له پاکستان سره دې د آمریکا مرستې بندي شي

دغه غوښتنه په امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني کړي او ويلي يې دي،آمریکا د پاکستان په اړه تل ناسم اټکلونه کړي او اوس هغه وخت راغلی چې پر پاکستان مرستې بندې کړي.
په امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر د امریکا او افغانستان ترمنځ د اړیکو په اړه په خپل کتاب کې چې تازه یې لیکلی او چاپ کړی او (Magnificent Delusionons) نومېږي، له آمریکا غوښتي چې د پاکستان په اړه خپل دریځ بدل کړي.
د حسین حقاني په وینا د امریکا پر مرستو د پاکستان انحصار مخ پر زیاتېدو دی خو په پاکستان کې د اصلاحاتو بهیر مخ په ځوړ روان دی.
ده وویل، امریکا فکرکوي چې که له پاکستان سره پوځي مرسته وکړي نو دا هیواد به ځان خوندي احساس کړي او د هند په وړاندې به سیالۍ ته شا واړوي خو د پاکستان باور دا دی چې د امریکا د مرستو او وسلو په وسیله به د هند په وړاندې مقابله وکړای شي.
حسین حقاني وویل،د امریکا د ملیاردونو ډالرو له مرستې سره سره د پاکستان په پالیسیو او دریځونو کې بدلون نه دی راغلی.

Add new comment