عمران خان او مفتي کفایت الله د طالبانو له کمیتې وتل اعلان کړل
عمران خان او مفتي کفایت الله چې د طالبانو له خوا د پنځه کسیزې وړاندیزي کمیټې غړي ؤ نن له دې کمیتې خپل وتل اعلان کړل .
د تحریک انصاف ویاندې میرمن شیرین مزاري وویل په دولتي کمیټه کې د تحریک انصاف یو ملاتړی شته نو ځکه عمران خان نه غواړي په دې کمیټه کې پاتې شي.
مولانا فضل الرحمن هم اعلان وکړ د ده له ګوند سره د طالبانو د نه مشورې له امله مفتي کفایت الله چې د ده د ګوند غړی دی له دې کمیتې وباسي .
طالبانو په خپله کمیټه کې له عمران خان او مفتي کفایت الله سر بیره د لال مسجد خطیب مولوي عبد العزیز د جماعت اسلامي یو غړی محمد ابراهیم او له پاکستانه د دفاع شورا مشر مولانا سمیع الحق ټاکلي ؤ .
Add new comment