د پاکستاني طالبانو او دولت تر منځ د سولې خبرې اترې په مثبت ډول روانې دي .
طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د دولتي کمیتې یوه غړي ښاغلي رحیم الله یوسف زي زموږ له خبریال سره په مرکه کې وویل په خبرو اترو کې به واقعي پرمختګ هغه مهال را منځته شي چې په دې هیواد کې د تاوتریخوالي پيښې بندې شي .
د هغه په وینا د پاکستان دولت له طالبانو غوښتني په څو اوونیوکې خبرې اترې یوې مثبتې پایلې ته ورسوي تر څو د یوه اور بند زمینه برابره شي .
په دې خبرو اترو کې له دواړو خواو د بریدونو د بندیدو غوښتنه شوې تر څو په خبرو اترو منفي اغیزې له منځه لاړې شي او دولت او طالبانو دواړو ېې هرکلی کړی دی .
د پرون په خبرو اترو کې هم یو لړ پرمختګونه شوي ؤ .
Add new comment