اسلامی ایران اوس هم ددرې میلیون بهرنیوکډوالو کوربه دی

دایران دخارجه وزارت دشمال اوختیځ دنماییندګۍ ددفتر مشر غلام رضا ارباب خالص نن دایران په مشهد کې دکډوالو په چارو کې دملګروملتو دلوړې کمیشنرۍ ددفتر له نوي مشر سوکي کاواچي سره په کتنې کې وویل دڅه دپاسه درو لسیزو په تیریدو سره دایران حکومت هماغه راز دافغانستان او عراق دلکونوکډوالو ملاتړ کوي
ارباب خالص زیاته کړې په ایران کې پخپل شتون کې ډير زیات کډوال دایران دحکومت لپاره هماغه راز له کلتوري اوټولنیز پلوه ډير زیات لګښتونه لري .
داسلامی ایران دخارجه وزارت دشمال او ختیځ دنماییندګۍ ددفتر مشر هیله وښودله دکډوالو په چارو کې دملګروملتو دلوړې کمیشنرۍ دملګرتیاؤ اوغږملیتاؤ په نتیجې دکډوالو دستنیدو شرائط برابر شي
په مشهد کې دکډوالو په چارو کې دملګرو ملتو دلوړې کمیشنرۍ استاذي سوکی کاواچي هم په دغې کتنې کې وویل په یوې ټولګې او په یوې ګډې موخې سره کار کیږي او دغه اورګان له هرډول ملګرتیا ته تیار دی

Add new comment