له ایران سره د امریکا او لویدیځ ۳۴ کلنه دښمني:

په لویدیځ کې  همدا تش په نامه د بیان د ازادۍ مدافعان د ایراني رسنیو له خوا  د مخالف غږ د اوریدلو توان نه لري. په تیر یو کال کې  د پریس ټي وي ، العالم ، او الکوثر په شان د اسلامي ایران یو شمیر نور ټیلی ویژني چینلونه  د پانګونې د نظام د  فساد  او دصهیونست رژیم  د جنایتونو د افشا کولو او د سوچه اسلام د تبلیغ په وجه   له لویدیځو سپوږمکیو لیرې کړی شوې دي. ×××××××  هریتیج فاونډیش  د دوه زره دولسم کال په مارچ کې   د « ولې امریکا  ایرانیانو ته په لاسرسۍ کې له ستونزې سره مخامخ شوې ده » تر عنوان لاندې  یو راپور خپور کړ  او د امریکا په  فارسي ژبو چینلونو او  د ایران په ټولنې د  هغو په بې اغیز والي یې نیوکه وکړه . په راپور کې راغلې وو  چې د بجټ د پروګرام په لومړیتوب کې د امریکا د نړیوال ټیلي ویژن او ریډیو پاتې کیدل یوه چلینج ګڼل کیږي  ځکه چې دهغې  فایده والی په شک کې دی.  د امریکا غږ د مشر  په وینا څلور هیوادونه د اړیکو د پراختیا له نظره  د نورو هیوادونو په سر کې دي چې له  هغو یو ایران دی  خو  جاجونو ښودلې ده چې  د امریکا ریډیو او ټیلي ویژن په دغه  هیواد کې خپل مقصد ته په رسیدلو کې  کومه کامیابي نه ده حاصله کړې . اوس پوښتنه دا ده چې  ولې له څلور دیرشو کلونو وروسته  او د رسندویی  جنګ لپاره د میلیاردونو ډالرو  له لګولو سره سره  لویدیځ لا  په ایران کې خپلو موخو ته په رسیدلو کې پاتې راغلی دی ؟ د دغه پوښتنې د ځواب لپاره به ښه وي چې  په ایران کې د لویدیځو رسنیو مخینې ته  وګرځو او خبره له هغه ځایه پیل کړو. ×××× د امریکا د متحده ایالتونو تر کنټرول لاندې  فارسي چینلونو پّ لومړي ځل د نولس سوه څلویښتمې لسیزې په لومړیو کې پّ یران کې خپلې راډیووی خپرونې پیل کړې. دا پروګرامونه تر نولس سوه  نه اویایم کاله په  مختلفو طریقو سره روان وو او د اسلامي انقلاب  تر کامیابۍ پورې له شاه رژیم سره دهغو غږملتیا ټولو ته ښکاره وه . خو د اسلامي انقلاب له کامیابۍ لږ شان وروسته  د نولس سوه نه اویایم کال په فرورۍ کې او بیا   په ایران کې د امریکا د جاسوسانو په نیولو پسې  د دواړو هیوادونو اړیکې  خرابې شوې او  د لویدیځ  منجمله امریکا د خبري رسنیو ماموریت بدل شو. د امریکا فارسی ژبې چینلونه  چې د دولت له خوا ادراه کیږي د خپل کلني بجټ په زیاتولو سره   له اسلامي انقلاب، ایران او اسلام سره مقابله په جدي توګه په غاړه واخسته  او په حقیقت کې یو رسندویی جنګ پیل شو. ××× البته باید یادونه وکړو چې  دې ته ورته  شرایط په نورو فارسي ژبو چینلونو لکه بي بي سي هم وا کمن وو او   په ډول ډول رودو سره د ایران د خلکو ویرول او لمسول  په دغه جینل کې هم روان وو خو  حتی د امریکایی یرغملو له  خوشي کیدو وروسته  هم  د دغه دښمنۍ د  د وام  دلایل څه دي؟ قطعا تر ټولو لوی دلیل یې د ایران د انقلاب اسلامي او  ظلم مخالفه ماهیت دی. هغه انقلاب چې د امریکا د اوسمهاله متفکر نوام چامسکي په وینا  هغه د امریکا  له سرې کرښې لومړۍ تیریدنه وه  او د امریکا بل اندیال  ساموئل هانټینګټن هم وایي چې :  په نولس سوه نه اویایم کال کې د ایران  د اسلامي انقلاب کامیابي  باید د اسلام او لویدیځ د تمدنونو د جنګ د پیل د ټکي په توګه په نظر کې ونیول شي. د جنګ تعبیر په حقیقت کې  په تیرو دریو لسیزو کې د ایران  په خلاف د لویدیځو رسنیو  د شخړو او تبلیغاتو مهم ټکی دی . په دغو کلونو کې شاهدوو چې  لویدیځ او رسنیو یې  همیشه  اسلام او مسلمانان د لویدیځ دښمنان بللې دي  او  له اسلامي عقایدوسره یې د جنګ نغاره غږولې ده . خبري  پروګر امونه ، راپورونو،  فلمونه او  نمایشي اثار او مختلف کتابونه  او رسالې په بیلابیلو پلمو سره په اسلام ریرغلونه کوي او د اسلام او مسلمانانو د تباهۍ خبره یې کړې ده .  په داسې حال  کې چې پوهیږو دا تبلیغات تر دې زیات چې له حقیقت سره اړه ولري  په خپله د لویدیځوالو له تئورۍ سره اړوندیږي. د دنیاګانو د جنګ او د تمدنونو د ټکر په شان نظریو دودول چې  د شلمې پیړۍ پّ وروستیو کې ورته ډیره لمن ووهل شوه  او د اخر الزمان  په مفکورې او دځمکې د  ګواښ په نظریې  تاکید  هغه مهم عوامل وو چې نړیواله ټولنه یې  له انقلابي حرکتونو سره د مقابلې لپاره  په درسته نړۍ کې تیاره کړه او د دغه لویو تئوري ورکوونکو هدف  هم د ایران اسلامي انقلاب و. ××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××× د اسلامي ایران  په وړاندې د لویدیځ  د رسنیو عمل  ته کتنه  په حقیقت کې د تاوتریخوالي ښکاره  مصداق دی  چې په ډول ډول رودو سره  پلې شوی دی . د دغه  زیږ او تاوتریجن جنګ  ځینې چورلیزونه په دې ډول دي:   له دین او دیني  اوامرو  غلط او مبالغه آمیزه تصویر وړاندې کول/ د ایران په ټولنه کې په ښځو د ظلم  القاء کول/ د ایران له ټولنې د فقر او بدبختۍ د تصویر ښودل ؟د ایراني قومونو د کلتور  تمدن او تاریخ تحریفول؟ له ایرانه  د یو شاته پاتې اوزوړ ماحول  انځورونه/ او   دا القاء کول چې په ایران کې د بشری حقوقو خلاف ورزي کیږي.

 رسندویی کارپوهان په دې باور دي چې  دا هدفونه تقریبا په ټولو لویدیځو رسنیو کې   لیدل کیږي  او هره یوه رسنۍ  په یو شکل په دغه یرغل کې  برخه لري. د لسګونو فلمونو جوړول چې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د ایران مسائل مطرح کوي ، منجمله په تیرو څو لسیزو کې د ایران په خلاف د تبلیغاتي جنګ  یوه اصلي روده پاتې شوې ده  په دغو فلمونو کې   پراخ موضوعات شاملیږي. چې د ایران له پخواني تاریخه واخلې تر معاصر تاریخ او حتی  په مهاجرو ایرانیانو او  غیر مسلمانانو پورې اړه لري ، د « بې له لوره مې هیڅکله» « د  ثریا  سنګسار، میم » «۳۰۰»   «له شږو او لړو یو کور» « پرسپولیس» او په دا وروستیو کې « آرګو» فلم. ښایي په لومړي پړاو کې دغه فلمونه په  یوې ډلې را نه وستلی شو خو د دغه ټولو اثارو ګډ ټکی  د یو بډایه او انقلابي تمدن په توګه په ایران او ایرانیانو یرغل دی . د ایران ولس او کلتور  د تاریخ لیکونکو او ټولن پیژاندو په باور  ډیره  زړه مخینه لري خو  اوس چې ایران د سلطې د نظام او امریکا مخالفت ته  پاڅیدلی دی  همدغه هیوادونه د ایران  کلتور او ټولنه  بده  او رټل شوې ګڼي او  په مختلفو طریقو یې ردوي. ××××××× باید ورزیاته کړو چې  د لویدیځ سینما په دا وروستیو کې د اسلامي انقلاب  په خلاف په یرغلونو کې یوازې نه وه  او نورو رسنیو هم په دې برخه کې خپلې هڅې کړې دي .  د دورغو او یو اړخیزه راپورنو او خبرونو  په خپرولو سره د لویدیځو ریډیوګانو او ټیلي ویژنونو  یرغل،   په خپرونو کې د مقالو چاپول، او په انټرنیټ اوسایټونو کې د دروغو خپرول  له اسلامي انقلاب سره د  لویدیځ د مقابلې ځینې لارې چارې دي.  حتی په دې  لاره کې د لوبو او ګیمز په نړۍ کې هم  په فاسدو او زهر جنو افکارو سره په ایران یرغل شوی دی.  د هغو کسانو لپاره چې له  دغو رسنیو سره بلد دي  روښانه ده چې د ایران په خلاف په  کمپیوټری لوبو کې تاوتريخوالی  هیڅکله  بې دلیله نه شي کیدلی  بلکه تر  شا یې یوه سیاسي مفکوره او د ګیمونو د جوړوونکو  سپيره اهداف پټ دي. ××××  دا ټول مو وویل خو باید د اسلامي انقلاب په خلاف د لویدیځ د  رسنیو د حملو یو بل مورد هم یاد کړو  او هغه  د اسلامي انقلاب د حق غواړي غږ د غلې کولو لپاره د  لویدیځو د پراخو پروګرامونو  یوه برخه وګڼو.  په دې پراخې نړۍ کې چې  په زرګونو  ټیلي ویژني او  رادیویی چنیلونه  او په انټرنیټ کې په  میلیونونو مخونه او سایټونه  د لویدیځ د تبلیغاتو او  د ایران له اسلامي انقلاب سره دمقابلې لپاره بیلې دي  ایا د ایران د غږ د اوریدلو لپاره هم څه ځای شته ؟ د لویدیځ په دروغو تبلیغاتو او عوام غولوونکو  ویناوو کې  ټول د بیان د ازادۍ حق لري  او هر څوک په پوره ازادۍ سره  خپل مقصد او نظر خلکو ته رسولی شي.  حتما تاسو ته به یاد وي چې د  بیان د ازادۍ د دغه شعار په پلمه  د رسول الله مبارک (ص) په شان کې  سپکاوونکي کاریکاتونونه  چاپ کیږي  او د سلګونو میلیونونو انسانانو د عقیدو او  دین  په سپکاوي کې  سپک فلمونه جوړیږي .  او حتی  د ټولنې بې لارې خلک هم د خپلو نظرونو د خپرولو لپاره کوم مانع او خنډ نه لري. خو په لویدیځ کې  همدا تش په نامه د بیان د ازادۍ مدافعان د ایرانیو رسنیو له خوا  د مخالف غږ د اوریدلو توان نه لري. په تیر یو کال کې  د پریس ټي وي ، العالم ، او الکوثر په شان د اسلامي ایران یو شمیر نور ټیلی ویژني چینلونه  د پانګونې د نظام د  فساد  او دصهیونست رژیم  د جنایتونو د افشا کولو او د سوچه اسلام د تبلیغ په وجه   له لویدیځو سپوږمکیو لیرې کړی شوې دي.  په زړه پورې دا ده چې د بیان د ازادۍ دغه مخالف غږ  په  لویدیځ کې له کوم خاص اعتراض سره  هم  نه مخامخ کیږي  او د ازادۍ تش په نامه پلوي رسنیو هم  خوله پټه کړې ده . ×××××× د اسلامي انقلاب په خلاف د لویدیځ له ټولو تبلیغاتو او د پانګو او پیسو له خرچولو سره سره  اوس ګورو چې هغوی نه یوازې دا چې د خپلې خوښې نتیجې ته نه دي  رسیدلې بلکه  کله  کله یې دهغوی د خوښې اپوټه نتیجه هم ورکړې ده . دلته ده  چې  د اسلامي انقلاب  په ماهیت او د ایران د خلکو  په خالص ایمان پوهیږو  او  له اسلامي انقلاب سره  په مختلفو ډګرونو کې د لویدیځ  د د ښمنۍ په مقابل کې   له مونږ سره دخدای  تعالی د ټولو مرستو او  ملاتړونو  مننه او شکر کوو. کی ورډ . ایران ، اسلامي انقلاب، رسندویې، تبلیغات ، آزادي ، بیان ، لویدیځ، نوام چامسکي

Add new comment