د ويانا د خبرو اترو په درشل کښې د امريکې رجزخواني

د ايران او پنځۀ جمع يو ډلې د اېټمي خبرو اترو نوے دور ټاکلې شوې ده تقريباً يوه اونۍ پس د فرورۍ په اتلسمه نېټه په ويانا کښې د ايران د بهرنيو چارو د وزير محمد جواد ظريف او د اروپا د اتحاديې د بهرني سياست د مسئولې مېرمن کاټرين شټون په کتنې سره جوړ شي. له دغو خبرو اترو مخکې او د ايران او پنځۀ جمع يو ډلې د نومبر د څلوريشتمې نېټې د موافقه ليک د بندونو د اجرائي کېدو سره سم د ايران او اېټمي انرجۍ د نړيوال اژانس د پلاوي غونډه په تهران کښې ترسره شوه او دواړو خواو د فني او کارپېژندنې له دوو ورځوخبرو اترو وروسته د ايتوار په ورځ د ايران د اېټمي فعاليتونو د ابهام ختمولو په چوکاټ کښې له يو لړ نويو موافقو څخه خبر ورکړ.
د دواړو خواو د موافقې په چوکاټ کښې د دغه چلند دوام په دې معنا دے چې ايران په هغه څه چې د اعتماد جوړونې لپاره او په خپله خوښه يې منلي دي عمل کړے او د اژانس د چارواکو په اعتراف بې عېبه او بې نقصه ملګرتيا يې لرلې ده... نو ځکه د دغې وړومبنۍ موافقې په ژمنو باندې د مقابلې خواوې د پابندۍ په صورت کښې په راتلونکو شپږو مياشتو کښې بشپړه اېټمې موافقې ته د رسېدو لپاره يو مثبت پېل کېدې شي.
له دې سره سره د ايران د بهرنيو چارو د وزير د نړيوالو او حقوقي چارو مرستيال سيد عباس عراقچي پرون ماښام د دويم ټيلي ويژني چېنل په يوه خصوصي خبرې مرکه کښې د امريکې د چارواکو ځينو هغو چلندونو ته اشاره وکړه چې د خبرو اترو د چلند په شننه کښې اهميت لري. عراقچي د ايران په خلاف د امريکې د چارواکو غليمانه دريځونو ته په اشارې سره وويل، په ويانا کښې د خبرو اترو د راتلونکي دور د شروع کېدو په درشل کښې د امريکې د چارواکو څرګندونې د لاپو وهلو او رجز خوانۍ اړخ لري، خو تجربه دا ښودنه کوي چې ايران هيڅکله اجازه نۀ ورکوي چې نور دې د هغۀ لپاره فېصلې وکړي.
د بهرنيو چارو د وزير مرستيال په دې باندې په تاکيد سره چې د دا ډول طريقې کارنده توب نۀ لري څرګنده کړه، ايران له دباو نه په پرته يو چاپېريال کښې خبرې اترې کوي او امريکه د پنځۀ جمع يو ډلې يوه غړې ده او حق نۀ لري چې د ايران لپاره د خبرو اترو دستور وټاکي.
په اوسنيو حالاتو کښې دا مطلب اخېستنه وجود لري چې د ايران او پنځۀ جمع يو ډلې د خبرو اترو چلند خپله لار پېدا کړې ده. خوپکار دي دا بنيادي ټکي هېر نکړو چې د عراقچي په څرګندونو کښې هم ورته اشاره شوې ده منجمله دا چې د ايران په دفاعي پاليسۍ کښې اېټمي وسلې څه ځاے نۀ لري.

او يوازېنۍ موضوع چې د دې سبب شوې ده چې ايران له لويديځ سره د خبرو اترو په چوکاټ کښې ملګرتيا وکړي اعتماد جوړونه ده.. نو ځکه د تېرو موهومو القائاتو په دوام باندې د امريکې د چارواکو ټينګار يوازې کار پېچلے کوي او خبرې اترې بندون ته راکاږي.
د يورانيمو د پخولو په حق د تاکيد او ټينګې اودرېدنې په شان موضوعات هغه سره کرښه ده چې ايران به ترې يوه ذره په شاتګ ونۀ کړي.
البته دا خبره واضحه ده چې دغه خبرې اترې به سختې وي او ملګرتياوې پکار دي ګام په ګام وي... له دې امله دا مسلمه ده چې د ايران او پنځۀ جمع يو ډلې په خبرو اترو او همدارنګ د ايران او د اېټمي انرجۍ د نړيوال اژانس په خبرو اترو واکمنه فضاء په يو بل باندې متقابل اثرات لرلې شي. دې مهم ټکي ته په پام سره بايد ووايو چې د خبرو اترو د اهدافو په باره کښې د امريکې د چارواکو له توهم سره ګډې څرګندونې د مقابلې خواوې او په څرګنده توګه د امريکې د روغ نيت د نۀ لرلو نښه ګڼلې کيږي چې د جنيوا د موافقې د اجرا لپاره د ملګرتيا او روغې جوړې د روحيې په خلاف ده. کېدې شي د دغو څرګندونو په باره کښې يوازېنۍ توجيه دا وي چې د هغوي هدف کورنيو دباوونو ته ځواب وينه ده چې په داسې صورت کښې به هم کار د امريکې لپاره لا سخت شي.

Add new comment