ایران او اټومي اژانس د اوو عملي اقداماتو په باره کښې موافقه وکړه .

په اټومي انرژۍ نړیوال اژانس کښې د ایران داسلامي جمهوریت استازي دملګرتیاو د دوام لپاره د دواړو لورو د موافقې خبر ورکړ .
ایسنا خبري اژانس وايي په اټومي انرژۍ نړیوال اژانس کښې دایران استازي رضانجفي نن مازیګر په تهران کښې د ایران او اټومي اژانس د خبرواترو ددوهمې(۲) ورځې په پاې کښې په یوه خبري کانفرنس کښې وویل دایران او اټومي انرژۍ دنړیوال اژانس استازیو له یوبل سره دفني او کوټلیو خبرو اترو له دریو(۳) پړاونو وروسته د راتلونکي میلادي کال د میي دمیاشتې تر نیمايي پورې دملګرتیا په هدف سره د نورو اوو(۷) عملي اقداماتو لپاره موافقه وکړه .
نجفي زیاته کړه دغه عملي موافقه د تیر میلادي کال دنوامبر دمیاشتې په یولسمه (۱۱)نیټه د دواړو لورو د موافقې او دتهران د ګډې بیانیې په چوکاټ کښې شوي ده .
په اټومي انرژۍ نړیوال اژانس کښې د ایران استازي ټینګار وکړ په تهران کښې د ایران او اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس په دوو (۲)و رځو خبرو کښې د ملګرتیا لپاره دچوکاټ په باره کښې چې د دواړو لورو دموافقې وړ دی رغنده فني غونډې وشوې .
نجفي په دې خبرې ټینګار سره چې ددغو اوو(۷) اقداماتو جزیات به زرخپاره شي وویل دخبرو اترو په نوي پړاو کښې شپږ (۶)موضوعاګانې مطرح شوې او ایران لومړني ګامونه چې شپږ (۶)مادې يې لرلې اجرا کړي دي .
ایران او اټومي انرژۍ نړیوال اژانس دغه راز په تهران کښې دخبرواترو ددریو (۳)پړاونو په پاې کښې ګډه بیانیه خپره کړه .

Add new comment