې ، څیړنې ئې کولې اوله دې وروسته چې یوې موضوع کې یقین ته رسیدهّ ،نو دهغې په باب ئې خبرې کولې .د استاد مطهری د شاګردانو په اندد هغه دتدریس یوه بله ځانګړنه دا وه چې د یوه بحث او موضوع له پیلولو مخکې ئې دهغه بحث تاریخي ریښه او د حالاتو په باب جاجونه او خبرې کولې . هغه باوري ؤ په دغې رودې سره شاګردان په لازیات بصیرت سره په بحث کې ګډون کوي اودهغه لپاره به موضوع اوبحث ډیراسانیدهّ. آيت ا...مطهري ددرس په کلاس کې د ماډرن بحثونواوڅيړاندو اوپوهه زده کونکود ذهن د نوښتونوپه مطرح کولو سره هغوي علمی څیړنو او زده کولو ته اړباسل
استاد شهید مطهری داسلام ددین په بیانولو او نورو ډول ډول بحثونو کې له بیلابیلورودواستفاده کوله . هغه پر دې سربیره چې په ساده ژبې سره ئې د دین ښکلاوې ځلولې اوله پوهانواوفلسفیانوسره په بحثونوسره ئې له استدلال اوبرهانه استفاده کوله .استادمطهری حتی ماشومان اوهلکان هم دخپل فکراوقلم له ګټونه محرومول او د ؛داستان راستان ؛ په نامه دکتاب په لیکلوسره ئې ددغې پرګنې خدمت هم کړی دی ،داستان راستان نومې کتاب کې د حقیقي کیسواوددین دمخکښانوله ژونده زده کونکی عبرت اخستو ټولګې شاملې دي . دغه کیسې د حدیثو له باوري کتابونو اخستل شوي دي اودکیسې اتل ددین لوي مخکښتان وي .استادمطهری ددغه کتاب نامه په دې دلیل چې ددغو کیسوزیاتره اتلان ریښتوني دي او د قرآن کریم په ژبه ورته صدیقین ویل شوي دي ، داستان راستان کیښودلې ده . دغه کیسې پر دې سربیره چې دا حتی د لویانو لپاره هم ګټه ورې ټولنیزې او اخلاقی لارښونې کیدلی شي ، داسلامی ښونو په روح هم مشهور دی . په دغوکیسو کې د زرګونونیکو،پرهیزګارو،سرښیندونکو اوځوانانو په باب حکایتونه بڼه مومي اولوستونکی دنیکو اولوړو ښونویوې دنیا سره بلدوي
پرهیزګار او متفکران د الهی لازیال قدرت په وړاندې دنورو اسنانانو په نسبت ډیر خاضع وي ،ځکه چې دوی د پروردګار عظمت او قدرت پخپل علم سره درک کوي،شهیدمطهری هم له دغوانسانانو څخه ؤ،هغه داصیل اسلام د معرفی کولو لپاره کلک هوډ او پوخ روح درلود، له دې امله يې ځان د تقواپه وسلوسنبال کړڅوپه پروردګار په تکیې سره له مخالفتونواو فضا جوړونو ونه ویریږی او په قدرت سره له فکری انحرافی بهیرونو سره مقابله وکړاي شي . له دې امله هره شپه ئې تهجد لمونځونه کول او له خپل خداي سره ئې په خضوع اوخشوع سره راز او نیاز کاوهّ د قرآن پاک دغه مفسّر همداراز له ویده کیدا مخکې یو وخت د قرآن پآک تلاوت ته بیلاوهّ .هغه خپل زوي ته په یوه لیک کې داسې سپارښتنه کوی :،خوږه بچیه،حتی الامکان یورکوع یاحزب چې یوازې پنځه منټه وخت اخلي تلاوت کوه او ثواب ئې د رسول ا... بزرګوارپاک روح ته ډالۍکوه چې انشاء ا....دعمردبرکت اوکامیابۍسبب کیږی.:. دخلکو د بیلابیلو پرګنو په وړاندې د شهید مطهری ادب او نرمښت دهغه دوینانفوذاوشخصیت جذبیدانوره هم زیاتوله. هغه چې پخپله د تربیت او اخلاقو په حوزې کې د نظر خاوند ؤ،داخلاقوپه معرفۍ کې وائي :، هغه شیان چې دانسان له خوي اواخلاقوسره اړونده دي،هغه نظام چې انسان ئې باید خپلوغریزوته ورکړي اوهغه حکمونه چې د انسان او له هغه ځان سره د رابطې په اړه دي ،اصطلاحا اخلاق نومیږی .د اخلاق اساس دادی چې دانسان پروجودشهوت،غضب،خیال اوتوهم واکمن نه شي،بلکې دانسان پروجودعقل حاکم شي اوکه،عقل حاکم شي،نوعقل په انسان کې دعدالت حکم ورکوي :،دوي همد اراز شهوت پرست ، عصبی اوله توهمه ډک انسانان اخلاقی انسانان نه ګڼي ، ځکه چې عقل او تفکر د هغو په چلند اوکردار کې واکمن نه دي او په دايمي ډول د شهوت ، غوسې او خپل خیالاتوپه بند کې وي .
د استاد شهید مطهری یوه بله ځانګړنه له دعا او لمنځ ،مناجاتواو داهل بیت علیهم السلام له ویناؤ او حدیثونو سره مینه درلودل وؤ.دعا او مناجات دانسان روح عالم ملکوت سره یوځاي کوي او دانسان په وجود کې یو خاص خوند اوولوله رامینځته کوي .دعاالهي درګاه ته درسیدایوه لاره ده او داسلام د دین لویانوتل له خپلووختونویولړوختونه بیل کړي دي .
آیت ا.... مرتضی مطهری ددعااودهغې داغیزوپه باب وائي :،دعاکه له خولې ووځي اوزړه له ژبې سره غږمله شی اودانسان روح اودانسان روح بیدارشی، نویولوړروح رامینځته کیږی . مثال ئې دادی چې ځان په نورکې ډوب ویني اودانسانیت دشرافت ملغلرې په هغه وخت احساسوي،هاله ښه درک کیدلی شي چې په نورووختونوکې چې واړوّ شیانو له ځان سره بوخت کړی او کړولی ؤ،څومره ټيت اوسپک اوهیڅ ؤ .انسان کله چې له غیرخداي څخه څه غواړي، نو ذلت ،کوچنوالی احساسوي خوکله چې له خدايه غواړي نو بیا عزت اوسرلوړي احساسوي .
Add new comment