د اسلامي انقلاب رهبر د هوايي ځواک له کار کوونکو سره وکتل
د اسلامي انقلاب د رهبرۍ ستر مقام د ایران د ایران د پوځ د هوايي ځواک له قوماندانانو او کارکوونکو سره په کتنه کې وفرمایل چې مداخله ګر قدرتونه د سیمې د هېوادنو د خپلواکۍ او پرمختګ خنډ د ي.
د ایران د اسلامي انقلاب د رهبرۍ مقام ددفتر د اطلاع رسونې د خبر له مخې، د ایران د اسلامي انقلاب د رهبرۍ ستر مقام، حضرت آيت الله العظمی خامنه اي نن سهار د پوځ د هوايي ځواکونو د ورځې په مناسبت، د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټګر، حضرت امام خمیني رح په حسینیه کې د پوځ د قوماندانو او کار کوونکو سره په کتنه کې وویل چې مداخله ګر قدرتونه غواړي د سیمې خلکو ته القا کړي چې خپلواکي یې له پرمختګ سره توپير لري، خو دا خبره ناسمه ده او د مداخله ګرو قدرتونو له خوا جوړه شوې ده.
د ایران د اسلامي انقلاب د رهبرۍ ستر مقام د آزاۍ د شعار په څنګ کې د خپلواکۍ شعار، د اسلامي انقلاب له مهمو شعارونو وباله او زیاته یې کړه چې په نوي ښکیلاک کې، مداخله ګر قدرتونه د هېوادونو په سرکې د خپلو زور واکه ګوډاګیو واکمنانو د راوستلو په لټه کې دي .
حضرت آیت الله خامنه اي همدارنګه وویل چې خپلواکي له ټولې نړۍ سره د بد اخلاقۍ په معنا نه ده.
خپلواکي یعنې د مداخله ګر قدرت سره مقابله چې غواړي امر وکړي او د یوه ملت شرف او حیثیت د خپلو ګټو لپاره ولګوي.
د ایران د اسلامي انقلاب د رهبرۍ ستر مقام وویل: هغه څه چې د ا سلامي ایران خپلواکي خوندي کولای شي، د انقلاب پر ارزښتونو او اصولو رڼه او څرګنده تکیه کول د ي.
هغوی همدارنګه زیاته کړه چې د اسلامي نظام د تلپاتې کېدا راز، پر هغو اصولو او ارزښتونو رڼه او څرګنده تکیه ده، لکه څنګه چې قدرمن امام هم هماغه ډول و.
د اسلامي انقلاب د رهبرۍ ستر مقام وویل چې امریکايي چارواکي، مسوولینو ته وايي چې د نظام د بدلون نیت نه لري، دروغ وايي او که وتوانېږي، په دې برخه کې یوه شیبه هم څنډ نه کوي، خو نشي کولای، ځکه اسلامي نظام د خلکو پر اداره، محبت او ایمان تکیه کړې ده.
حضرت آيت الله خامنه اي د ایران اسلامي جمهوریت د خلکو پر ایمان، محبت او ادارې متکي وباله او زیاته یې کړه چې ان شاءالله د سلواغې په ۲۲مه به ولیدل شي چې دایران ملت راځي او د خپل ملي اقتدار او ټینګښت ناورې پورته کوي.
د ایران ملت پوهېږي چې د بریالیتوب راز یې درېدنه ده.
د ایران د ملت د امنیت لاره، د ملي اقتدار ښودنه ده.
Add new comment